د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي د غړو له ټاکل کیدو راهیسې،  د سولې په مرکچي پلاوي کې د نارینه او ښځینه غړو د نابرابرۍ په اړه د یو شمیر نیوکو سربیره، د مذاکراتي ټیم د ښځینه غړو په ډله کې د مدني ټولنې د استازو نشتون هم بحثونه را پاراولي دي. د افغان میرمنو د خبري آژانس رییسې حمیرا ثاقب، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې (چې وروسته د “شبکې” په نوم یادېږي) زیاته کړه؛ «د میرمنو د منسجم کولو لپاره د حکومت پر هڅو سربیره، په مذاکراتي ټیم کې د میرمنو ډلې ترکیب ته په کتو، د مدني ټولنېښځینه غړو، خبریالانو او د ښځو د نورو ډلو نشتوالی روښانه لیدل کیږي؛ که څه هم د دې پلاوي ښځینه غړې، د ښځو حقونو ته ژمنې دي؛ خو هغوۍ له بیلابیلو سیاسي آدرسونو په دې غونډه کې غړیتوب ترلاسه کړی دی او د هغوۍ د بحث لومړي توب به خپلې سیاسي غوښتنې وي. له دې امله که چیرې د پلاوي په ترکیب بیا کتنه ونه شي، نو د ښځو نورې ډلې به ځینې ارزښتونه له لاسه ورکړي. »  

لکه څنګه چې په پیل کې ورته اشاره وشوله، د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د نارینه او ښځینه استازو په شمیر کې نابرابري هم یوه له هغه مواردو ده چې د ځینې کارپوهانو لخوا پرې نیوکه شوې، میرمن ثاقب په دې اړه وايي، « له دې امله چې جګړه او سوله معمولان نارینه چلند بلل کیږي، ښځې تل په داشان بحثونو کې څنډې ته پاتې کیږي، په حقیقت کې ښځې کولی شي په دې برخه کې مثبته اغیزه ولري. لکه څنګه چې ښځې د هیواد د وګړو نیمايي برخه جوړوي او د جګړو ډیر زیانونه ېې زغملي دي، کولی شي د دواړو لوریو ترمینځ په اعتماد جوړولو کې مرسته وکړي او که له پامه وغورځول شي، د سولې خبرې به د تلپاتې سولې لامل نه شي.»

شبکه: ستاسو څرګندونو ته په پام سره د سولې د خبرو څخه د ښځو تمه څه ده؟                         

ثاقب: په لومړي ګام کې د ښځو مهمه تمه د اوربند او د جګړې بندول دي، له هغه وروسته په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي چارو کې د مشارکت حق د میرمنو مهمې غوښتنې دي. د داسې میکانیزمونو غوره کول چې پکې بشري او انساني حقونه تضمین او عملي شي د ښځو بله غوښتنه بلل کیږي.

د میرمن ثاقب په وینا، اداري فساد او د کاري چاپیریال نه خوندیتوب نورې ستونزي دي چې میرمنۍ د هغې لمنځه تلو لپاره د سولې د ټینګیدو په تمه دي. “فاسد کاري چاپیریال کله د دې لامل کیږي چې ښځې له کاره لاس په سر شي او یا په مستعار نوم فعالیت وکړي.” د آغلې ثاقب په باور ښځینه خبریالانې د هغو کسانو له ډلې دي چې له داشان ستونزو ډیرې زیان‌منې کیږي.

 شبکه: د ښځینه خبریالانو زیان‌منونکي کیدو لامل څه دی؟      

ثاقب: ښځینه خبریالانې په مستقیمه توګه له ډیرو قضیو سره ښکیلې وي. کله هم چې ښځینه خبریالانې د خبرو جوړولو لپاره دولتي دفترونو ته ورځي، د یوشمیر کارکونکو له نا مناسب چلند سره مخ کیږي او کله هم د جنسیتي تبعیض له امله هغوې ته بشپړ معلومات نه ورکول کیږي. له بل پلوه د افراطیت په څیر خنډونو له امله، په وروستیو کلونو کې د ښځینه خبریالانو شمیر راکم شوی دی. د افغان میرمنو د خبري آژانس رییسې به وینا د کارو او زدکړو چاپیریال خوندي کول، د سیاسي او ټولنیزې فضا مناسب‌والی د سولې په خبرو کې د ښځینه خبریالانو له مهمو غوښتنو څخه دي.                

شبکه: تاسو د دغو مذاکراتو پایلو ته څومره خوشبین یاست؟   

ثاقب: د افغانستان د سولې بهیرډیر کم د افغانانو په واک کې دی، ډیره ونډه په کې د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو ده، خو د افغانستان خلک باید هڅه وکړي چې د خلکو په متحد کولو سره د دې بهیر اساسي لوبغاړي جوړشي، له دې پرته به نور موږ ته تصمیم ونیسي او خلک به بایلونکي وي. د آغلې ثاقب په باور، په هیواد کې د ښځو د ژوندانه د شرایطو ښه کیدل او د ښځو په اړه د طالبانو د نظر بدلون د سولې په خبرو کې د حکومت او خلکو غوښتنو په جدي توګه مطرح کولو پورې اړه لري؛ آن که وکولای شي نړیوالو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د خلکو بحث مهمه موضوع ده. د دې هڅو په پایله کې طالبان چې د قضېې یو په دریمه برخه ده اړ کیږي چې د خلکو ډیرې اساسي غوښتنې ومني.