د سولې له هوکړې او په واک کې د طالبانو احتمالي شریک کیدو وروسته، دافغانستان دخلکو په ځانګړې توګه د افغان میرنو ستره اندیښنه د ښځو په اړه د دې ډلې د تفکر د نه بدلون په اړه ده. یوشمیر کارپوهان په دی باور دي چې سخت دریځه تفکر د طالبانو هویت دی. 
د سیاسي چارو شنونکي احمد ضیا رفعت، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: «چې فکر نه کوم طالبان دی چمتو وي خپل ناسم تفکر پریږدي. د طالبانو هویت له افراطيت سره تړلی دی که چیرې له افراطیت لاس واخلي نو په بې معنی او بی هویته جریان بدلیږي. »

 ښاغلي رفعت زیاته کړه چې د طالبانو لپاره دا ناشونې ده چې په هغو باورونو نیوکه وکړي چې د کلونو په اوږدو کې یې تبلیغ کړی او ډیری پلویان یې ترلاسه کړي دي او له همدې امله  به په افراطیت ټینګار کوي.

د طالبانو یو افراطی باور چې په افغانستان کې ډیر خلک قربانیان دي، ښځو د او ښځو حقونو په اړه د طالبانو لیدلوری دی.

شبکه: هغه څه ته په پام سره چې تاسو د طالبانو د تفکر نه بدلیدونکی وباله، آیا فکر کوئ چې د سولې له هوکړې وروسته به ښځې بیاځلې د طالبانو د حکومت په شان حکومت سره مخامخ شي؟

رفعیت: که چیرې طالبانو ته ډیر فرصت ورکول شي او په واک کې شریک شي، له شک پرته چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د پرمختګ په وړاندې ستونزې جوړوي؛ یعنی که د طالبانو د پړاو په شان حکومت هم رامینځته نه شي نو په افغانستان کې به د دموکراسۍ بهیر ډیر پڅ کړي چې دا به د افغانستان لپاره جدي ستونزه وي.

شبکه: د ښځو په اړه د دولت سره کرښه څه ده او د سولې په خبرو کې د ښځو په اړه په کومو موضوعګانو باید خبرې وشي؟

 رفعت: له اساسي قانونه نیولې تر نورو قوانینو د ښځو لپاره  حقوقي تضمین بلل کیږي او همدا سره کرښه ده باید ومنل شي. کله چې د ښځو د حقونه یادیږي، یواځې د تحصیل د حق په معنی نه دی، بلکې به دی معنی دی چې هر کال چې نارینه په ټولنه کې ترسره کوي باید ښځې هم حق ولري چې هغه ترسره کړي له هغې ډلې وکولای شي د هنر په برخه کې کار وکړي.

د ښاغلي رفعت په باور د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د هر ډول محدودیت منل به د دې لامل شي چې د طالبانو غوښتې ډیرې شي.

شبکه: د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون د سولې د بهیر ګړندي کولو سره څه مرسته کولی شي؟

رفعت: د ښځو حضور نړیواله ټولنه دیته متوجه کوي چې ښځې هم حضور لري او غوښتنې او اندیښنې هم لري. همداراز کیدای شي نارینه ګان ونه شي کولای چې د ښځو په اړه موضوعات په پوره وضاحت بیان کړي.

د ښاغلي رفعت په وینا، د مرکچي پلاوې ښځینه غړې باید د مرکچي پلاوي له نارینه غړو دا هیله ونه لري چې د دوې د حقونو په سر چنې ووهې، ښه به دا وي چې په خپله د خبرو څارنه وکړي او پوه شي چې هلته څه تیریږي.

شبکه: د مدني ټولنې فعالانې باید د دغه پلاوي د کړنو د پیاوړتیا لپاره څه وکړي؟

رفعت: ډیرې لارې شته: یوه لاره دوامداره مدني فعالیتونه دي. آن له هیواده بهر میشتې ښځې هم کولی شي لاریونونه وکړي؛ څو د نړیوالې ټولنې پام ځانته راواړوي او همداراز په هغو هیوادونو چط غواړي د ښځو حقونه ترپښو لاندې شي پرې فشار راوړي آن کولی شي د سپینې ماڼۍ مخ ته غونډې جوړې کړي او ووايي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې نه غواړي د ښځو لاسته راوړنې ضایع شي.

د ښاغلی رفعت په باور د سولې په خبرو کې یوه مهمه مسله د مرکچي پلاوي وړتیا ده. د هغه په باور دا د حکومت په ګټه ده چې وړ او پوه کسان په مذاکراتي ټیم کې شامل کړي. د ښاغلي رفعت په باور اړتیا نشته چې د مرکچي پلاوي ښځینه غړي باید دیني پوهه ولري، بلکې باید له مدني تعقل سره په خبرو کې ګډون وکړي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح