د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اتمه عمومی غونډه

 د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اتمه عمومی غونډه، د شبکې د غړو بنسټونو په ګډون د غبرګولی په یو ویشتمه نیټه په کابل کې جوړه شوه.

Report02-18عمومی مجمع یا عمومی غونډه د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې د پریکړې نیولو تر ټولو لوړه مرجع ده چې په هرو دوه کلونو کې یوځل ترسره کیږی او په هغې کې غړی بنسټونو د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې پر ستراتیژیکو مسایلو او پریکړو پلانونه کوی، او همداراز د دغه بنسټ د دریو کمیټو غړی په آزادو ټاکنو کې غوره کیږی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې مشر محمد نعیم نظری، د دغې غونډې په پیل کې د شبکې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د غړو بنسټونو کارنده همغږی او همکاری ېې وستایله. هغه له غړو بنسټونو وغوښتل څو د بشری حقونو د څار او د بشری حقونو د وضعیت د ښه کیدو لپاره په مشترکه توګه د عدالت غوښتنې په برخه کې تر پخوا زیاته ونډه واخلی.

ښاغلی نظری زیاته کړه چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ۲۰۱۴ کال کې له غړو بنسټونو سره په نیږدې همکارۍ کې وتوانیده چې ۹ ټوکه روزنیز لاسوند او د بشری حقونو کتابونه خپاره کړی. هغه همداراز د مهمو راپورونو په اړه خبرې وکړې چې شبکې په ۲۰۱۴ میلادی کال کې جوړ کړی او اړوندو مراجعو ته ېې استولی دی. د ښاغلی نظری په وینا ICCته د UPR،د افغانستان د بشری حقونو په اړه کلنی راپور او د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارونو د څار استول شوی راپورونه له استول شویو هغو څخه دی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې اجرایی رییس، د همغږۍ، ظرفیت پالنې، د بشری حقونو پر وضعیت د څار او عدالت غوښتنې په برخه کې له کړنو یادونه وکړه.

له هغه وروسته د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې پروګرام آفیسر احمد سیر لعلی، د دغه بنسټ تګلارې د بدلون په اړه شبکې د غړو بنسټونو د نظرونو د راغونډولو په اړه د عمومی غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته ېې کړه: « د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې د تګلارې بدلون په موخه، د شبکې ستراتیژیک چوکاټونه د ډیرو معتبرو نړیوالو بنسټونو له ستراتیژیکو پاڼو سره پرتله شوی دی.»

د ښاغلی لعلی په وینا، د تحول او انتقال د پړاونو د بدلون چارې ته په پام سره، دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی بنسټونه په دې باور شول چې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې د تګلارې ځینې برخې باید بدلون وه مومی؛ له دې امله وړاندیز وشو څو د شبکې په تګلاره کې یو مهم هدف ورزیات شی څو له یوخوا د شبکې ستراتیژی د چوکاټ له پلوه بشپړه شی او له بلې خوا د شبکې د پایلو، نظرونو او فعالیتونو ترمنځ د شبکې د ستراتیژیک چوکاټ د پنځو مواردو پر بنسټ ارګانیکه اړیکه رامنځته شی.

ښاغلی لعلی د توانمندۍ د پروګرام، د بشری حقونو د مدافعانو د دفاع د میکانیسم د جوړولو او د دوه زره پنځلسم او دوه زره اولسم کلونو لپاره د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په پروګرامونو خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې د دغه پروګرام د ډیزاین لپاره له غړو بنسټونو سره مشورې شوی دی او د هغې د پیاوړی کیدو لپاره لیدنې لا هم روانې دی.

عمومی مجمع یا غونډې د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې په ستراتیژۍ او پروګرامونو کې تعدیل تصویب کړ او په دې برخه کې د همکاری اعلان وکړ.

د درې ګونو کمیټو د غړو غوره کول

له ارتباط موسسې څخه ښاغلی محمد یونس، د عدالت لپاره د ښځو د همغږۍ له موسسې میرمن لیا جواد، له آرزوی سبز موسسې څخه مینا خاشعی، له سازمان سبز او د سبز اونیزې څخه ښاغلی ظاهر محبوب او نوای نی له ټولنې څخه میرمن ملکه سادات د شبکې د بورد لپاره غوره شول.

د پیغامونو او اعلامیو د کمیټې لپاره، د تاوتریخوالیو د لمنځه وړو او بشری حقونو له موسسې څخه عبدالودوود پدرام، د سولې او عدالت له بنسټ څخه ښاغلی جاوید شکیب، له راډیو صبح بخیر افغانستان څخه ښاغلی باری سلام، د ماشومانو او ښځو له څیړنیز بنسټ څخه ښاغلی قدرت الله برومند او دافغانستان د ماشومانو او ښځو د پراختیا له موسسې څخه میرمن زهرا سپهر غوره شول.

د غړو د منلو په کمیټه کې د افغانستان له تعلیمی، ټولنیزې او خدماتی موسسې څخه ښاغلی خلیل رووفی، د لوګر له مدنی ټولنې څخه ښاغلی محمد حنیف فروزان، د بریا د فرهنګ له ټولنیز سازمان څخه ښاغلی احمد اعتمادی، د افغانستان له دموکراتیک سازمان څخه ښاغلی کاظم براتی او د میرمنو له ټولنې څخه ښاغلی محمد یاسر میرزایی غوره شول.

ځواب دلته پرېږدئ