خبریالې نظیفې شریفي سره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مرکه
افغان میرمنو ته د طالبانو له دورې وروسته، په ټولنه کی د کاري زمینې او سیاست کې د دخیل کیدو فرصتونه او ګډون تر یوه حده موجود وو چې په وروستیو کلونو کې صعودي لاره وهلې ده. اوس چې د سولې خبرې پیل شوې ، میرمنې اندیښنه لري لکه د طالبانو په دوره کې  دوی به یوځل بیا له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه وتلو ته اړ شي.

خبریالې نظیفې شریفي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د دوی اندیښنه دا وه چې میرمنې به د سولې موافقې وروسته څنډې ته شي او دوی به ونشي کړای په بیلابیلو سکتورونو کې مشارکت وکړي لکه څنګه چې اوس فعالیت کوي. “زموږ سره کرښه باید د هغو ارزښتونو ساتنه وي چې موږ په ټولنه کې د کار کولو او زیار ایستلو سره ترلاسه کړي. موږ ، د افغان میرمنو ، پدې وروستیو کلونو کې ډیری قربانۍ ورکړې. “موږ په اسانۍ سره دې مرحلې ته نه یو رسیدلي چې اوس زموږ په لاسته راوړنو معامله وشي، دا موږ ته د منلو وړ نه ده چې د طالبانو تور حاکمیت ته بیرته ورستانه شو.

شبکه: د خبریالې په توګه د سولې خبرو په اړه د ښځینه هیوادوالو نظرونه څنګه ارزوئ؟

شریفي: د هغه څه په بنسټ چې له افغانو میرمنو سره د خبرو پرمهال مو اوریدلي دي، هغوې د سولی خبرو پایلو ته هیله مندې نه دي. د یوشمیر دغو ښځو اندیښنې دادي چې د هغوې په لاسته راوړنو معامله ونه شي او دا هغه څه دي چې طاللبان ېې غواړي.

شبکه: د سولې په خبرو کې د ښځو حضور څومره کولی شي د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي؟

 شریفي: د ښځو په ځانګړې توګه د تخار ولایت ښځو لپاره د اندیښنې یو لامل، د مرکچي پلاوي ترکیب دی. زه په دی باور یم چې د مذاکراتي ټیم د ښځینه غړو له ډلې به یواځې یوه میرمن لازم ظرفیت ولري او وکولای شي په قاطعانه توګه د ښځو له حقونو دفاع وکړي، که چیرې د سولې د خبرو د پیل مخکې په پلاوي بیا کتنه شوې واي ښه به وه چې د لوړ ظرفیت لرونکې ښځې په پلاوي کې شاملې کړې وای، چې په دغو برخو کې په منطقي استدلال سره د ښځو له حقونو دفاع کړی وای.

شبکه: نورې ښځې په ځانګړی توګه مدني فعالانې د سولې د خبرو لپاره باید څه وکړي؟

شریفي: زه فکر کوم هغه ښځې چې اوسمهال په بیلابیلو برخو لکه مدافع وکیلانو په توګه کار کوي، باید خپل نظرونه او طرحې له مرکچي پلاوي سره شریکې کړي. هغوۍ کولی شي خپلې اندیښنې د دې پلاوي غړو ته ورسوي او له هغوۍ وغواړي چې د افغانستان د میرمنو د تیرو کلونو لاسته راوړنې خپله سره کرښه وګرځوي او په ساتلو ېې ټینګار وکړي، او د ښځو له حقونو دفاع وکړي. ښځې کولی شي د رسنیو له لارې خپل غږ د افغان دولت مرکچي پلاوي غړو ته ورسوي او ووايي چې افغان میرمنې د خپلو حقونو په سر معامله نه مني.

 د آغلې شریفي په باور که چیرې دواړه لوري په ریښتینې سولې هوکړې ته ورسیږي، نو پایله به ټولو ته د منلو وړ وي. د هغې په باور سوله باید داسې وي چې پکې د ښځو حقونه له هیڅ ډول محدودیت پرته وساتل شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې