له امریکا متحده ایالاتو سره د تړون له لاسلیک کیدو وروسته د طالبانو له خوا وژنو او وینو تویدو دوام، د طالبانو له لوري د ژمنو په عملي کیدو کې ډیرې ناباورۍ رامینځته کړي دي. کارپوهان په دې باور دي؛ چې د طالبانو د ژمنو عملي کیدو په ځانګړې توګه دښځو د حقونو په برخه کې د شویو ژمنو عملي کیدو لپاره د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، کورني ضمانتونه بسنه نه کوي.

د سیاسي او ټولنیزو چارو فعال فرید احمد امیري، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي طالبان د سولې له خبرو وروسته په خپلو ژمنو عمل کوي او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونه نه کوي؛ باید نړیوال ضمانتونه هم پکې شامل وي. ” د سولې له خبرو وروسته د حکومت او طالبانو ترمینځ د هوکړه لیک د امتضا کیدو پرمهال، باید نړیواله ټولنه او د دموکراسۍ  او بشري حقونو مدافع هیوادونه شامل وي.  

شبکه: د طالبانو سیاسي او د جګړې لومړۍ کرښې مشرانو ترمینځ عقیدتي توپیر په اړه ټولیز باور ته په کتو به د سولې له خبرو مطلوبه پایله ترلاسه شي؟

امیري: زما په نظر د سولې له خبرو وروسته د تلپاتې سولې د راتلو تمه ناسمه هیله ده. ښايي ماتیدونکې سوله ټینګه شي، خو جګړه به هرو مرو دوام وکړي او د طالبانو د ډلې ډیرې برخې به نوي جبهې جوړې کړي او یا به له نورو تروریستي ډلو سره یوځای شي، چې لامل ېې د طالبانو ترمینځ د عقایدو اختلاف دی.

شبکه: د طالبانو ترمینځ د عقایدو له اختلافه مو منظور څه دی؟

امیري: یو شمیر طالبان افراطي نظرونه لري او جګړه یواځینۍ مناسبه لاره بوي، او یوشمیر ېې سولې ته ژمن دي. یو شمیر نور طالب جنګیالي بهرني اتباع دي او د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پلوي نه کوي؛ له امله، دوی به د داعش یا نورو ډلو تر نامه لاندې خپلو جګړو ته دوام ورکړي.

همداراز د ښاغلي امیري په باور، که چیرې د خبرو بهیر په ښه توګه مدیریت شي، د طالبانو ډیر کسان به د هغوۍ د سیاسي مشرانو تر اغیز لاندې وي او د سولې له بهیر سره د هغوې یوځای کیدو امکان هم شته.

 د ښاغلي امیري په باور د ښځو حقونه او د بیان آزادي هغه ارزښتونه دي چې د طالبانو منفي چلند ته په کتو د بې پامۍ او لمنځه تلو خطر سره مخامخ دي.

شبکه: آیا امکان لري چې د ښځو په اړه د طالبانو لیدلوری بدلون وکړي؟

امیري: دا د مرکچي پلاوي وړتیا پورې اړه لري؛ چې دوې څومره وړتیا لري څو طالبانو ته قناعت ورکړي چې د ښځو حقونه ومني. له دې پرته د ښځو په اړه د طالبانو لیدلوری د تیر په څیر افراطي او له دین څخه لیرې دی، د ۲۰۰۱ کال طالب او اوسنی طالب هیڅ تفاوت نه لري.

ښاغلی امیري زیاتوي: «په دې خبرو کې باید د پیاوړي منځګړي په توګه د امریکا ونډه ستره او صلاحیت لر ونکي وي او د ښځو له حقونو دفاع باید د هغوۍ سره کرښه وي، چې د ښځو له حضوره پرته به ټولنه په سم لوري حرکت ونه کړي.

شبکه: ستاسو په نظر د مرکچي پلاوي ښځینه غړې د ښځو د حقونو دفاع لپاره څومره چمتوالی او وړتیا لري؟

امیري: د مرکچي پلاوي ډیری غړي تجربه نه لري او په نړۍ کې د منازعاتو د آوارۍ په برخه کې زدکړې بسنه نه کوي، امکان لري د مرکچي پلاوي يوشمر غړي له طالبانو سره په مخامخ کیدو سره د هغوۍ د خبرو تر اغیزې لاندې راشي او ونه کولای شي چې خپلې غوښتنې په جدي ډول مطرح کړي، خو بیا هم باید صبر وکړو چې د دولت مرکچي پلاوی د حقونو او ارزښتونو په دفاع کې څومره بریالی کیږي او هیله مند یم چې دا هڅې مثبته پایله ولري.

شبکه: ولې د سولې په خبرو کې د ښځو په مستقیم حضور ټینګار کیږي؟

امیري: د سولې په خبرو کې د ښځو حضور داسې یو فرصت دی چې وکولای شي په مستقیمه توګه د سولې په اړه موضوعاتو کې ګډون ولري او د خپلو حقونو دفاع وکړي، که چیرې نور ېې په استازي توب پریکړه وکړي، روښانه ده چې زیانمنې کیږي. ښځې د ټولنې د فعالو غړو په توګه باید د سولې په څیر سترو پریکړو کې باید حضور ولري او د هوکړه لیک په جزیاتو خبر وي څو ډاډه شي چې د ښځو وپه زیان مسایل پکې نشته.

شبکه: تر ټولو مهم مسایل چې د سولې په خبرو کې باید پرې ټینګار وشي کوم دي؟

امیري: په سیاسي پریکړو کې د ښځو ونډه، د کار او تحصیل حق، د مدني اعتراضونو حق او  په هنري فعالیتونو کې د ګډون حق هغه مسایل دي چې باید پرې ټینګار وشي.

د ښاغلي امیري په باور، مرکچي پلاوی باید له پوره چمتوالي سره خبرو ته حاضر شي، له هغې ډلې یو دا چې د ښځو د حقوقي مسایلو په اړه طالبانو ته طانع کونکي دلایل  ولري. ښاغلی امیري همداراز وايي، د افغانستان خلکو د دې ډلې غړي د خپلو استازو په توګه منلي دي او هغوۍ باید له پوره چمتوالي سره له دې فرصته د کار اخیستو لپاره چمتو اوسي او کله هم د مقابل لوري تر اغیزې لاندې را نه شي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح