په ځوانۍ کې او کارکولو ته د لیوالتیا په اوج کې، ځان د قهرجنې ټولنې په مینځ کې پیداکړ، په لیرې پراته کلي کې چې د دولت د وسله والو مخالفانو تر کنترول لاندی دی اوسیږي. په داسې ځای کې چې ګاونډیان او وطنوال ېې د نجونو کارکول عیب بولي او د داسې  نجونو، د ښکار لپاره لکه ظالم ښکاریان په کمین کې ناست وي، خو کله چې هغوۍ ګواښونه یادوي، پوزخند کوي، او دا هغه زړورتیا ده چې بریاوو ېې ورته ورپه نصیب کړې ده. هغه وايي چې د سیمې خلکو په لاس د وژل کیدو ګواښ، نه یواځې مخه ډب نکړه بلکې په ګړندۍ توګه د ګامونو د پورته کیدو لامل هم شول.

 د وحیدې کورنۍ هم د هغې له کارکولو سره مخالفه وه؛ «مور مې وویل چې ته د یوې سیاسي او نظامي کورنۍ نجلې ېې او ستا کار کول په دې کلي کې زموږ د ژوند د پای په معنی دی. » په پایله کې د وحیدې په ټينګار او د نیکه په مینځګړيتوب سره، د وحیدې کورنۍ ومنله چې وحیدې سره د مرستې په هدف په غوربند کې پلرنی کور پریږدي او کابل ته ګډه وکړي څو وحیده خپلو هیو او موخو ته ورسیږي.

د وحیدې کورنۍ چې کله کابل ته راځي د وطنوالو ویره لاهم ورسره وي، خو که څه هم چې وحیده کم عمره وه او د کار کولو په سن کې نه وه، خو له ویرې سره مل هوډ کوي او په رسنیو کې د کارکولو په موخه یو لنډمهاله روزنیز کورس کې ګډون کوي. «د کم عمر لرول له امله، د کورس یو تن مسوول په ټوکه راته وویل: راغلې ېې چې د ماشومانو د خپرونې چلولو لپاره وروزل شې؟ ما په ویاړ سره وویل نه، زه غواړم خبریاله  شم. » له هغه وروسته په یوې راډیو کې ژوندۍ خپرونه پرمخ وړي او دا تجربه هم ترلاسه کوي.  د هغې ویرې له امله چې ورسره مل وه ناڅاپه په دې خپرونه کې خپل نوم هیله یادوي او د راډیو اوریدونکو ته د خپل اصلي نوم له اخیستو ډډه کوي.

وحیده څوکاله د هیلې په نوم، نیمه ورځ په دغې راډیو کې دنده ترسره کوي. او له دې امله چې له مالي پلوه د نورو مرستې ته اړتیا ونه لري له ښونځیه د راډیو تر دفتره پلې ورځي، خو لوړو پړاونو ته د رسیدو هیلې ېې ستړیا لمنځه وړله.  له ښونځیه فارغیدو سره د خبریالې کیدو په فکر شوه او پریکړه کوي چې دې هیلې ته د رسیدو لپاره هم کار وکړي. په همدې ورځو کې یوې رسنۍ په کابل کې د خبریالۍ مینوالو لپاره روزنیز پروکرام جوړ کړی وو او وحیدې له دې فرصته ګټه پورته کړه. هغه په دې رسنۍ کې له درې میاشتو روزنې وروسته د هغې رسنۍ  یو له پیاوړو خبریالانو ثابته شوه. وحیدې دا ځل له خپل اصلي نوم سره څلور کاله رسنیز فعالیت وکړ، د رشوت او جګړې د قربانیانو په اړه د راپور جوړولو پرمهال په مرګ ګواښل کیږي، خو وحیده خپلې لارې ته دوام ورکوي او د یو معتاد ځوان په اړه چې د ماسترۍ سند ېې لاره، د راپور جوړولو له امله د ولسمشر لخوا مډال ورکول کیږي وحیده وايي چې له خطره د خوندي پاتې کیدو په خاطر ېې څور راپورونه چې دی خپله کې زیارویستی وو د همکارانو په نوم خپاره کړل.

وحیده فیضي، اوس د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د جندر د برخې مسووله ده او له ټولو هغو ستونزو سره چې په ژوند کې زغملي دي او زغمي، اوسنۍ وضعیت سولې ته د منتظر وضعیت په پرتله ښه بولي او د سولې خبرو پایلو ته چندان هیله منده هم نه ده. “فکر کوم چې کومه معامله ترسره کیږي که چیرې دا معامله وشي، نو زه اوسنۍ وحیده فیضي نشم پاتې کیدای او له خپلو حقونو به برخمه نه وم.” د آغلې فیضي په باور کله چې طالبان په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د ټولګیو د بیلیدو غوښتنه کوي له دې څرګندیږي چې د ښځو له کارکولو په ځانګړې توګه په رسنیو کې د ښځو کارکول هغوې ته د منلو وړ نه دي. « طالبان د مشروعیت لپاره جګړه کوي؛ ښځې نه په جګړو کې ښکیلې وې او نه ېې د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی، نو ولې باید هرکله اصلي قرباني همدوې وي؟»

آغلې فیضي وايي، د سولې په تړاو د څو دولتي بنسټونو جوړیدل لکه د سولې وزارت او د سولې عالي شورا او همداراز د سولې په اړه مطلوبې پایلې نه ترلاسه کیدل، د دې پړاونو د ننداریز والي ثابتونکي دي. هغه زیاتوي کله چې د خلکو وژل بند شي د سولې د راتلو امکان شته.

 وی با اشاره به گفته‌ی رییس‌جمهور غنی در مورد «خط سرخ» خواندن فصل دوم قانون اساسی در گفت‌وگوهای صلح، می‌گوید «ما منتظر تحقق این تعهد رییس‌جمهور استیم و در صورتی که این حرف عملی نشود، مانند گذشته دادخواهی خواهیم کرد و تسلیم نخواهیم شد.» فصل دوم قانون اساسی در رابطه به آزادی‌ها و موارد حقوق بشری است که همواره یکی از مسایل جنجالی و غیر قابل پذیرش برای طالبان بوده است. به گفته‌ی این مسئول، صلحی که در آن، حق کار و زندگی -که از جمله حقوق مسلم بشری است- از زنان سلب شود، هرگز از سوی زنان پذیرفته نخواهد شد.

هغه د سولې په خبرو کې  د ولسمشر لخوا د اساسي قانون د دوهم فصل “سره کرښه” بللو په اشارې وايي: “موږ د ولسمشر دې ژمنې پوره کیدو ته سترګې په لار یو، که چیرې دا ژمنه عملي نه شي د تیر په څیر له عدالت غوښتنې ته دوام ورکړو او تسلیم به نشو.” » د اساسي قانون دوهم فصل د آزادیو او بشري حقونو په مواردو بحث کوي، چې  دا تل د طالبانو لپاره لانجمنه او د نه منلو وړ موضوع وه. د هغې په وینا، داسې سوله چې پکې ښځې د کار او آزاد ژوند له حق څخه چې د انسان اساسي حقوق دي بې برخې وي، کله هم د ښځو لخوا ونه منل شي.