د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو لوریو ترمینځ د باورجوړولو فرصت و؛ او موږ د دغه اوربند د غځولو غوښتونکي یو د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۷ / د ۲۰۲۰ د مې ۲۷

طالبانو د ۱۳۹۹ کال دغبرګولي په دریمه د یوې اعلامې په خپرولو سره دکوچني اختر په دریو ورځو  کې اوربند اعلان کړ. د طالبانو د اعلامې له خپریدو وروسته، د هیواد ولسمشر اشرف غني، هم د دې اعلامې ستاینه وکړه او امنیتي ځواکونو ته ېې امر وکړ چې اوربند مراعات کړي او یواځې د طالبانو له لوري د احتمالي برید پرمهال دفاع وکړي. په همدې حال کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله هم د طالبانو د دې اقدام د ستایلو ترڅنګ دا اوربند په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره مثبت ګام وباله.

د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه توکمیز او مذهبي لږه‌کي چې زموږ د ټولنې زیان‌منونکې برخه جوړوي، د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه د طالبانو او افغان حکومت دا اقدام وستایه او همدارازېې د دې بهیر د غځیدو غوښتنه وکړه.

 د مدني ټولنې او بشري حقونوشبکه او د تاوتریخوالیو د له منځه وړو، او بشري حقونو موسسه؛ د اکثریت خلکو، په ځانګړي توګه د هیواد لږه‌کیو د غوښتنو په پام کې‌نیولو سره، اوربند د ښکېلو خواوو ترمنځ د باورفضا رامینځته کولو لپاره یو مثبت ګام بولي او په ځانګړي ډول له طالبانو غواړي چې د دولت او طالبانو ترمینځ د باور فضا پیاوړي کولو او همداراز د دولت او طالبانو ترمینځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره غیر مشروط اوربند اعلان کړي.