په جګړو کې نړۍ ته راغلی یم او په دوخړو او اور کې ستره شوی یم. هغه وايي کله چې مې په یادیږي د هیواد د ترخو ورځو د لیدو شاهده یم. وايي هغه مهال به خلکو د هیواد د سرنوشت په اړه خبر ترلاسه کولو لپاره یوې راډیو تر شا اوخوا راغونډیدل، هغه مهال ېې هیله وه چې یوه خبریاله شي، ځو خپل خلک د هغه څه په اړه چې تیریږي خبر کړي.

د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې چې د طالبانو وروستی کال وو، جګړو د هغې میړه ځنې واخیست هغه چې د دریوماشومانو په لرلو بیا هم د خپلو هیرو ترلاسه کولو په فکر کې وه، د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته ېې ښونځي پایته ورساوه، اووروسته ېې د کابل په ژورنالیزم پوهنځي کې تحصیل پیل کړ.

شکیلا ابراهیم خیل چې د هیواد د رسنیو یوه پیاوړې څیره ده وايي، چې د طالبانو له سقوط وروسته د ټولنې مردسالاروالی او ناوړه دودونه هغه لاملونه دي چې په ټولنه کې د ښځینه خبریالې لپاره د کار زمینه ستونزمنه کړی ده.

 هغه چې له ۲۰۰۶ کاله تر څلور کاله وړاندې د هیواد په یوې تصویرې رسنۍ کې کار کړی دی ،  لومړي کسان چې په ټلویزیون کې د کارکولو سره مخالفت لاره د هغې خسر خیل وو. هغه وايي کله چې مې په ټلویزین کې کار پیل کړ د کار په پیل کې مې د میړه د کورنۍ له یوشمیر غړو سره ډیرې ستونزې درلودې.  د هغوې له نظره په ټلویزیون کې د یوې ښځې کار کول د منلو وړ نه دی له همدې امله څو ځله ېې زما ماشومان له وړکتونه راځینۍ یوړل او هر ځل زما د پلار او د قوم مشرانو په منځګړیتوب بیرته ماته راسپارل کیدل. د دې له ویرې چې ماشومان له ما واخلي د ټلویزیون په صفحه نه شوم څرګندیدی.

 میرمن ابراهیم خیل چې اوس له هیواده بهر ده او اوس هم په خپله څانګه کې فعالیت کوي وايي، په افغانستان کې د هغې د کار په جریان کې ، له یوې خوا د متعهدی خبریالی په توګه او له بلې خوا د یوې اندیښمنې  مور په توګه تل  له خپل مسلک سره د علاقې او ویره یو ګډ احساس تجربه کړی.  خبریالي تل زما هدف و ، ما تل ویل چې زه باید د خلکو د غږ پورته کیدو لپاره کار وکړم. یوځل می کله چې د ښاروالۍ د شهید شوي کارمند په اړه راپور ورکاوه ، لسګونو کسانو ما ته زنګ وهلی او د شهید له کورنۍ سره د مرستې غوښتنه یې کړی وه. “دا زما لپاره ښه احساس وو او زما ځواک یې ډیر کړ ، مګر کله چې ما د چارواکو لخوا د فساد راپورونو خپرول زه ګواښل کیدم ، زه ویریدم چې که دوی خپل ګواښ ترسره کړي نو زما د ماشومانو برخلیک په څه کیږي.

هغه وايي د ګواښونو سره سره او که څه هم چې کورنۍ د دندې پریښودو لپاره پرې دیر فشار راوړ، خو دی غوښتنی ته تسلیم نه شوه، او رواني فشارونو، ځانمرګو بریدونو، کورني تاوتریخوالي او چاودنو ېې هیڅ کله هوډ مات نه کړ. تر هغه چې یوه د یوې چاودنې د خبر په اوریدو ېې ترنورو ډیره اغیزمنه کړه هغه د شکیلا په همکارانو د طالبانو برید وو. زما د همکارانو شهادت په ما بده اغیزه وکړه ځکه موږ لکه یوه کورنۍ وو. تر اوسه هم دهغې پیښې رایادول ما غمجنه کوي. آغلې ابراهیم خیل وايي، چې د همکارانو د شهادت د خبر د خپریدو ترڅنګ د هغې د مړینې خبر هم خپور شوی وو چې هغه ېې تر پخوا ډیره د خپلو ماشومانو راتلونکي لپاره اندیښمنه کړه. هغه وايي د خپلو ماشومانو لپاره اندیښمنه وم زما روحیه ډیره ضعیفه شوی وه.  کله چې به کنفرانسونو او نورو خبرونو جوړولو ته ورتلم نورو همکارانو به زما تصویر او فلم اخیسته او فکر ېې کاوه ښايي دا ځل زه هم په نښه شم.

 د آغلې ابراهیم خیل په وینا، د طالبانو د سیاست تر ټولو ستره قرباني شوې ډله ښځې دي، خو د هغې په باور اوس نړیواله ټولنه په افغانستان کې د جګړې د پایته رسولو هڅه کوي له همدې امله د ښځو د حقونو او د خلکو لاسته راوړنو ساتل د هغوې په لومړیتوب کې نه شته چې دا د ښځو لپاره ستره اندیښنه ده.

 هغه وايي که څه هم چې د طالبانو چارواکي وايي چې د تیر په پرتله ېې سیاست بدل او نرم شوی دی.  خوهغه د سولې له خبرو وروسته د ښځو د وضعیت په اړه اندیښنه لري. د طالبانو له یوه ویانده می په هنري فعالیتونو کې د ښځو د حضور په اړه پوښتنه وکړه هغه په ځواب کې وویل، هغوې به د شریعت په بنسټ ښځو ته آزادي ورکړي.

 دا خبریاله میرمن چې د فعالیتونو له امله ېې څو ځله مډالونه او ډول ډول ډالۍ ترلاسه کړي دي، له هغې ډلې د پیاوړې میرمنې جایزه ترلاسه کړې ده. هغه وايي د افغانستان ښځې په ځانګړې توګه خبریالان باید له خپلو حقونو دفاع وکړي، او د هیڅ فشار او هیڅ ډول ګټې لپاره له خپل مسلک سره خیانت ونه کړي او په اوسنیو حساسو شرایطو کې د جګړې د قربانیانو غږ د حکومت غوږونو ته ورسوي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې