د سیاسي چارو شنونکي فرهاد ابرار له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: ریښتینې سولې ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د سولې په بهیر کې پراخه ونډه ولري څو وکولای شو له طالبانو پیاوړی تضمین ترلاسه کړو. هغه وايي نړیواله ټولنه او د سیمې هیوادونه باید له طالبانو د ټولو موضوعګانو په اړه تضمین ترلاسه کړي څو دا ډله په خپلو ژمنو عمل وکړي له دې پرته که سوله راځي هغه به تلپاتې سوله نه وي.

ښاغلی ابرار وايي یوه مهمه موضوع چې طالبان ېې په اړه ژمنه وکړي د ښځو حقونه دي.

 شبکه: ستاسو په نظر د طالبانو لخوا د ښځو په اړه لیدلوري کې کوم بدلون راغلی؟

ابرار: له بیلابیلو رسنیو سره د طالب مشرانو د خبرو له بهیره کولی شو پوه شو چې د ښځو په اړه د دې ډلې په تفکر او لیدلوري کې بنسټیز بدلون نه دی راغلی او طالبان تر اوسه هم ښځو ته توجه نه کوي.

شبکه: آیا مرکچي پلاوی به دا وړتیا ولري چې  د ښځو په اړه د طالبانو نظر بدل کړي؟

ابرار: په مرکچي پلاوي کې د اغیزمنو او پوهو میرمنو شتون کولای شول په دې برخه کې مهم وي همداراز هغه ښځې چې له طالبانو سره  خبرو وړتیا لري هم ډیرې دي که چیرې دا ډول میرمنې د مذاکراتي ټیم په چوکاټ کې شامل وي کولی شي د طالبانو په وړاندې ودریږي او هغوې په ټولنه کې د ښځو حقونو ورکړې ته وهڅوي.

 د ښاغلي ابرار په باور د افغانستان حکومت ونتوانید د سولې په مذاکراتي ټیم او د ملي روغې جوړې په عالي شورا کې ښځو ته مناسبه ونډه ورمړي.

شبکه:آیا دمرکچي پلاوي ښځې د افغان میرمنو د استازيتوب وړتیا لري چې په طالبانو اغیزه وکړي؟

ابرار: د دغو میرمنو ونډه نشو هیرولی خو مهمه موضوع د خبرو په لړ کې د هغوې اغیزمنتیا ده، د مرکچي پلاوي ښځینه غړي له سیاسي ملاتړ سره دی ټیم کې شاملې شوي دي که چیرې دا ملاتړ ځیني واخیستل شي نو ناتوانه کیږي، اخوا له دغو ښځو د حکومت ملاتړ کولی شي د هغوې اغیزمنتیا راکمه کړي.

ښاغلی ابرار وايي حکومت تل له طالبانو سره د خبرو په لړ کې ضعیفه دیپلوماسي لرلې چې دا په یو ډول د دې لامل شوی څو طالبان په حکومت فشار راوړي.

شبکه: آیا ستاسو له نظره د مرکچي پلاوي ترکیب تکمیل دی؟

ابرار: د سولې په خبرو کې یوه مهمه موضوع داده چې باید د ټولو ډلو ځای په خبرو کې مشخص وي. د سولې په مرکچي ټیم کې د جګړې د قربانیانو نشتوالی، د رسنیو او مدني ټولنو استازو نشتون په یو ډول د هغوې په اړه بې پامي ده او دا په داسې حال کې ده چې د هغوۍ حضور کولای شول د خبرو په بهیر مثبته اغیزه کړی وای.

 شبکه: د مرکچي پلاوي بهیر ښځې لکه مدني فعالانې د سولې د هڅو پیاوړتیا لپاره باید څه وکړي؟

 ابرار: د تاریخ په اوږدو کې د ښځو هڅو ډیر بدلونونه رامینځته کړي دي او دا څرګندوي چې ښځې د بدلون قدرت لري. په ټولنه کې فعالې میرمنې کولی شي له اساسي لارو په کار اخیستو لکه اعتراضونو او داسې نورو بڼو د سولې د بهیر پیاوړتیا لپاره کار وکړي. هغوې باید حکومت او نړیواله ټولنه تر فشار لاندی راولي چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونه د مهم اصل په توګه وپیژندل شي.

 د ښاغلي ابرار په باور په راتلونکي حکومت کې د ښځو د ځای تثبیت د ښځو له هڅو پرته ممکن نه دی، ښځې باید په خپله لاس په کار شي او د خپلو حقونو د ساتلو لپاره دهیڅ شخص یا بنسټ په تمه نه وي، له دی پرته به ښځې زیان وکړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې