د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانی په دی باور دي که څه هم چې د طاللبانو د نظام له سقوط وروسته یولړ لاسته راوړنې لري، خو دا لاسته لاوړنې د هغوې لپاره بسنه نه کوي باید په ټولو برخو کې د پراخ حضور لرلو لپاره نور پرمختګ ته اړتیا ده.

 د ښځو د حقونو فعالې نفیسې دانش له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي: د سولې له خبرو وروسته د ښځو لاسته راوړنې باید پیاوړې شي. «طالبان باید پوه شي موږ غواړو د سولې په خبرو کې د ښځو د لا ډیر پرمختګ لپاره لاره آواره کړو.»

شبکه:  د لاسته راوړنو د ساتنې ترڅنګ د سولې په خبرو کې د ښځو نورې غوښتنې څه دي چې باید پرې بحث وشي؟

دانش: د تاوتریخوالیو بندیدل یوه دا غوښتنه ده، ځکه ښځې داسې ډله ده چې په جګړو کې تر نورو ډیره قرباني ورکړی. زموږ بله غوښتنه داده چې نجونې او ښځې په آرامه خیال ښونځي او پوهنتون ته لاړې شي، امنیت ېې ټینګ وي او ډیر امکانات ورته ورکول شي.

شبکه:  په ولایتونو کې میشتې میرمنې څومره له خپلو حقونو خبرې دي؟

دانش: کله چې په لیرو پرتو سیمو کې مو له میرمنو سره د هغوې د حقونو په اړه خبرې وکړې، یو ډول برید کونکی حالت ېې غوره کړ او موږ ېې وګواښلو. هغوۍ وویل چې زموږ څرګندونې په اسلام کې نشته. دا ښځې له سمه توګه له خپلو حقونو خبرې نه دي. یوشمیر ښځې لکه په ننګرهار، پکتیا او کنړ کې اوسیږي مناسب ژوند نه لري چې لامل ېې ناوړه دودونه لکه، په زوره وادونه، بدو کې د نجونو ورکول او داسې نور دي.

آغلې دانش زیاته کړه، ښځې په پلازمینه او سترو ښارونو کې د لیرو پرتو سیمو په پرتله ښه وضعیت لري نو له دی امله دولت باید د ښارونو ترڅنګ لیرو پرتو سیمو ته هم پاملرنه وکړي او هغه حقوق او امتیازات چې په ولایتونو کې ښځو ته ورکول کیږي باید لیرو پرتو سیمو کې اوسیدونکو ښځو ته هم دا امتیازات ورکول شي.

 شبکه: د سولې د هوکړې په اړه ستاسو مهمې اندیښنې څه دي؟

دانش: که څه هم چې هیله منده یم چې سوله ټینګه شي او سوکالي راشي، خو فکر کوم چې د پردې تر شا یوه لوبه روانه ده، موږ باید ننداریزه سوله ونه لرو. زما بله اندیښنه د سیمې هیوادونو ته په خبرو کې د ونډې ورکول دي که چیرې سوله واقعا د افغان لورو ترمینځ وي افغانان باید سوله وکړي او هیڅ بل هیواد ته پکې ونډه ورنکړي. زما بله اندیښنه داده چې د سولې له خبرو وروسته به طالبانو ښځو ته په ټولنه کې د حضور اجازه ورنکړي چې دا کار موږ ته د منلو وړ نه دی.

 شبکه: ستاسو په نظر کوم مسایل باید د دولت مرکچي پلاوي لخوا سره کرښه وي؟

دانش: د ښځو د کار کولو او تحصیل مسله باید د دولت سره کرښه وي. همداراز د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي  او تبعیض باید  بند شي. که چیرې ښځه زدکړې ولري نو خپل ماشوم ته هم روزنه ورکولی شي له دې امله چې ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، باید په سوله په خبرو کې د دولت ډیرې سرې کرښې د ښځو د حقونو په اړه وي.  د آغلې دانش په باور دولت باید د ښځو د کار له حق څخه دفاع وکړي او په حکومت کې د طالبانو د ګډون په صورت کې د حکومت لوړې چوکې باید آزادې سیالې ته وړاندې شي.

 شبکه: ستاسو په نظر آیا طالبان به د سولې له هوکړې وروسته په خپلو ژمنو ولاړ وي؟

 دانش: د هیوادوالو یوه مهمه اندیښنه همداده چې طالبان به د سولې له هوکړې وروسته په خپلو ژمنو ولاړ پاتی نه شي. د دغو ژمنو د عملي کیدو ډاډ لپاره باید نه یواځې امریکا، بلکې نړیواله ټولنه د سولې له بهیره څارنه وکړي، که چیرې هوکړه وشي، باید د ژمنو په اړه تضمین موجود وي. د ژمنو د تضمین په برخه کې د اسلامي هیوادونو ونډه هم ډیره مهمه ده.

 د دغې مدني فعالې په وینا په حکومت کې د طالبانو په شریک کیدو سره په ښځو د افراطي قوانینو تحمیلول د منلو وړ نه دي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې