کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو سره د ښځو د موضوع پر سر هوکړې ته رسیدو په موخه دې موضوع ته په مستقیمه توګه اشاره ونه شي په پیل کې باید په ټولیزو موضوعاتو له دې ډلې سره هوکړې ته ورسیږو. دیموکراتیک او بشري ارزښتونه  هغه موارد دي چې د ډیرو کسانو په باور که چیرې طالبان هوکړه وکړي، د ښځو حقونه به هم د هغې تر سیورې لاندې د لاسرسۍ وړ وي.

څیړونکي او د پل مطالعاتو مرکز رییس محمد یاسین نګاه له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: «باید صبر وکړو چې آیا طالبان کولی شي له موږ سره د دموکراتیکو، انساني او  برابرۍ په ارزښتونو، کلتوري تنوع ، عقایدو او مذهبونو په اړه یوې هوکړې ته رسیږي که نه. که چیرې په دې مسایلو هوکړې ته ورسیدل نو د ښځو د حقونو مسله، د دوې لپاره عدالت غوښتنه او په واک  او ټاکنو کې د ښځو سیاسي ګډون لرل  به د دغو ارزښتونو تر سیورو لاندې د بدلون وړ وي.»

شبکه: ستاسو په نظر د ښځو په وړاندې د طالبانو په لید لوري کې بدلون راغلی که نه؟

نګاه: زما په نظر د ښځو، دموکراسۍ، انتخاباتو، جمهوریت او د برابرې ارزښتونو په اړه د طالبانو په لیدلوري کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. دا ډله تر اوسه هم یوه ویره اچونکې او شاته تلونکې ډله ده چې په تاوتریخوالي باور لري. که ووایو چې د طالبانو په لیدلوري کې بدلون راغلی دی په واقعیت کې ځان مو غولولی دی.

شبکه: که چیرې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره د دولت مرکچي پلاوی د ښځو په حقونو یولړ محدودیتونه ومني آیا تاسو ته د منلو وړ دی؟

نګاه: موږ باید د جمهوریت او افغان دولت له آدرسه خپل ټول ځواک سره له دموکراسۍ، انتخاباتو او د ښځو له حقونو د سرې کرښې په توګه دفاع وکړو، له هر پلوه موږ برحقه یو او موږ باید په شاتګ ونه کړو. که چیرې د باج ورکولو بهیر پیل شو نو دا محدودیتونه به ډیر شي، او آن طالبان به د اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو خبره هم رامینځته کړي او هڅه به وکړي چې یوځل بیا یو متشدد او  بې قانونه حکومت جوړ کړي، نو موږ باید له دې ډول لیدلوري سره مبارزه وکړ او هیڅ ډول محدودیت ونه منو.

شبکه: آیا د دولت مرکچي پلاوی د خبرو لپاره لازمه وړتیا لري؟

نگاه: روند مذاکره به عنوان یک دانش مهم، نیازمند آشنایی کامل با فنون مذاکره و به چالش‌کشیدن طرف گفت‌وگو، هنر متقاعد و توجیه‌کردن و ایستادگی در موقف است و به باور من تیم گفت‌وگو کننده‌ی دولت، هیچ‌یک از این ظرفیت‌ها را ندارد و از نظر کیفیت بسیار زیاد آسیب‌پذیر است.

نګاه: د خبرواترو  بهیر، د مهمې علمې موضوع په توګه، د خبرو کولو بشپړو فنونو او د مقابل لوري ننګولو وړتیا، د متقاعد کولو او توجیه کولو هنر لرل او په خپل دریځ ټینګ ودریدل چې زما په آند د دولت مرکچي پلاوی هیڅ یو دا ظرفیت نه لري او د کیفیت له پلوه ډیر زیانمنونکی دی.

د سولې د خبرو په اړه یوه جدي اندیښنه د طالبانو په څو ډلو ویشل او د هغوې د نظرونو تفاوت دی، هغه طالب چې ورسره مرکه کیږي د بیلابیلو مسایلو په اړه څه لیدلوری لري.

شبکه: آیا له هغه طالب سره چې مرکه کیږي د جګړې د لومړۍ کرښې طالب په څیر نظر لري؟

نګاه: هغه طالب چې په قطر کې مرکه او له ښاغلي خلیل زاد سره چنه وهي، له هغه طالب سره چې د طالبانو د جګړې ماشین چلوي ډیر توپیر لري. لومړی ډله طالب په بشپړه توګه د سیمې د استخباراتو تر کنترول لاندی دی او د نورو ډلو په څیر سیاسي غوښتنې لري، خو د جګړې د کرښې طالب تر ډیره عقیدتي ډله ده او له خبرو سره ېې اړخ نه لګیږي؛ له دې امله اټکل  کیږي د سولې له خبرو وروسته د طالبانو د مدیریت په برخه کې ستر انشعاب رامیڼځته شي.

شبکه: ولې طالبانو تر اوسه د اوربند شرط نه دی عملي کړی؟

نګاه: د طالبانو ټول ارزښت او هویت د جګړې  په دوام کې دی او دا د دې لامل شوی چې موږ ورته مشروعیت ورکړو او له هغوۍ سره خبرې وکړو. طالبان ډاریږي که چیرې جګړه ایز ماشین ېې ودریږي دولت به له هغوۍ سره مرکه ونه کړي چې دا به د طالبانو د له مینځته تلو پیل وي.

د ښاغلي نګاه په باور، سوله یواځې د جګړې د پایته رسیدو په معنی نه دي، له جګړې وروسته کلونو کې حکومت کولو ته د دولت چمتوالی، د تبعیض، وزرګارۍ او بې وزلۍ محو کول، د تعلیمي نصاب اړوند پروګرامونه عملي کول، د  ځوانانو ترمینځ د تندلارو افکارو د روزلو مخنیوی له هغو مواردو څخه دي چې په عملي کولو سره ېې تلپاتې سولې ته هیله مند کیدای شو.

شبکه: د سولې خبرو ته څومره خوشبین ېې؟

نګاه: ډیر خوشبین نه یم، ځکه موږ نه د دې جګړې په پیل، نه د خبرو د پیل کیدو په اړه پریکړه کې ونډه لرله نو د سولې د خبرو په پایله کې به هم ونډه ونه لرو. له دې ټولو سره سره سوله زموږ یواځینۍ هیله ده هرګام چې په دې برخه کې اخیستل کیږي موږ ېې ستایو.

د ښاغلي نګاه په باور خلک باید د مسوولو وګړو په توګه پریکړه وکړي څو هغه فرصت چې امریکا مساعت کړی دی، څنګه د ځان په ګډه وکاروي او د خپلو ارزښتونو او تلپاتې سولې څخه دفاع وکړي، چې له امله ېې نه یواځې تاوتریخوالي پایته ورسیږي بلکې د هیواد څلویښت کلنې جګړې ته هم د پای ټکی کیږدي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح