معلولیت لرونکې میرمنې تل په بیلابیلو برخو کې له هغې ډلې د زده کړې اسانتیاو برابرولو په شمول په یو شمیر برخو کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کړې ده. لکه څنګه چې د سولې بحث پیل شوی دی، د بلخ معلولیت لرونکې میرمنې په حکومت غږ کوي چې د سولې خبرو کې معلولیت لرونکو میرمنو ته هم برخه ورکړي.

په بلخ کې د معلولیت لرونکو ښځو د ټولنیزې ټولنې مشرې پروانې سما صمدي، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل چې معلولیت لرونکې میرمنې د جګړې اصلي قربانیان دي؛ ځکه چې د دوی د معلولیت لامل هم جګړه ده، له دې اله دوی له دولت غواړي چې د معلولیت لرونکو میرمنو استازي هم په مرکچي پلاوي کې شامل کړي.

شبکه: تاسو څومره د سولې خبرو ته خوشبین یاست؟

 صمدی: که چیرې دا خبرې د پردې تر شا او پټې نه وي او د ښځو په ځانګړې توګه د معلولیت لرونکو میرمنو غږ واوریدل شي، کیدای شي د دغو خبرو پایلو ته هیله مند اوسو، خو که چیرې خبرې د پردې ترشا ترسره شي نو دا سوله ټولشموله نه ده.

 د دې بنسټ یوه اندیښنه د نورو ښځینه بنسټونو په شان د ښځو د لاسته راوړنو قرباني کیدل دي. د آغلې صمدي په وینا معلولیت لرونکې ښځې د نورو میرمنو په پرتله ډیر د ښځو د لاسته راوړنو د لاسه تلو اندیښنه لري.

شبکه: په بلخ ولایت کې د ښځو د معلولیت اصلي لامل څه دی؟

صمدي: د بلخ ولایت د میرمنو د معلولیت مهم لامل جګړه ده چې معلولیت لرونکي کسان د دولت لخوا په دوه ډلو  جګړه ایزو او غیر جنګي ډلو ویشل شوي دي چې امتیازات ېې هم توپیر لري.

 آغلې صمدي په دې باور ده چې د دولت لخوا د معلولیت لرونکو کسانو په څو ډلو ویشل یو ډول محدودیت دی” زما په باور غیرجنګي معلولین هم په یو ډول د جګړې قربانیان دي؛ ځکه د ډیرو د معلولیت لامل جګړه ده،  “د جګړې پرمهال صحي خدماتو ته د میرمنو نه لاسرسي او په دوی باندې د جنګ او تاوتریخوالي رواني اغیزې د ماشومانو د معلولیت یو لامل بلل کیدای شي.”

شبکه: د جنګي او غیر جنګي معلولیت لرونکو کسانو امتیازات څه دي؟

صمدی: د جنګي معلولیت لرونکي کسان هر کال له دولت څخه شپیته زره افغانۍ معاش ترلاسه کوي، خو غیر جنګي معلولیت لرونکي کسان هیڅ امتیاز نه لري.

د آغلې صمدي په وینا معلولیت لرونکي کسان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او سربیره پر دې هیرکړای شوي هم دي، کله کورنۍ او کله ټولنه د هغوې په اړه بې پامي کوي. میرمن صمدي واي چې کله داسې کیږي چې معلولیت لرونکې میرمنې د معلولیت له امله په اداراتو کې کار کولی نه شي د دې ترڅنګ د زدکړو او تحصیل په برخه کې هم له ستونزو سره مخامخ دي.

شبکه: د زدکړو په برخه کې د معلولیت لرونکو کسانو ستونزې کومې دي؟

صمدي: یوه ستونزه داده چې ډیر ښونځي د معلولیت لرونکو کسانو له نوم لیکنې ډډه کوي او د معلولیت لرونکو کسانو منل ځانته”ستونزه جوړول” بولي. دا د دې لامل کیږي چې معلولیت لرونکي کسان په ځان اعتماد له لاسه ورکړي او له زدکړو ېې زړه سوړ شي.

د آغلې صمدي په وینا، یوشمیر بنسټونه د روزنیزو پروګرامونو په پلې کولو سره معلولیت لرونکو کسانو ته ښونځي ته د تلو چمتوالی ورزده کوي”ځکه دا کسان تل ګوښه ساتل شوي وو او له ټولنې ویره لري. له دې امله دا پروګرام هغوۍ سره مرسته کوي چې له لاسه تللی اعتماد بیرته ترلاسه کړي.”

شبکه: که څه هم د معلولیت لرونکو میرمنو لپاره د زدکړو بهیرستونزمن دی، د معلولیت لرونکو لاسته راوړنې څه دي؟

 صمدي: د دې ښځو یوه مهمه لاسته راوړنه د سپورت په برخه کې ده، معلولیت لرونکې ښځې په څو لوبډلو کې غړيتوب لري چې له هغې ډلې د معلولیت لرونکو میرمنو د ویلچر بسکتبال لوبډله بریالې شوه په څو ملي او آسیايي لوبو کې ښې پایلې ترلاسه کړي.

آغلې صمدي وايي، په بلخ کې معلولیت لرونکې میرمنې په مسلکي برخه کې د پام وړ فعالیت نه لري، ځکه لازمه پانګه او بازار ورته شتون نه لري، هغه زیاتوي چې دولت باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

د میرمن صمدي په وینا هغوې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د سولې په خبرو کې د معلولیت لرونکو میرمنو د ګډون وړاندیز ورسپارلی دی؛ او هیله مند دي چې مثبت ځواب ترلاسه کړي څو وکولای شي په دې برخلیک ټاکونکې غونډه کې خپلې غوښتنې په مستقیمه توګه مطرح کړي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح