په افغانستان کې دسولې دورځې په اړه د بشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې پیغام

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
په افغانستان کې دسولې دورځې په اړه د بشری حقونو اومدنی ټولنې دشبکې پیغام
 په دې وروستیو درې لسیزوکې نړۍ په ټولیزه توګه او افغانستان په ځانګړی ډول دخپل ژوند ترټولو سختې شیبې اوپړاوونه وهی او د زرهاوو انسانانو ژوند له نیستۍ سره د مخامخ کیدو په حال کې دی.هره ورځ لسهاوو ماشومان،بې ګناه ښځې او ملکی سړی په دغو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی.په تاسف سره چې ملکی سیمې او په ځانګړې توګه دعامو خلکو داستوګنې ځایونه د جګړې لپاره په امن ځایونو بدل شوی دی.او ددغو نښتو اوجګړو زیاتره قربانیان هم بی ګناه ملکی وګړی دی.

که څه هم په ورستیو شپږو کلونو کې دفردی اوټولنیز امنیت په برخه کې یو څه ټیکاو او ښه والی راغلی دی خو اونړیوالې ټولنې په دې برخه کې دپام وړ ونډه لرلې ده خو تر اوسه هم په دغې غم ځپلې ټولنه کې د سولې خبر لا له تصور څخه لرې ده.

افغانستان د ترهګروجنګیالیو په امن تمرین ځای بدل شوی دی.کله چې دپراخې نړۍ په هره برخه کې یو انسان په وینو کې لمبول کیږی نو لیدل کېږی چې دهغې عاملین په افغانستان کې روزل شوی وی. په خواشینۍ سره چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو لپاره دپټن ځای او دتروریزم د زده کړې د دهلیزپه نامه یادیږی.دا دننۍ نړۍ یو واقعیت دی.دا په دې معنا ده چې دتروریزم خپل زړی او د زده کړې مرکزونه یې زمونږ په هیواد کې په ځای پریښی دی او دغه پدیده زمونږ دخلکو او دهیواد دبیا رغونې پر وړاندې ستر خنډ ګرځیدلی دی.

دافغانستان دبشری حقونو او مدنی ټولنې شبکه د سولې دنړیوالې ورځې دلمانځنې په درشل کې له وخت نه په ګټې اخیستو سره لاندې ټکی د سولې د راوستنې لپاره د اړینو عنصرونو په توګه مطرح کوی.

۱ .  د سولې دفضا رامنځته کولو لپاره دسولې دښمنانو لپاره یواځې وسله واله مبارزه کافی نده . ترټولو ښه فضا د ښه اقتصاد فضا ده ترڅو هغه کسان چې غواړی کار وکړی د هیواد بیا رغونې ته مټې ونغاړی نه د ورانولو لپاره. او اوس دا یوروښانه واقعیت دی چې د سولې دښمنان دهیواد له بې روزګاره ځوانانو څخه ګټه اخلی .

۲ . دولت دې د نړیوالې ټولنې په ملتیا د روزنې میکانیزم په فعالولو کې زیات پاملرنه وکړی. تراوسه هم دجګړه مارۍ او جګړې غوښتنې نښې د راتلونکی نسل په ژوند کې شتون لری.باید پرعامه فکر د اغیزې کولو سره د ټوپک پرځای د روزنې په سیستم کې ګټور پروګرامونه ځای پرځای کړی.

۳ . سولې ته رسیدل د عدالت اومشروعیت لارې چارې غواړی. بایدټولنه عدالت او د قانون حاکمیت په لور هدایت کړو. دولت باید ددغو پروګرانونو د مشر په توګه د نړیوالې ټولنې په ملتیا د هرډول راتلونکو جنایاتو مخه ونیسی او د افغانستان وګړو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړی.

۴ . د سولې ټینګیدل او دسولې راتلونکی نظام رامنځته کیدل، دبشری حقونو پلی کیدو او په ملی بحث کې د مدنی ټولنو شامل کیدو ته اړتیا لری. هیله کیږی ترڅو دافغانستان دولت او نړیواله ټولنه، دسولې په ټینګیدو کې د مدنی ټولنې پرونډې دې زیات ټینګار وشی. او د سولې لاپیاوړتیا په برخه کې له همدې مشروع لارې کار واخلی.

۵ . زموږپه باور افغانستان باید د نړیوالې ټولنې ترڅنګ، دسولې راوستنې کمپیان په جوړونې سره په دغه برخه کې فعاله ونډه واخلی. داسې لیدل کیږی چې په دغه برخه کې د رسنیو ونډه له زیات اهمیت برخه منه ده.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه ،د نړۍ ټولو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې مستحقو خلکو لپاره د سولې او ، ټولنیزښه والی هیله کوی

دسوکاله او آرامه افغانستان په هیله

 

ځواب دلته پرېږدئ