د افغانستان ښځې د هغو کسانو له ډلې دي چې د طالبانو د حاکمیت پرمهال ېې د ژوند ټولې برخې اغیزمنې شوې وې؛ له دې امله ښځې د بلې هر ډلې په پرتله ډیر د سولې خبرو د پایلو په تړاو اندیښنه لري.

په کاپیسا ولایت کې مدني فعاله شمیلا مشعل بیګي، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د طالبانو دوره د ټولو لپاره په ځانګړې توګه ښځو ته تر ټولو توره دوره وه. «موږ ټول د سولې تږي او د جګړې او تاوتریخوالیو د لمنځه تلو غوښتونکي يو. او نغواړو چې د طالبانو رژیم بیا تکرار شي. جګړې د افغانستان ټول وګړي په یو ډول زیانمن کړي دي.»

شبکه: په ټولیزه ټوګه په کاپیسا ولایت کې د ښځو وضعیت څه ډول دی؟

مشعل بیګي: که څه هم میرمنو د طالبانو څخه وروسته کلونو کې په ټول هیواد کې د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي دي، خو فکر کوم دا بسنه نکوي؛ ځکه په کاپیسا کې ، میرمنې اوس هم خپلو اساسي حقونو ته ډیر کم لاسرسی لري، او یوازې یو لږ شمیر ښځې کولی شي خپلو حقونو او امتیازاتو ته لاسرسی ولري. آغلې بیګي زیاتوي، د ښځو د ستونزو یواځنۍ حل لاره د سولې ټینګښت دی چې پکې ښځې کولی شي خپلو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي.

شبکه: د سولې په تړاو د هلمند ولایت مدني فعالانو کوم فعالیتونه کړي دي؟

مشعل بیګي: په تیرو دوه میاشتو کې موږ به دې اړه کابو درې پروګرامونه لرل چې موخه ېې خلکو په ځانګړې  توګه ښځو ته پوهاوی ورکول وو. آغلې مشعل بیګي زیاتوي باید په دې برخه کې د هغو هیوادونو له تجربو کار واخیستل شي چې له داشان شرایطو تیر شوي وي، څو خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکول شي.

شبکه: په ټولیزه توګه د سولې په بهیر کې د کاپیسا ولایت د خلکو غوښتنې څه دي؟

مشعل بیګي: خلک د رڼو خبرو ترسره کیدو غوښتونکي دي او بله دا چې د وزګارۍ او دیته ورته ستونزو له امله مخالفو ډلو سره د ځوانانو د یوځای کیدو موضوع د سولې په خبرو کې تر بحث لاندې ونیول شي. د سولې د عالي شورا د پروګرامونو منسجم کیدل او د پریکړې نیونې په کچه ښځو ته ونډه ورکول د کاپیسا ولایت د خلکو په ځانګړې توګه د کاپیسا د ښځو نورې غورښتنې دي. د آغلې بیګي په باور باید د سولې د خبرو په اړه نړیوال تضمین شتون ولري  څو خلک په ځانګړې توګه ښځې د دې بهیر قرباني نه شي.

شبکه: اوسمهال په کاپیسا ولایت کې په بیلابیلو برخو کې د ښځو حضور څه ډول ارزوئ؟

مشعل بیگی: تبعیض جنسیتی یکی از جدی‌ترین مشکلات است که باعث می‌شود زنان نتوانند در بخش مورد نظرشان کار کنند، از سویی نیز برخی خانواده‌ها با تحصیل و کار دختران‌شان مخالفت می‌کنند. به هر صورت حضور زنان در رتبه‌های بلند حکومتی نادیده گرفته شده است و بیش‌تر زنان در بخش‌های صحی و آموزشی کار می‌کنند. درحالی‌که زنان نباید محدود به بست‌های ۵ و ۶ شوند؛ به همین دلیل ما زنان را ترغیب می‌کنیم تا کار کنند و برای حقوق خود و زنان دیگر در نهادهای مدنی، دادخواهی کنند تا آمار خشونت کاهش یابد.

مشعل بیګي: جنسیتي تبعیض یو له مهمو ستونزو څخه دی چې د دې لامل کیږي څو ښځې ونه کولی شي د خوښې وړ ځای کې کار وکړي، له بل لوري یوشمیر کورنۍ د خپلو لورانو له تعلیم او زدکړو سره مخالفت لري، له دې ټولو سره سره، په لوړ دولتي چوکیو کې د ښځو شتون له پامه غورځول شوی، او ډیری میرمنې د روغتیا او زده کړو په سکتورونو کې کار کوي.  پداسې حال کې چې ښځې باید د ۵ او ۶ بستونو پورې محدودې نه شي؛ له همدې امله موږ ښځې هڅه وو چې د مدني بنسټونو له لارې د ځان او نورو ښځو د حقونو لپاره عدالت غوښتنه وکړي څو د تاوتریخوالیو کچه راکمه شي.

شبکه: په اداراتو کې کارکونکې میرمنې له کومو ګواښونو سره مخامخ دي؟

مشعل بیګي: د کاپیسا په ولایت کې د ښځو او د هغوی د کار په اړه د بیلابیلو نظرونو له امله، او همدارنګه  د دولت مخالفو ډلو لخوا موږ تل ګواښل کیږو، خو موږ به هیڅکله په شاتګ ونکړو موږ هیله لرو چې د سولې په ټینګیدو سره به ټولې ستونزې او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي او خلک به په سوکالۍ کې ژوند وکړي؛ البته چې د سولې په خبرو کې د تیرو کلونو لاسته راوړنو ساتل د سولې د تړون اساسي شرط وي.  د دې مدني فعالې په باور، راتلونکې سوله باید لنډمهاله نه وي او د تلپاتې سولې د ټینګښت او له هغې د طالبانو لخوا د سرغړونې نه کیدو د ډاډ په خاطر باید له دې ډلې ژمنه واخیستل شي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح