هغه چې د نړیوالو اړیکو په څانګه کې تحصیل کوي او تر اوسه ېې په څو قضايي او عدلي بنسټونو کې فعالیت درلود ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان په امنیت شورا کې د خپل نسل غږ پورته کړي. هغه وايي په داشان  غونډه کې د افغانستان له ځوان نسله د یوې نجلې ګډون ډیر معنوي ارزښت لري. او هغه به هڅه وکړي چې د مستدلو او منطقي خبرو په کولو سره د حاضرینو پام ځانته راواړوي.

 آغلې ځدران چې څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازولی لپاره انتخاب شوه د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هڅه به وکړي چې په راتلونکې غونډه کې تر ډیره آزماني خبرې ونه کړي او منطقي مخکې  لاړه شي. هغه وايي: هڅه کوم زما د خبرو موارد دیپلوماتیک او منطقي اوسي. هڅه کوم په پیاوړو دلایلو سره نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړم چې له افغانستانه ملاتړ ته دوام ورکړي. د آغلې ځدران په باور کله چې له افغانستان څخه ځوانې نجونې داشان مسولیت په غاړه اخلي باید ډیر آرماني ونه غږیږي او د خپل همنسلانو غږونه په سمه توګه شریک کړي چې د دغو ځوانانو هڅې به د مرسته کونکو هیوادونو د پام راګرځولو په برخه کې بې اغیزې نه وي.

شبکه: په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوان استازي مسولیت او رسالت څه دی؟

ځدران: په ملګرو ملتونو سازمان کې د ځوانانو استازولي د یوه کال لپاره رضاکارانه فعالیت دی.  په دی یوه کال کې موږ په ولایتونو کې له نجونو او هلکانو سره د انترنت یا هم په حضوري توګه خبرې کوو او د اساسي مسایلو په اړه د هغوۍ نظرونه راغونډ وو. زموږ ډیر تمرکز د سولې به مسله ده، ځکه ډیره مهمه موضوع ده او ټول مسایل تر اغیزې لاندې راولي. نو له دی امله به د ځوانانو نظرونه په یوې اعلامیه کې راغونډ او د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په غونډه کې بیان شي. زموږ بل مسوولیت د ځوانانو پورې اړوندو پالیسو د اصلاح لپاره مبارزه ده لکه داسې پالیسۍ چې د وزګارۍ کچه راکمه کړي او د ژوند سطح لوړه کړي.

 شبکه: د سولې په خبرو کې د ځوانانو حضور څه ډول ارزوۍ؟

ځدران: د مرکچي پلاوي مسله ډیره سیاسي ده او دولت پکې ډیره اغیزه لري. حد اقل څو نور ځوانان هم باید په دی ډله کې حضور ولري خوز ما په باور دا یوه سیاسي لوبه ده چې پکې ځوانانو ته مناسبه ونډه نه ده ورکول شوې آن د ښځو حضور هم ننداریز دی. په خواشینۍ سره هغه کسان چې په مرکچي پلاوي کې دي داسې کسان نه دي چې خلکو او ځوانانو سره خواخوږي ولري بلکې د دولت لپاره به کار وکړي.

شبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو وړاند وینه څه ده؟

 ځدران: په دی اړه نظر ورکول مطلق تیروتنه ده؛ که ووایم چې پایله سل په سلو کې مثبته ده نو دا غلطه ده که ووایم چې سل په سلو کې منفي ده بیا هم ناسمه ده نو باید ووایم چې تر اوسه هم هیله شته چې زموږ سرې کرښې لکه اساسي قانون، جمهوریت او دښځو حقونه قرباني نه شي.

شبکه: وضعیت زنان در افغانستان پس از مذاکرات صلح را چگونه تصور می‌کنید؟

شبکه: که چیرې د سولې خبرې پایلې ته ورسیږي نو طالبان به په حکومت کې شریک شي،خو هغوې هغه پخوانی ځواک نه لري او د ښځو په وړاندې د پخوا په څیر دریځ نشي غوره کولی ځکه پوهیږي چې داشان چلند د افغانستان خلکو او نړیوالو لپاره د منلو وړ نه دی او ټولنیزې رسنۍ اجازه نه ورکوي چې جنایتونه ېې پټ پاتې شي. بله دا چې افغان میرمنې د تیر په پرتله په ځلونو پیاوړې او لوستې دي. کله چې طالبان راغلل د یوه کورني جنګ وروسته قدرت ته ورسیدل او دخلکو ستونزې تر ډیره اقتصادي مسایل وو خو که چیرې اوس راشي نو د آبادی له دورې وروسته راځی او ښځې هم یواځې د ډوډې غم نه لري بلکې اوس افغان میرمنې د ځان او په لیرو پرتو سیمو کې سوکاله او آزاد ژوند غواړي.

 آغلې ځدران وايي چې د ښځو په موضوع تمرکز کول د هغې یو مسوولیت دی خو هڅه کوي  چې له فرصته په ګټې اخیستو نورو مسایلو ته هم اشاره وکړي.

 شبکه: تاسو راتلونکې سوله څه ډول غواړۍ؟

ځدران: د سولې لومړی ګام باید د تاوتریخوالیو راکمول وي، د طالبانو، حکومت او بهرنیو ځواکونو لخوا وژنې او وینه تویول باید بند شي. دویم ګام باید د تیرو کلونو د لاسته راوړنو، اساسي قانون، جمهوریت نظام، دښځو او ماشومانو حقونو ساتل دي.

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان دا ځوانه استازې وايي چې دی پوست ته ېې بریا یولړ نیوکې هم راوپارولی چې ګواکې ښځه د دې مقام وړتیا نه لري. هغه وايي چې یوه موخه یی همداده چې په لوړو پوستونو د ښځو د ناتوانۍ په اړه پخواني دودونه لمیڼخه یوسي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې