د هرات ولایت د ښځو چارو مشره انیسه سروري د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي : « باید د نړیوالې ټولننې او د افغانستان نړیوالو شریکانو لخوا یو څارنیز سیستم جوړ شي څو د سولې له هوکړې وروسته د ژمنو په عملي کیدو څارنه وکړي..»

آغلې سروري وايي باید هر لوري چې خپلې ژمنې نه عملي کوي جزا وټاکل شي او یا هم د فشار راوړلو قوه موجوده وي له دی پرته د دایمي سولې راتګ ډیر ستونزمن دی.

 شبکه: د سولې لپاره نور څه ضرورت دي چې باید وشي؟

سروري: له شک پرته چې د سولې په ټینګښت کې باید خلک مهمه ونډه ولري موږ باید لومړی ټولنیزه سوله ټینګه کړو څو سیاسي سولې ته لاره آواره کړي. اخوا تاریخ او تجربه دا څرګندوي چې د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د سولې په راتګ کې اهمیت لري.

 شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو مشارکت کافي دی؟

سروري: زما په نظر کمیت په پرتله کیفیت مهم دی،  همدا چې د مرکچي پلاوي ښځینه غړي وکولای شي په څرګنده د خپلو حقونو دفاع وکړي ډیره اغیزمنه خبره ده. د سروي په وینا د نورو ښځو په څیر د هرات ولایت میرمنې هم  د سولې له خبرو وروسته د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي او وايي چې د هرات خلک د داسې سراسري سولې غوښتونکي دي چې پکې هیڅ چاته زیان ونه رسیږي.

 شبکه: د سولې نشتون د هرات ولایت ښځو ته څه ستونزې رامینځته کړي دي؟

سروري: نا امني په هرات ولایت کې د ښځو د فعالیتونو د مخنیوي یو اصلي لامل دی،  د مثال په توګه د هرات ولایت کارګرې میرمنې تل له  امنیتي ستونزو سره  مخامخ دي او د دولت د مخالفانو لخوا ګواښل کیږي آن یوشمیر کارګرې میرمنې د ګواښونو له کبله له دندو لاس په سر شوي دي.

 د آغلې سروري په وینا تر دې وړاندې په هیڅ ولایت په ولسوالیو کې د ښځو چارو ریاست فعالیت نه درلود او یواځې به ېې په مرکز کې فعالیت درلود، خو اوس د ولسوالیو په کچه د ښځو د شورا ګانو په جوړیدو سره دا ستونزه آواره شوې ده.

 شبکه: آیا نا امنۍ د ښځو چارو ریاست په فعالیتونو هم ناوړه اغیزه کړی ده؟

سروري: هو، په لیرو پرتو ولسوالیو کې زیانمنو ښځو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی، که چیرې امنیتي وضعیت ښه وي موږ کولی شو د پوهاوي پروګرامونو عملي کولو لپاره لیرو پرتو سیمو ته لاړ شو چې دا کار د تاوتریخوالیو په راکمولو کې ډیره اغیزه کولی شي خو ناوړه امنیتي وضعیت ته په کتو دا کار ممکن نه دی.

 د هرات ولایت د ښځو چارو رییسې په وینا چې په اوسني وخت کې ښځو مهمه اندیښنه داده چې که مخالفه ډله له دولت سره یوځای شي آیا ښځې به په ټولنه کې د فعالیت اجازه ولري کنه؟ که بیرته د اسلامي امارت په شان نجونو ته د هیڅ ډول فعالیت حق نه ورکول کیږي.  د آغلې سروري په باور د ټولو ښځو غوښتنه داده ټول هغه قوانین چې د ښځو د ملاتړ لپاره شته لکه، میثاقونه، نیوال اسناد چې دولت لاسلیک کړي دي باید عملي شي  او د ښځو لاسته راوړنې وساتل شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې