د هغې په وینا درې کاله دمخه ، کله چې افغانستان د تیرو په پرتله ښه ورځې لرلې، نو پریکړه یې وکړه چې د خپلواکې دندې درلودو اوږد مهاله هیله په خپلو لاسونو پوره کړي. مینا رضايي یوه لومړنۍ میرمنه ده چې د کافي هټۍ جوړه کړې. نوموړې وايي چې هغه  مهال دا ښه فرصت و چې  دا هټۍ جوړه کړي. مینا وايي په لومړي سر کې مې ویره او ډار دلود: “د افغانستان په څیر ځای کې ، تل ویره شتون لري؛ “خلک او ټولنه به ما سره څه ډول چلندکوي او امنیتي ستونزې به څه وي؟” هغه وايي چې اوږدې هیلې او هوډ ورته دا جرات ورکړ چې دا کار پیل کړي.

د مینا رضايي په وینا ،  که څه هم ،هغې تر یوې کچې د کابل په څیر ښار کې د کافي هټۍ چلولو له ستونزو او اندیښنو سره مبارزه کړې ، د امنیتي ستونزو او ټولنیزو دودونو له امله لاهم د هغې کار محدودیتونه لري د امنیتي ستونزو له امله باید کافي هټۍ وختي وتړو همداراز نشو کولای چې فرهنګي خپرونې په مستقیمه توګه ترسره کړو ځکه کیدای شي له امنیتي ستونزو سره مخ شو.

 اغلې رضايي په داسې فضا کې د کار کولو ترخې تجربې په ګوته کوي چیرې چې د هغې په باوراوسیدونکي د ښځو او د دوی په وړتیاو بی باوره دي. ” کله چې د هټۍ پیدا کولو لپاره می هټۍ لټولې د هټۍ مالک چې به پوه شو چې د کافه مالکه زه یم نو وبه یی ویل چې موږ ښځې ته هټۍ نه ورکوو. د مینا په وینا داسې کسان هم شته چې د ښځو له کار کولو سره ستونزه نه لري او خوشحاله کیږي هم.

د ټولو تیرو ستونزو سره سره اوس هم کله له یوشمیر ستونزو سره مخامخ کیږم. هغه څه چې ماته هیله او ډاډ را کوي د خلکو په منځ کې د کافي مثبت غبرګون دی زما هټۍ وستایل شوه، بیلابیلې ډلې لکه محصلین، کارمندان دلته راځي او دا ځای خوښوي. مینا له خلکو سره د راکړې ورکړې چاره ښه تجربه بولي.

آغلې رضايي وايي  تر اوسه ېې په هیڅ ډول شرایطو آن د کرونا وبا د خپریدو پرمهال هم د خپلې هټۍ په بندولو فکر نه دی کړی. ځکه سربیره په دی چې له هټۍ سره مینه لري نغواړي د نورو په وړاندې د ښځو مدیریتي وړتیا تر پوښتنی لاندی راشي.   «ما د خپلې هټې د ودې لپاره ډیر کار کړی دی او دا کار ما تل هڅوي چې خپل کار ته دوام ورکړم دا هم نغواړم چې خلک ووایي یوه ښځه وه او ونتوانیده چې هټۍ وچلوي او مدیریت يي کړي. .»

له طالبانو سره د سولې د خبرو له پیل راهیسې د ښځو لپاره لویه اندیښنه موجوده ده. د سولې په هیله  د کلونو هڅو او قربانیو له پامه غورځولو وېره. مینا ، چې تر دې دمه یې له کاره خپل فعالیت نه دی بند کړي وايي کله چې هغه د سولې خبرو په اړه خبر واوري ، نو ډاریږي. ” که څه هم چې د سولې خبرې نامعلومی دي خو بیا هم له یوې افراطي ډلې سره هوکړه کول، ټولو ښځو په ځانګړې توګه کارګرو ښځو ته منفي زیری لري دا ځکه چې د هغوې د حکومت پرمهال ښځو ته هیڅ ډول حق نه ورکول کیده..”

د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه د میرمنو اندیښنې پدې وروستیو کې  ډیرې شوي چې له امله ېې ښځو کمپاین هم پیل کړی چې مینا رضايي غړې ده. اغلې رضايي وايي چې میرمنې باید عدالت غوښتنه وکړي ترڅو د دوی غږونه  د طالبانو لخوا واوریدل شي او دا ډله پوه شي چې میرمنې به اجازه ورنکړي چې د دوی حقونه تر پوښو لاندې شي.

 د آغلې رضايي په وینا د سولې په خبرو کې د طالبانو لخوا هر ډول مطرح شوی محدودیت منل به ستره تیروتنه وي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې