د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

د ۱۳۹۳ د لیندۍ ۲ سمون لری د ۲۰۱۴ زیږدیز کال، ۲۳

کابل ـ افغانستان

     د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه خوشحاله ده چې د بامیانو ولایت عزتمنو خلکو د ۱۳۹۳لمریز کال په ټاکنو کې په پراخ ګډون کولو د بامیانو ولایتی شورا ته ېې خپل استازی غوره کړل.

    ټاکنې د دموکراسۍ مهم رکن دی او خلک د رایو صندوقونو په لور په ورتګ سره د هغو پستونو  لپاره چې د وګړو د ټولیزې ارادې تمثیل کونکی بلل کیږی د اشخاصو او افرادو په غوره  کولو کې خپله ونډه  او اساسی مسولیت ترسره کوی.

    ولایتی شورا ګانې، له هغو دموکراتیکو بنسټونو څخه دی چې د هغو غړی د خپلې کارنده او مهمې ونډې په ترسره کولو «قدرت» په مشروع «اقتدار» بدلوی. د ټولنیزې ارادې په تمثیل کونکو ادارو کې د پاکو، پوهو او ژمنو شخصیتونو حضور د دغو بنسټونو اغیزمنتیا تضمینوی، او د خلکو د رضایت پر کچې او د نظام د مشروعیت پر پایښت مستقیمه اغیزه کوی.

     د بامیانو د ولایتی شورا  غړو د دغې شورا د مشرې په توګه د میرمن طیبې  خاوری په غوره کولو سره، خپل دموکراتیک ظرفیت او مدنی اراده نندارې ته کیښوده او د ولایتونو په کچه ېې د ولایتی شورا د لومړنۍ مشرې د ټاکل کیدو ویاړ د بامیانو لرغونې ولایت ته ورکړ.

    دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دغې چوکۍ د میرمن طیبې خاوری ټاکل کیدل، د ښځو په وړاندې غوره او ښه عمل بولی، او هیله کیږی چې دغه  غوراوی  د ښځو د ریښتینې ونډې او مشارکت ټینګښت وی او دښځو ونډه د هیواد دوړتیا  په لوړیدو کې مرسته وکړی.

    موږ د بامیانو د ولایتی شورا  له ټولو غړو، د دغه  نیک او پر ځای غوراوی څخه د ستاینې او ملاتړ په کولو په پوره صداقت او صراحت  اعلان کوو چې له میرمن طیبې خاوری او د بامیانو ولایتی شورا سره خپله کارنده او سالمه همکاری لا زیاته کړو.

 د ځلانده او روښانه راتلونکی  په هیله!

محمد نعیم نظری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې رییس

ځواب دلته پرېږدئ