جنسیتي تبعیض تل د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه په ځانګړې ډول د ښځو لپاره تر بحث لاندې موضوع ده. په بیلابیلو ولایتونو له هغې ډلې په بدخشان ولایت کې دا ښکارنده د ښځو ټولنیزو فعالیتونو په وړاندې خنډ بلل کیږي او په دې باور دي چې د سولې له مذاکراتو وروسته به دا ستونزه تر یو حده اواره شي.

د بدخشان ولایت د ښځو چارو مشرې علینا غیاثي، له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: جنسیتي تبعیض په افغانستان کې د هرې ښځې لپاره یوه ستره اندیښه ده چې په ټولنه کې ریښې پراخې شوي دي. «په داشان لیدلوري کې ښځو ته د اوزار په توګه ګوري او د ښځو نظریات لږ اوریدل کیږي. که چیرې د سولې هوکړه وشي، دا هوکړه به یواځې سیاسي توافق نه وي بلکې ټولنیزه سوله به هم رامینځته شي چې په دې سره به دا ستونزې تر یوې کچې اوارې شي.»

شبکه: ستاسو په نظر د دې ستونزې ریښه چیرته ده؟

غیاثی: آغاز این مشکلات از خانواده است و پس از آن وارد جامعه می‌شود؛

غیاثي: دا ستونزې لومړی له کوره پیلیږي او وروسته ټولنې ته لار مومي؛ یعنی لومړی په کور کې د میړه، پلار یا ورور لخوا په محدودیت رامینځته کیږي، دا په داسې حال کې ده که چیرې دا ستونزه موجوده نه وي هغه ښځې چې د فعالیتونو ترسره کولو لپاره په خپل نفس لازم اعتماد هم نه لري په روزنیزو پروګرامونو ګې په ګډون کولو او د په نفس د اعتماد د کچې لوړولو سره خپلې وړتیاوې وکاروي. 

د آغلې غیاثي په وینا په دې ولایت کې ‌ډیره ښځې د لاسي صنایعو، مالدارۍ او کرنې په برخه کې کار کوي.

شبکه: د بدخشان ولایت ښځې له نورو کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دي؟

غیاثي: په کلیوالو سیمو کې د دولت د وسله والو مخالفانو حضور ستونزې رامینځته کونکی او په دې سیمو کې د ښځو د حقونو د سرغړونې لامل بلل کیږي. همدا وضعیت د ژوند ښځو امکاناتو ته لاسرسی ګواښي که څه هم چې د تیر په پرتله وضعیت ښه شوی دی خو تر ډیره په مرکز کې ښځو ته کار شوی او کلیوالو سیمو ته لازم خدمات نه دي وړاندې شوي.

شبکه: تاسو وویل چې د سولې په ټینګښت سره به د ښځو ستونزې تر یوه حده حل شي، اوس د دغو خبرو د پایلو په اړه د ښځو اندیښنې څه دي؟

غیاثي: ښځې له پشا تګ څخه اندیښنه لري او نه غواړي چې د تیرو نولسو کلونو لاسته راوړنې له مینځته ولاړې شي. هغوۍ اندیښنه لري چې په بیلابیلو برخو کې به د ښځو ونډه له پامه وغورځول شي.

د آغلې غیاثي په باور په ټولو برخو کې د ښځو حضور او د هغوۍ له نظرونو کار اخیستل ډیر اغیزناک کار دی او د ښځو د نظرونو له پامه غورځول به د دې لامل شي چې تلپاتې سوله ټینګه نه شي باید دا ومنو چې د سولې په خبرو کې د ښځو حضور د خبرو په کیفیت اغیزه کوي. 

شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې کومه ونډه چې ښځو ته ورکول شوې بسنه کوي؟

 غیاثي: د هغوۍ شمیر په هیڅ ډول د قناعت وړ نه دی. په دې بهیر کې باید له بیلابیلو ډلو د ښځو استازو حضور درلود او د ښځو دحقونو له بیلابیلو اړخونو دفاع وشي.

د آغلې غیاثي په باور، د سولې په خبرو کې باید د ښځو فزیکي حضور پراخ وي؛ ځکه ښځې د بشري ټولنې د پراختیا یو مهم عامل دی.

آغلې غیاثي وايي، د سوکاله او له ستونزو پرته ټولنې لرل د سولې ښه تعریف دی او هغه څه چې د بدخشان ولایت ښځې د سولې د خبرو تمه لري همدا تعریف دی چې باید ټولنیزې  او فرهنګي ستونزې اوارې شي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح