په داسې حال کې چې په مذاکراتي ټیم کې د ښځینه غړو په سیاسي مخینې په ځلونو د ښځو د حقونو فعالانو لخوا نیوکه شوې ده او د ښځو یوه اندیښنه هم داده خو یوشمیر نور بیا په دی باور دي که چیرې همدا استازي په همدې شمیر سره که وغواړي کولی شي د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته کار وکړي.

د ولسي جرګې غړې زهره نوروي  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: که څه هم چې په ډیرو برخو کې د ښځو حضور ننداریز دی خو هیله لري چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه ریښتیني وي ځکه ښځې کولی شي په دی بهیر ښه اغیزه وکړي هغه وايی:  « په افغان میرمنو کې شته وړ تیاو ته په پام سره هغوۍ کولی شي د لاسته راوړنو په ساتلو، جمهوریت نظام، اساسي قانون د ښځو او بشري حقونو په ساتلو په ټینګار سره د سولې خبرې د ښځو په ګټه پر مخ یوسي. .»

شبکه: ښځې د سولې د خبرو په اړه څه اندیښنې لري؟

نوروزي: د سولې د خبرو په اړه د ښځو تر ټولو مهمې اندیښنې په بیلابیلو برخو کې د ښځو د مشارکت نشتوالی دی، له هغې ډلی یوه اندیښنه داده چې په سیاسي، ټولنیز او عدالت غوښتنې په برخه کې حق تر پښو لاندی شي او هغې ته به پام ونه شي.

شبکه: د سولې په خبرو کې باید کوم موضوعات تر نورو ډیر تر بحث لاندې ونیول شي؟

نوروزي: په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور، د ښځو لپاره ښه فرصت دی څو په مستقیمه توګه په مهمو او بسټیزیزو مسایلو له مقابل لوري سره خبرې وکړي. چې په دی موضوع کې باید دولتي، غیر دولتي او مدني بنسټونو استازي شامل وي.  اوسمهال د هیواد په ډیرو لیرو پرتو سیمو کې د ښځو د سیاسي وړتیاو په اړه تر اوسه هم د شک په سترګه کتل کیږي او د ناوړه دودونو له امله ښځې په ټولنه کې د حضور حق نه لري خو په ځینو ولایتونو کې بیا دا مسله بدله شوی ده او ډیرو میرمنو په هغو ولایتونو کې په ټولنیزو او سیاسي برخو کې فعالیت پیل کړی دی.  له همدې امله باید د ښځو د حقونو په اړه موضوع ګانی باید په لومړيتوب کی وي  او وتوانیږي خپل موقف په ټولنه کی  او لاسته راوړنې وساتي.

 

شبکه: د سولې د خبرو داغیزمنتیا په اړه ستاسو کلي نظر څه دی؟

نوروزي: څرګنده ده چې دا  خبرې به اغیزه ولري خو مهمه داده چې د دولت مرکچي پلاوی څنګه کولی شي له دغو خبرو د فرصت په توګه د ځان په ګټه کار واخلي او هغه په مثبت لوري هدایت کړي.  د سولې د خبرو د لا اغیزمتیا په موخه باید د دولت مرکچي پلاوی  باید په اساسي قانون، د بشري حقونو مسایل، د وروستیو کلونو لاسته راوړنې او په بیلابیلو برخو کې د ښځو په مشارکت خبرې وکړي. په دغو مسایلو خبرې کول ډیر مهم دي باید ورته جدي پاملرنه وشي.

 شبکه: د سولې د خبرو پایلو ته څومره هیله منه ېې؟

 نوروزي: دا بهیر په پیل کې له یولړ ستونزو سره مخامخ شو، خو که په ښه توګه مدیریت شي او د ښځو ونډه پکې ډیره وي او د هغوې پروګرامونه او اهداف عملي شي حتمن به ښه پایله ولري، خو که چیرې دا موضوع ګانی له پامه وغورځول شي نو نه جبیره کیدونکي زیانونه به وکړي.

 د آغلې نورزۍ په باور که چیرې نړیواله ټولنه، د افغانستان دولت او نورې ډلې د سولې په بهیر کې ونډه واخلي، او د ښځو اړوند او نورو د اندیښنې وړ موضوعاتو باندی ټینګار وکړي او د هوکړې د عملي کیدو لپاره له مقابل لوري ژمنه واخلي نو خبرې به ښه پایله ولري له دی پرته به دا د سولې خبرې مطلوبه پایله ورنکړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې