اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده د رسنیو عالی شورا ته ولیږل شوه

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لومړۍ کاری ډلې، چې په مزارشریف ښار کې اطلاعاتو ته د لاس رسی سمپوزیم په پایله کې رامنځته شوې وه، د خپلو پروګرامونو لړۍ بشپړ کړه او اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصوده ېې د افغانستان د بشری حقونو او مدنی ټولنې شبکې، دارالانشا ته وسپارله.

اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون لومړۍ مصوده، چې د یوه کال په موده کې جوړه شوې ده، په اړه ېې د کاری ډلې لخوا د مدنی ټولنې له استازو، روڼ آندو، اکاډمیکو شخصیتونو او په بلخ، هرات، بامیانو، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د دولتی ادارو له استازو سره بحث او خبرې شوی دی. د دغو، غونډو د ګډونوالو لیدلوری ېې راغونډ کړی، او د هغې مهم ټکی ېې ، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې راوستی دی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دارالانشا، د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ په اوومه، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په اړه دوهم تحلیلی سمپوزیم جوړ کړ، چې په هغې کې د پارلمان څلورو تنو غړو، با ارزښته مقالې ولوستلې. په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون کاری ډلې، د پارلمان د غړو لیدلوری، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په مصوده کې ورزیات کړل.

لکه څنګه چې د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې د عامه اطلاعاتو د تامین مسولیت، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو څخه دی، دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د شبکې دارالانشا، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له چارواکو سره په دې اړه غونډې جوړې کړې او هغوۍ ته ېې، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مبحث مطرح کړ، چې دا موضوع د هغوۍ د زیاتې لیوالتیا لامل شوه. ددغو کارنده خبرو او بحثونو په پایله کې د ۱۳۹۰ هجری لمریز، کال د غبرګولی په میاشت کې د هیواد اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لومړۍ ګډه کاری ډله د دې مصودې د وروستۍ څیړنې په موخه جوړه شوه. دا کاری ډله چې د حقوقی او اداری کارپوهانو له ډلې څخه جوړه شوې وه. د دواړو ادارو نظرونه ېې وڅیړل او وروستی سند ېې د رسنیو عالی شورا ته، چې د هیواد پر رسنیو د څار تر ټولو عالی مرجع ده وسپاره. ټاکل شوې د رسنیو عالی شورا، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون پر مصودې له لازمې څیړنې او دقت وروسته، هغه د افغانستان د اسلامی جمهوریت، د عدلېې محترم وزارت ته وړاندې کړی، ترڅو دا سند، خپل قانونی پړاونه بشپړ کړی.

ځواب دلته پرېږدئ