په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالیو د زیاتیدو په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه

په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې دتاوتریخوالیو د زیاتیدو په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

د۱۳۹۲ کال د لیندۍ ۲۸ ، برابره ده ۲۰۱۳ میلادی کال د دسمبر ۱۹
هرات ـ افغانستان
په دې وروستیو کې هرات ولایت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د تر ټولو ناوړه او غیر انسانی چلندونو شاهد وو. هغه پیښه چې پر ځوانې میرمنې ستارې وشوه، د هرات ولایت د ټولنې او د ټول افغانستان وجدان ېې ناآرامه کړ. یوشمیر ظالم او بې رحمه انسانان د ښځو او میندو په وړاندې تر ټولو کرکجن او غیر انسانی اعمال ترسره کوی. هغوۍ هیر کړی چې په خپله هم له یوې مور څخه زیږدلی دی او الله (ج) ښځو ته په قرانکریم کې لوړه درجه ورکړی ده.
دا جنکایت کاران نه پوهیږی چې د ښځو او میندو په وړاندې دهغوۍ غیرانسانی چلند د اسلام له احکامو او انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې دی. دا جنایت کاران انسانی ارزښتونو ته زیان رسوی او ځان د ټولنې د کرکجنو او بشری ضد کسانو په توګه جوړوی.
په لویدیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دفتر، د دغه حیرانونکی خبر په اوریدو د بشری حقونو له نورو مدافعانو سره په همغږۍ کې لاریون وکړ او د دغه ناوړه عمل په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړه.
اخوا د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د لویدیځ زون دفتر، داسې اطلاعات ترلاسه کړی چې د هرات په ښار او ولسوالیو کې د ښځو په وړاندې د جنایتونو، بشری ضد کړنو او د تاوتریخوالیو کچه زیاته لوړه شوې ده. په روغتونونو کې د پلټنو او د دغو پیښو له قربانیانو سره زموږ مرکو وښودله چې ډیری زیانمن کسان، له کورنی تاوتریخوالیو سره لاس او ګریوان وو چې د خپل میړه او یا د کورنیو نورو غړو لخوا وهل او ټکول کیږی او یا هغوۍ ته سپکاوی کیږی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه اعتراف کوی، که د دغو غیر انسانی کړنو مخه ونه نیول شی او عاملان ېې محکمې ته ونه کاږل شی، دهرات ښار به له یوه انسانی ناورین سره مخامخ شی. دافغانستان دولت؛ د اساسی او مدنی قانون او نړیوالو ژمنو پر بنسټ مکلف دی تر څو د ښځو له حقونو ساتنه وکړی. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د منع کنوانسیون، د سیاسی او مدنی میثاق او د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک پر بنسټ دافغانستان دولت مکلف دی چې په کورنیو او ټولنه کې د ښځو د بشری حقونو د ارزښتونو د پلی کیدو لاره اواره کړی او د هر ډول جنسیتی تبعیض مخنیوی وکړی.
په افغانستان کې د بشری حقونو دوضعیت او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو د شورا د راپور په اړه په سپارښتنو کې راغلی دی چې دولت باید د کورنیو او ټولنې په جوړښتونو کې د ښځو د بشری حقونو د ارزښتونو د ترویج او تطبیق په موخه کارنده اقدامات په پام کې ونیسی. په دې راپور کې په کورنیو کې د ښځو له ناوړه وضعیت څخه په کلکه اندیښنه او خوشینی څرګنده شوې ده له دې امله چې د افغانستان ښځې د غیر انسانی په ځانګړې توګه د جنسیتی تبعیض قربانیانې دی اندیښنه څرګنده شوې ده.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د افغانستان له دولت څخه غواړی ترڅو:
–   په هرات ولایت کې د ښځو په وړاندې د بشری ضد جنایتونو په اړه امنیتی، عدلی او مدنی ځانکړی ماموریت جوړ کړی، تر څو دا ډله د دغو جنایتونو لاملونه او پایلې وڅیړی او همداراز دهغو عاملین په سزا ورسوی. د دغو پیښو څیړل او د عاملینو په سزا رسول د هر جنایتکار لپاره چې د بشری ارزښتونو ضد اعمال ترسره کوی پند بلل کیدای شی؛
–   باید د ښځو په وړاندې قربانیانو ته جدی پاملرنه وشی. موږ له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو مرسته کونکو ادارو څخه غواړو، تر څو د هرات ولایت روغتونونو ته جدی پاملرنه وکړی او د یادو پیښو قربانیان په سمه توګه تر درملنې لاندې ونیول شی؛
–   موږ په هرات ولایت کې له حقوقی ادارې او سیمه ایزې محکمې څخه په جدی توګه غواړو، تر څو د ښځو په وړاندې جنایتونه په دوامداره توګه وڅیړی او پرې نږدی چې جنایت کاران په آرام فکر د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړی؛
–   له ملی پولیسو غواړو، تر څو د کورنیو د امنیت په ټینګښت او د جنایتکارانو په نیولو کې، جدی اقدامات وکړی او د بشریت ضد جنایت کارانو په اړه له هر ډول مسامحې څخه ډډه وکړی. خلک په ځانګړی توګه ښځې پر پولیسو اعتماد وکړی او جنایتکاران عدلی او قانونی ادارو ته ور وپیژنی.
–   موږ له رسالتمندو رسنیو، مدنی ټولنو، روڼ آندو او د هیواد وګړوته بلنه ورکوو، تر څو په دغه ارزښتمن کار کې د یو بل تر څنګ ودریږی او پرې نږدی چې د بشری حقونو ارزښتونه زیانمن شی.
له تاوتریخوالی د پاک افغانستان په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ