له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د بحث په لړ او له طالبانو سره د خبرو لپاره د نارینه او ښځو څخه د پلاوي د جوړیدو په درشرل کې پر امنیتي ستونزو سربیره؛ د سولې د خبرو د پایلو په اړه یوه اندیښنه په دې بهیر کې د ښځو حقونو او د هغوۍ لاسته راوړنو ته بې پامي ده. په کندز ولایت کې د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانې وايي، که چیرې د سولې په خبرو کې ښځو ته اهمیت ورنکول شي، دا سوله د هغوۍ له نظره بشپړه سوله نه ده. په کندز ولایت کې د ښځو د حقونو یوتن فعاله حبېبې ګلستانۍ، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره (له دې وروسته، “شبکه”) ته وايي: پر امنیتي ستونزو سربیره د کاري فرصتونو کموالی او د کاري خوندیتوب نشتون، له هغو ستونزو دي چې د دې ولایت میرمنې هیله لري، د سولې په ټینګیدو سره اوارې شي. « د ښځو چارو ریاست په کندز ولایت کې یواځینی ریاست دی چې ښځو ته ورکول شوی دی هغه هم په ننداریزه توګه. له بل لوري له څو کلونو راهیسې د کندز ولایت د ټولنیز معاونیت چوکۍ د یوه نارینه لخوا پرمخ بیول کیږي، دا په داسې حال کې ده چې په کندز ولایت کې ډیرې ښځې د داسې وړتیاو لرونکي دي چې کولی شي دا دنده ترسره کړي خو د ګواښونو له امله د کاندید کیدو جرات نه لري. »

شبکه:په دې صورت کې، ستاسو په باور په اداراتو کې د ښځو حضور د  قناعت وړ نه دی؟                              

 ګلستانۍ: کله چې میرمنې په مهمو او پریکړه نیونکو برخو کې حضور ونه لري او هغه اندازه صلاحیت چې یوه نارینه ته ورکول کیږي ښځې ته نه ورکول کیږي، ښځې یواځې د معاش ترلاسه کولو لپاره کار کوي، موږ نشو کولی چې دا په اداراتو کې د ښځو قناعت وړ حضور په توګه وبولو.

هغه څه ته په پام سره چې په کندز ولایت کې د ښځو د ستونزو به توګه مطرح شول او دیته په پام سره چې له طالبانو سره د سولې د خبرو مهمه برخه، د میرمنو د حقونو په اړه ده. دلته پوښتنه چې مطرح کیږي د سولې له بهیره د کندز ولایت  د ښځو غوښتنې دي، د آغلې ګلستانۍ په وینا د کندز ښځې له مرکچي پلاوي غواړي چې د خبرو په لړ کې اجازه ورنکړي چې کوم څه ګنګ پاتې شي او د ښځو د حقونو منلو لپاره د طالبانو ټول شرطونه روښانه شي « که چیرې طالبان وايي چې د ښځو له حقونو سره موافق یو، باید روښانه شي چې د هوکړۍ شرایط څه دي؟»

شبکه: په کندز ولایت کې د ښځو لپاره امنیتي ستونزې، په ځانګړۍ توګه کارکونکو ښځو لپاره لپاره  کومې دي؟

ګلستانۍ: په کندز ولایت کې یو اساسي کواښ دادی که چیرې د یوې کارکونکۍ میرمنې کور د کندز ولایت د چوک له مرکزیته لیرې وي، هغه اړه ده چې په بل ځای کې ژوند وکړي؛ ځکه د شپې پرمهال د دولت مخالف وسله وال هغو سیمو ته ورځي، له دې امله هم به د هغوۍ ځان او هم کار له خطر سره مخامخ وي.

د آغالې ګلستانۍ په باور د کارکونکو ښځو لپاره بل ګواښ د کاري خوندي چاپیریال نشتون دی « د کاري  چاپیریال نه خوندیتوب، په کاري فضا کې اخلاقي ستونزې او د ښځو فزیکي ځورونه، نه ده بلکې تبعیض، او په اداراتو کې جنسیتي نابرابري هم یو ډول ناخوندیتوب بلل کیږي.»   

 آغلې ګلستانۍ په دې باور ده؛ د هغو ښځو د استخدام لامل چې همدا اوس په اداراتو کې کارکوي، د جنسیتي انډول شوې ژمنې دي، که چیرې دغو نړیوالو ژمنو شتون نه درلود همدا شمیر کاري فرصتونه به هم ښځو ته نه وو موجود.

شبکه: ستاسو په نظر د دې ستونزې حل لاره څه ده؟

ګلستانۍ: که چیرې ولسمشر ښځو ته د یوشمیر مهمو چوکیو د سپارلو په اړه فرمان صادر کړي، له جنسیتي تبعیض سره د مبارزې په برخه کې به قاطعیت رامینځته شي. د ټولو مواردو په پام کې نیولو سره آغلې ګلستانۍ په دې باور ده، که چیرې ښځو ته د حرفه‌يي او مسلکي زدکړو فرصتونه رامینځته شي، نو ښځو ته به کاري زمینه برابره شي او له اقتصادي متکي‌والي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو اصلي مورد دی خلاصون پیدا کړي.     

د ښځو د حقونو دا فعاله یوځل بیا ټینګار کوي، که چیرې په هیواد کې اداري فساد له مینځه ولاړ نه شي او ښځو د دندو ترلاسه کولو په برخه کې له خپلو حقونو برخمنې نه شي، نو سوله به بې ګټې وي او سوله هغه وخت ټینګیدای شي، سربیره پر دې چې ښځې د جګړو او تاوتریخوالیو څخه په امان کې وي باید اړې نه وي چې د دندې پیدا کولو لپاره غیرې قانوني چارو ته لاس وغځوي او یا هم له دې حق څه په بشپړه توګه محرومې شي.