له دولت څخه د رسنیو د مسولانو او خبریالانو یوه غوښتنه په دغو خبرو کې د دوۍ د یوه استازي ګډون وو. د رسنیو د مسولانو په وینا د هغوې تر ټولو ستره ستونزه داده چې د قطر په غونډه کې د دوې استازي د څارونکو په توګه حضور نه لري او خبرې د تړلو دروازه تر شاه ترسره کیږي.

د آزادو رسنیو د ملاتړې یا نی ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتګر سره له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سر ه په مرکه کې وویل که څه هم چې حکومت ژمنه کړې وه چې د سولې د خبرو جریان به د رسنیو له لارې خپور شي خو داشان ونه شول. هغه وايي: ولسمشر د مشورتي لوېې جرګې په ورځ ژمنه وکړه چې موږ به د سولې د خبرو هره کلمه د رسنیو له لارې خلکو ته ورسوو خوپه خواشینۍ سره چې داشان ونه شول او افغان حکومت د رسنیو غوښتنه له پامه وغورځوله په داسې حال کې چې خلک اړتیا لري پوه شي چې برخلیک ېې څه کیږي. ښاغلی خلوتګر وايي

شبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟

 خلوتګر: یوه مسله چې د خبرو په پیل کې روښانه شوه، داده چې د طالبانو دریځ نه دی بدل شوی او تر اوسه هم په اسلامي حکومت ټینګار کوي. بله د اندیښنې وړ موضوع داده چې طالبان تر اوسه هم دافغانستان حکومت غیر مشروع بولي اوهغه په رسمیت نه پیژي.  دا مسایل څرګندوي چې مذاکرات نه ناکام نه دي نو بریای هم ډیر وخت ته اړتیا لري بل ټکی دادی چې د حکومت مذاکراتي ټیم له ضعیف دریځه خبرې کوي.

 شبکه: له ضعیف څخه مو منظور څه دی؟

خلوتګر:  د دولت مرکچي پلاوی که په مستقیمه توګه نه وي نو په تلویحي ډول د تضرع په ډول طالبانو سره خبرو ته حاضر شوي دي داسې چې فکر کوي سولې ته د رسیدو لپاره طالبانو ته اړتیا لري چې فکر کوم دا ډول پرمختلل به وضعیت پیچلی کړي.

شبکه: په مرکچي پلاوي کې د ښځو کمرنه حضور به د ښځو په حقونو څه ناوړه اغیزه وکړي؟

خلوتګر: د سولې په خبرو کې فکر کوم د ښځو شمیر له شلو سلنو کم دی چې دا د فزیکي پلوه هم په خبرو کې د ښځو حضور ټیټ څرګندوي او هم د طالبانو په وړاندې د ښځو د حقونو دفاع لپاره دریځ ضعیفوي. د مرکچي پلاوي نارینه غړي هم ښايي دی پایلې ته ورسیږي چې ښه به وي د ښځو په حقونو د خبرو په ځای د نظام په څرنګوالي خبرې وکړو.

 ښاغلی خلوتګر وايي که چیرې د مرکچي پلاوي ښځینه غړي په سمه توګه د ښځو له حقونو دفاع  هم وکړي په پای کې د دموکراسۍ په بنسټ راګیري کیږي اوهغوۍ د شمیر د کموالي له امله بایلونکي دي، د هغه په باور له همدې امله په مذاکراتي ټیم کې د ښځو د شمیر ډیروالی د ښځو حقونو ته د ډیرې پاملرنې تضمین وو.

 شبکه: اوسمهال د سولې به نشتوالي کې امنیتي ستونزو د ښځو په فعالیتونو څه اغیزې کړي دي؟

خلوتګر: په خواشینۍ سره چې د ښځینه خبریالانو شمیر مخ په راکمیدو دی، البته چې د هغې دلیل یواځې امنیت نه دی. د مثال په توګه په پنجشیر ولایت کې یوه ښځه هم په رسنیو کې کار نه کوي په داسې حال چې پنجشیر یو تر ټولو امن ولایت دی دا څرګندوي چې فرهنګي ستونزې هم په دی مسلې اغیزه لرلی شي.

 د ښاغلي خلوتګر په وینا، په نورستان، ارزګان، زابل، پنجشیر، میدانوردک، پکتیکا او پکتیا کې یوه ښځه هم د خبریالې په توګه فعالیت نه لري.

 شبکه: هغو موضوع ګانو ته په پام سره چې تاسو ورته اشاره وکړه د سولې له خبرو وروسته د خبریالو میرمنو وضعیت څه ډول ارزوۍ؟

خلوتګر: دا سمه ده چې د طالبانو په چلند کې هیڅ بدلونه دی راغلی، خو بیا هم طاللبان هغه دریځ چې لومړي ځل حاکم موو اوس ېې نه لري، یعنی دا چې حکومت له پیاوړي دریځه په خبرو کې نه دي حاضر شوي، فکر کوم طالبان هم خپل ضعیف روزګار تجربه کوي په دی معنی چې د هغوې هغه پخوانی هیبت نه لري، هغوۍ نه شي کولی د خپل حکومت د دوران په شان په ښځومحدودیت ولګوي، رسنۍ بندۍ کړي او افغان ټولنه د ښځو له حضوره تشه کړي، خو د محدودیت امکان شته.  د دې بدلون دلیل د طالبانو د وضعیت تغیر دی چې په هیواد کې د بیان آزادۍ د پیاوړتیا ترڅنګ مدني ټولنه او فعالیتونه او د ښځو حضور پراخ شوی دی.

 د نی د اجرايي رییس په باور د قدرت د ویش په صورت کې په هغو سیمو کې چې طالبان حضور لري بشري حقونه به کم عملي کیږي، خو د نظام په نورو برخو کې به د سیالۍ له امله د ښځو حضور پراخ وي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې