افغانستان د بشری حقونو زیاتو میثاقونو او تړونونو سره یوځای شوی دی خو کله ېې هم په دغو ژمنو عمل ندی کړی. دا هغه هیواد دی چې د بشری حقونو له نهو مهمو کنوانسیونونو څخه اووه ېې منلی دی – پرهغې سربیره د ماشومانو د حقونو دوو پروتوکولونو سره هم یوځای شوی دی.
د دغو اسنادو ډیره برخه د طالبانو له رژیمه مخکې حکومتونو کې تاید شوی دی.
له هر کنوانسیون سره له یوځای کیدو وروسته په هرو څلورو یا پنځو کلونو کې د هغې راپور د هغه کنوانسیون اړوندې کمیټې ته لکه څنګه چې په سند کې غوښتل شوی وړاندې شی. خو په دې لیکنه کې تاسو وینۍ چې افغانستان آن له دغه کنوانسیون سره له یوځای کیدو نه ویشت کاله وروسته هم ندی توانیدلی ملګرو ملتونو سازمان ته راپور وړاندې کړی. لکه د توکمیز تبعیض د منع او د مدنی او سیاسی حقونو کنوانسیون چې افغانستان د دری ویشتو کلونو له تیریدو او د دویم راپور له ورکړې وروسته دریم، څلورم او پنځم راپور ندی ورکړی؛ او دولت هوډ لری د شکنجې د منع کنوانسیون لومړی راپور له دوه ویشتو کلونو وروسته په روان کال کې اړوندې کمیټې ته وړاندې کړی.
د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته، او په دوه زره شپږم میلادی کال کې د بشری حقونو د شورا له جوړیدو او د نړیوالو پړاونونو د بیا کتنې د میکانیسم یا UPR، له جوړیدو وروسته تر اوسه د افغانستان دولت توانیدلی چې دوه ځلې لومړی په دوه زره نهم میلادی کال او وروسته په دوه زره دیارلسم میلادی کال کې د یو پی آر تر نظر لاندې د بشری حقونو شورا ته په هیواد کې د بشری حقونو د عمومی وضعیت په اړه راپور وړاندې کړی خو دا راپورونه ناسم، اغراق لرونکی او ناسم وو. او همداراز راپورونه د یوه ضعیف پلاوی لخوا د بشری حقونو شورا ته وړاندې شوی وو چې په پایله کې افغانستان په دواړو پړاونو کې د دغې شورا لخوا کابو درې سوه او اووه شپیته سپارښتنې ترلاسه کړې. د سپارښتنو زیاتوالی په هیواد کې د بشری حقونو د کړکیچ څرګندونه کوی.
نه یواځې دولت ندی توانیدلی چې د نا کاره ګې له امله د ملګرو ملتونو په وړاندې پر خپلو ژمنو عمل ونکړی بلکې د بشری حقونو د دغو ژمنو د عملی کیدو لپاره ېې هیڅ تدبیر په پام کې ندی نیولی. تر ټولو بده چاره دا چې په ځینو مواردو کې د بشری حقونو پر ژمنو په قصدی توګه سترګې پټې کړی دی. لکه د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون په ټاکلو کې د پاریس د اصولو له پامه غورځول چې په دې اړه د مدنی ټولنو او د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو د عالی کمیسارۍ لخوا غبرګون څرګند شو او د کمیشنرانو د انتصاب په اړه ېې غوښتنې وکړې، خو پخوانی ولسمشر دغو غبرګونونو ته هیڅ پاملرنه ونکړه.
د زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه دا لیکنه وګورئ