د سولې په بهیر بې باوري او د طالبانو په لیدلوري کې بدلون راوستو د ډیرو کسانو ذهنونه مصروف کړي دي. دا بې اعتمادي د طالبانو او امریکا متحده ایالاتونو ترمینځ له هوکړې وروسته د طالبانو د بریدونو په ډیریدو سره زیاته شوې ده. ډیری کسان په دې باور دي چې هیڅ تضمین نشته چې طالبان دې له حکومت سره د سولې د خبرو وروسته په خپلو ژمنو عمل وکړي.

 په غور ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله هاجره بشیري، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د امریکا او طالبانو ترمینځ له هوکړې ترلاسه شوې تجربه څرګندوي چې”د دې ډلې ژمنې د اعتماد وړ نه دي” او هغوۍ یواځې په خپلو موخو فکر کوي”دا چې طالبانو د زندانیانو خوشې کول خپل مهم شرط بللی، څرګندوي چې د هغوۍ موخه جګړې بیرته جګړې ته ورتګ دی.”

 آغلې بشیر زیاتوي تر هغه چې په طالبانو نړیوال فشار رانه شي، هغوۍ به له خپلو ژمنو سرغړونې ته دوام ورکړي.

شبکه: ستاسو په نظر له طالبانو د ژمنې اخیستو لپاره کومه لاره شته؟

بشیري: نړیواله ټولنه او هغه هیوادونه چې د سولې په خبرو کې ښکیل دي، باید دافغانستان خلکو ته ضمانت ورکړي.

شبکه: آیا د ښځو په اړه د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی دی؟

بشیري: دهغو ښځو په وینا چې د سولې په مخکینیو خبرو کې ګډون کړی وو، د کار او زدکړو په اړه د طالبانو نظر مثبت بدلون کړ او په اړه ېې حساسیت نشته، خو په عمل کې مې مهم بدلون نه دی لیدلی.

 د آغلې بشیري په باور، د ښځو د حقونو مسله له هغې ډلې په بیلابیلو برخو په ځانګړې توګه سیاست کې برخه لرل باید په مذاکراتو کې تر بحث لاندې ونیول شي او په مجموع کې باید اجازه ورنکړو چې طالبان یوځل بیا د تیر په شان په ښځو ظلم وکړي. 

شبکه: تر ټولو ستره ستونزه چې طالبانو په غور کې ښځو ته رامینځته کړې څه ده؟

بشیري: د طالبانو لخوا د صحراېې محکمو جوړول هغه ښکارنده ده چې له کلونو راهیسې شاهد یو. په وحشیانه توګه د رخشانې سنګسارول، او په ډزو سره د عزیزې وژل کیدل، د طالبانو د هغو کړنو بیلګې دي چې د ولایت مرکز ته نیږدې رامینځته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ځینو سیمو کې د ښځو اړوند قضې اواریږي.

د آغلې بشیري په وباور، د طالبانو داشان چلند د ښاغلي کرزي د حکومت له پیل راهیسې صعودي لاره وهلې او اوس پراخ شوی دی.

شبکه: د صحرايي محکمو د مخنیوي لپاره دولت څه کړي دي؟

بشیري: په ډیرو هغو سیمو کې چې د طالبانو صحرايي محکمې ترسره کیږي، د طالبانو تر ولکې لاندې دي. که څه هم چې په دې اړه د عدالت غوښتنې غږ هم پورته شو او له کابله یو پلاوی هم په دې تړاو غور ولایت ته سفر وکړ، خو دولت په دې اړه هیڅ اقدام ونه کړ او وویل چې هغه سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

همداراز آغلې بشیري زیاتوي، چې په دې ولایت کې د ناموسي وژنو، ځان سوځولو او ځان وژنې پیښې هم ډیرې شوي دي او اړوندې ادارې ددغو پیښو د لاملونو په پیدا کولو کې بریالي نه وو.

 

شبکه: دغور ولایت د ښځو نورې ستونزې څه دي؟

بشیري: د غور ولایت ډیرې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي؛ ښځې او نجونې مکبت ته تلی نه شي او آن له کوره د وتلو جرئت نه شي کولی. یواځې د لعل او دولت‌یار ولسوالۍ د طالبانو د حضور له اړخه سم وضعیت لري او نجونې له څوارلس کلنې مخکې ښونځیو ته د تلو اجازه لري، او همداراز د ناروغۍ پرمهال کولی شي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او همداراز خپلې حقوقې چارې په خپله پر مخ یوسي.

شبکه: څومره هیله منه ېې چې له طالبانو سره د هوکړې وروسته به په غور کې د ښځو وضعیت ښه شي؟

بشیري: هغه دولتونه چې د سولې په خبرو کې ښکیل دي، خلکو ته ژمنه ورکړي چې جګړه پایته رسیږي او د دوګړو وضعیت هم ښه کیږي نو کیدای  شي چې د اوضاع ښه کیدو ته هیله مند اوسو، خو که چیرې ژمنه موجوده نه وي، فکر کوم چې د سولې له هوکړې وروسته به دخلکو وضعیت تر پخوا خراب شي.

آغلې بشیري زیاته، د سولې له بهیره د خلکو د نا هیلۍ یو لامل جګړې ته له زندانه د خوشې شویو طالبانو بیرته ورګرځیدل دي چې د آغلې بشیري په وینا له طالبانو د نړیوالې ټولنې لخوا د ټینګې ژمنې په ترلاسه کولو کیدای شي دا ستونزه اواره شي.

 آغلې بشیر واي، هغه میرمنې چې د مرکچي پلاوي غړي دي باید د خلکو د ستونزو په اړه پوره پوهاوی ولري ځکه که چیرې د طالبانو د شبهاتو په وړاندې د منطقي استدلال وړتیا ونه لري نو پایلې به مطلوبې پایلې ته ونه رسیږي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح