یوه هغه ستونزه چې د افغانستان په شان هیواد کې، د بیلابیلو دندو لرونکي کسان په ټولنه کې اغیزمن کوي او هغه تل د وګړو د پرمختګ په وړاندې یوه اصلی ستونزه بلل شوې نا  امني ده. د هرات ولایت سوداګرۍ میرمنې د هیواد له هغو وګړو څخه دي چې د دې ستونزې له امله، په خپل ورځني ژوند کې له خنډونو سره مخامخ شوي دي.

د هرات ولایت یوه ښځینه سوداګره، نفس‌گل له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: کله داسې پیښیږي چې نا امني له سوداګرو ښځو د فعالیت جرات  اخلي.

«هغه ښځې چې د خوړو په تولید یا غالۍ اوبدلو په برخو کې کار کوي، نشي کولی کلیوالو سیمو ته لاړې شي او کلیوالې ښځې خپل سوداګریز توکي ښارونو ته لیږدولی نه شي.» آغلې جامي زیاتوي، ښځینه سوداګرې د نارینه سوداګرو په شان امکانات نه لري او د خپلو اقتصادي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره له یو ولایته بل ولایت ته سفر نشي کولای.

شبکه: د دې ترڅنګ چې سوداګره ېې، نور کوم  فعالیتونه کوې؟

جامي: له شاوخوا 15 کالو راهیسې د ښځو اړوند په مختلفو برخو کې کار کوم. زه اوس مهال د داسې شرکت مسؤله یم چې له 20 څخه تر 25 پورې کارکونکي لري او  هر کال کابو سل تنه زموږ له فعالیتونو ګټه پورته کوي. موږ هڅه کوو چې له دې لارې له ښځو سره مرسته وشي. تر دې وړاندې، زه د شاوخوا اتیا میرمنو مسوله وم چې د خوړو، لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، جامو ګنډلو او په لاس د ګنډلو توکو برخو کې کار کاوه.

شبکه: پر امنیتي ستونزو برسیره، د هرات سوداکرې میرمنې نورې څه ستونزې لري؟

جامي: د ټولنې دودیز جوړښت او د ښځو د اشتغال په اړه د نارینه ګانو منفي ذهنیت، په هرات کې د سوداګرو ښځو د پرمختګ په وړاندې له اصلي خنډونو څخه دي. تر اوسه ډیرو نارینه ګانو ته داسې ذهنیت نه دی ورکول شوی چې ښځې د انسان په توګه وپیژني او ښځې هم د نارینه ګانو په څیر کولی شي سوداګري وکړي، هغوۍ هم دا وړتیا او استعداد لري او دوې کولی شي د خپلې کورنۍ او هیواد اقتصاد پراختیا لپاره کار وکړي.

 د آغلې جامي په وینا، د سوداګرو میرمنو بله ستونزه داده، هغه ژمنې چې دولت لخوا ورسره شوي دي عملي شوي نه دی کړی او په همدې دلیل د هغوۍ د پرمختګ لپاره شرایط برابر نه دي. هغه همداراز زیاتوي چې ښځینه سوداګرې د اقتصادي امکاناتو له پلوه په ښه وضعیت کې نه دي او د ښځینه سوداګرو فعالیت لپاره هم مناسب بازار نشته.

شبکه: د یوې سوداګرې په توګه له طالبانو سره د سولې هوکړې په اړه څه نظر لرۍ؟

جامي: سوله د ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو هیله ده، که چیرې دا سوله پراخ بسټه او تلپاتې وي او پایله ېې سوکالي، ښه اقتصاد، د تحصیل او کار کولو حق وي، موږ ټول دا شان سوله غواړو او هیله لرم چې سوله ډیر ژر ټینګه شي.

شبکه: د سولې له خبرو د هرات ولایت د ښځینه سوداګرو غوښتنه څه ده؟

جامي: د ښځینه سوداګرو اصلي غوښتنه سراسري سوله او امنیت دی؛ ځکه کله چې سوله ټینګه شي، ښځینه سوداګرې به په خپلو کارونو کې پرمختګ وکړي.

آغلې جامي په مرکچي پلاوي کې د ښځو کمرنګ حضور ته په پام سره وايي، افغان میرمنې په هره برخه کې ښه وړتیا لري له دې امله په هره برخه کې باید ښځو ته مساوي ونډه ورکول شی.

شبکه: د افغانستان د وګړې په توګه، د سولې بهیر په تړاو ستاسو وړاندیزڅه دی؟

جامي: دولت نړیواله ټولنه او ټول هغه کسان چې د سولې په برخه کې کار کوي، باید پام وکړي چې خلک د دې موضوع قرباني نه شي. موږ د تلپاتې سولې غوښتونکي یو چې د امنیت د ټینګښت لامل شي څو له دې وروسته د تاوتریخوالیو او قتصادي ناخوالو شاهد نه اوسو.

د دې ښځینه سوداګرې په وینا، دولت باید هغو ښځینه سوداګرو ته چې کافي پانګه نه لري او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ډیره پاملرنه وکړي څو د هغوۍ لپاره د پرمختګ لاره اواره شي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح