د بشری حقونو ټولنو او رسنیو نیږدېوالی لپاره یوکام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د بشری حقونو ټولنو او رسنیو نیږدېوالی لپاره یوکام

حشمت الله رادفر
۲۷-۱۲-۲۰۰۸

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوحقونو شبکه په داسې حال کې د بشری حقونو نړیوالې اعلامې په اړه د پروګرامونو خپرول د رسنیو له خوا په ځانګړې توګه د آریان خصوصی ټلویزیو له لوری ستایی چې په ټولنه کې د بشری حقونو په اړه د لازمو پرورګرامونو نه خپریدو او د رسنیو او هغو ټولنو ترمنځ چې د بشری حقونو په برخه کې کار کوی د مرستې او همغږۍ نشتوالی له امله په افغانستان کې د بشری حقونو داعیې څخه د ناوړه کار اخیستو جدی ګنګوسې خپرې دی.

د ستونزو مخینه:

بشری حقونه د نړیوالو ارزښتونو له ډلې څخه دی چې په ډیرو انسانی ټولنو کې د هغې اصولو او معیارونو ته په پام سره داحترام په سترګه ورته کتل شوی. او د نړۍ یو زیات شمیر هیوادنو د ۱۹۴۸ کال د دسمبر لسمې نیټې د بشری حقونو نړیواله اعلامیه چې د ملګر ملتونو سازمان په عمومی غوڼده کې تصویب شوه د خپل هیواد د ملی قوانینو د تدوین له اصلی منابعو په توګه په رسمیت پیژندلی.

افغانستان د بشری حقونو اعلامې له لومړیو لاسلیک کونکو هیوادونو څخه دی، چې ددغه هیواد زیاتره حکومتونو په ظاهره دغو قوانینو ته ژمن وو، خو په تیرو درېو لسیزو کې ددغې اعلامې له مخې افغانستان په نړۍ کې یوله زیات ستونزه لرونکو هیوادونو له ډلې څخه و، او سیاسی او مذهبی پړاونو ددغه سند په وړاندې بیلابیلې تګلارې لرلې.

په تیرو دیو لسیزو کې،لسیزو کې د سیاسی پړاونوپه لړکې هم یو شمیر کسان چې د بشری حقونو اعلامې مواد د ځان په ځیان لیدل او همداراز هغه نظامونه چې بشری حقونو ته داحترام خبرې یې کولې له بشری حقونو څخه په سر غړونې په روښانه توګه تورن شوی.

تیر اووه کلونه:

په تیرو کلونو کې چې پربشری حقونو بحثونه په افغانی ټولنه کې په دوام داره توګه راون و. چې ترډیره د بشری حقونو موازین د هیواد په اساسی او نورو قوانیونو کې تثبیت شوی، ډیرې سیاسی جریانونه او په افغانستان کې داقتدار پرسر ډلې چې د جګړو کلونو منندوې وه ، په اوسنی سیاسی جوړښتونوکې هم لازم قدرت لری او بشری حقونو ارزښتونو ته یی احترام کړې.

ددې ترڅنګ یو شمیر هغه کسان او لړې چې د طالبانو حکومت په نسکوریدو سره سم له لویدیځ څخه په افغانستان کې قدرت ته ورسیدل په لومړی سرکې د بشری حقونو د مدافعانو په توګه پیژندل کیدل.

خو وروسته له هغې چې د جګړه مارانواو د بشری حقونو تیری کونکو په اړه د ځینو نړیوالو ټولنو لخوا وړاندیزونه مطرح شول، په افغانستان د بشری حقونو مسالې بل ډول غوره کړ، او ډیرې هغو کسانو چې دافغانستان په نوی سیاسی جوړښت کې ددغو اتهاماتو پربنسټ خپل قدرت ترلاسه کړې ود خلکو په افکارو کې خپله سیاسی څیره د بدلیدو په حال کې لیده له همدې امله وېې غوښتل په افغانستان کې بشری حقونه بدنامه کړی.

ددغو لید لورو له امله و چې په کال ۲۰۰۶ میلادی کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشری حقونو د څا ر ادارې په کلنی راپور کې یو شمیر مهم جهادی قوماندانان د بشری حقونو جنایتونو په ترسره کولو تورن شول او یو شمیر نوربیا د دولت لوړ پوړی کسان څخه و چې دافغانستان حکومت هم له دغې موضوع سره په بې پرواېې چلند وکړ او د بشری حقونو د څآر ادارې راپور یې غیرواقع بینانه وباله.

په کابل کې د ۱۳۸۵ کال په اوړی کې د سل ګونو مخکینی جهادی مشرانو پلویانو را غونډیدل دهغوې په ملاتړ چې اوس دافغانستان دولت لوړې چوکې په واک کې لری داټول د بشری حقونو د پلی کیدو په وړاندې ترټولو سترې ستونزو بلل کیږی.

د ۱۳۸۵ کال په ژمې کې دافغانستان دولت د پاریس په ښارکې د انقالی عالت طرحه د ( دعدالت ، سولې او مصالحې لپاره د عمل پروګرام) ته ژمن شول، خو څه موده وروسته له هغې د هیواد پارلمان له خوا د ملی مصالحې د منشور په تصویبولو سره ټول هغه کسان چې د دریو لسزیزو په جګړو کې ګډون کړې و، له عدلی او څارڅخه وژغورل شول او وبښل شول.

له هغه وروسته د دولت کړنې او د یوشمیر لوړپوړو دولتی هغه چارواکی چې د طالبانو مخالفو جهادی ډلو لخوا په هیواد کې قدرت ته رسیدلی او هم هغه کسان چې د نړیوالې ټولنې له شتون په څخه په ګټې اخیستنې له بهرڅخه افغانستان ته راغلی په خبرو او کړنو کې زیات بدلونونه راغلل. او په وروستۍ برخه کې ولسمشر د بشری حقونوټولنو په وړاندې د دروغجنو بشری حقونو اصطلاح وکاروله .

په دې توګه د سترو سیاسی لړیو بدلون او له بشری حقونو ارزښتونو څخه د هغه ناوړه ګټه اخیستنه چې د بشری حقونو د مخالفانو او موافقانو له خوا شوی ، ډیری داسې ګنګوسې شته چې په تیرو اووه کلونو کې د بشری حقونو پلی کولو او هغې ته احترام کول د ټولنې په کچه د یو سیاسی شعار په توګه پاتې شوی .

رسنۍ او بشری حقونه:

که څه چې رسنیو په ټولنه کې د بشری حقونو په پلی کولو او هغې ته د احترام لرلو په اړه ښه رول لوبولی، دهغوې کړنې ددغه نړیوالې ښکارندې له امله با ارزښته بلل شوی. په ځانګړې توګه په هغه برخه کې چې رسنې هم د بیان آزادۍ د حق او اطلاعاتو ته د لاس رسی حق په اړه له زیاتو ستونزو سره مخ دی د مدنی تولنو له لوری له آزادو سنیو او د هغې څخه ملاتړ په نازله توګه و،چې دغې موضوع د بیا آزادۍ د مخالفانو په واک کې ښه فرصت په لاس کې ورکړ چې ددغې ښکارندې د بنسټیزه کیدو په وړاندې سترې ستونزې په هیواد کې راپیداشوې دی.

د آریانا ټلویزیون له لید لوری څخه ستاینه:

په همدې حال کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې، د آریانا خصوصی ټلویزیون د آریانا ټلویزیون لید لوری په نوم یو خپرونې چلونکی قدیر حسین مرزایی ته ستاین لیک ورکړ د آریانا ټلویزیو د بشری حقونو موضوګانو څخه د یو شمیر نورو رسنیو سره یوځای وستایه.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ویاند ښاغلی باری سلام په دې باور دې، په داسې حال کې چې بشری حقونه یو ټولنیز اصل او یو ټولنیزه اړتیا ده ، د تیرو اووه کلونو په موده کې دغه موضوع د مسولو ټولنو له خوا نه یواځې داچې دغه ارزښتونه پلی نشول، بلکې په یو منځ خالی شعار بدل شو او هغه نسبې باور چې خلکو په دغه ارزښت لاره هم تریوه حده له منځه تللې دی.

ښاغلی سلام دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له خوا د ستاینلک دورکولو پرمهال د آریانا ټلویزیون خبریال ته وویل: ” یوډله زورواکو کسانو له بشری حقونو څخه د شعار په توګه کار اخیستی او هغه یې قدرت ته د ځان درسولو په توګه کارولی،خو کله چې واک له خطر سره مخ شوی نو د بشری حقونو په وړاندې هم ودریلی ، یو شمیر نورو بیا د سیاسی ګټو او دخلکو رضایت ترلاسه کولو لپاره بشری حقونو د خلکو اتقاداتو پروړاندې ودرولی او داسې ژمنې چې د بشری حقونو د ارزښتونو په وړاندې هیڅ سمې نلری. بشری حقونونه په غربی نړۍ کې د خپل ځان دمطرح کولو یو وسیله جوړه کړې. او په واقعیت کې په افغانستان کې د بشری حقونو د پلې کولوپه وړاندې بله ستونزه ددغې موضوع د شعار په توګه پاتی کیدل او هغه شعارونه دی چې د زړه له اخلاصه نه و.”

د مدن ی ټولنې او بشری حقونو شبکې ویاند دغې ناوړه ګټې اخیستنې ته په اشارې سره وایی چې بشری حقونه په ساده مفاهیمو یانې، ډوډۍ ته د وګړو لاس رسۍ، د روغتیایی خدمتونو ښه والی. پاکې اوبه او په پایله کې د ابرومندانه ژوند د انسان ژوند خلاصه کوی. نو له دې امله د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له رسنیو سره څخه غواړی ترڅو د بشری حقونو په پلی کولو کې له همدې لومړنیو مفاهیمو څخه پیل وکړی. ترڅو خلک وپوهیږی چې بشری حقونه یانې یو ښه او باابرو ژوند، د یو انسانی او قانونی چتر ترفضا لاندې.

ښاغلی سلام دې ته په اشارې سره چې دبشری حقونو په اړه دخلکو د پوهې لوړالی په ټولنه کې د بشری حقونو د ارزښتونو د بنسټیزه کیدو لپاره اساسی لاره ده وایی ” دخلکو ، رسنیو او د بشری حقونو ټولنو ترمنځ اړیکې په دغه برخه کې یو له مهمو اواساسی لارو دی “.

دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ویاند که څه هم چې د یو زیا شمیر رسنیو ونډه د بشری حقونو مسایلو ترپوښښ لاندې راوستو کې ښه ارزوی. د طلوع، آریانا،آزادۍ راډیو، سهارمو په خیر افغانستان، کلید ګروپ اود هشت صبح ورځپاڼه هغه خصوصی رسنۍ یادې کړې چې په ځانګړې توګه د بشری حقونو په اړه ېې د خلکو پوهای روزنیزې او څیړنیزی خپرونې خپرې کړی.

نوموړی له هغو ټولورسنیو او خبریالانو څخه په مننې د بشری حقونو په پلی کولو کې فعالیت کوی زیاته کړه چې ” د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې له رسنیو څخه د ملاتو په موخه او په دغه برخه کې د لازیاتو کارونو ترسره کولو لپاره د آریانا په خصوصی ټلویزیون د دیدګاهپه نوم د یوې څیړنیزې خپرونې چلونکې ښاغلی قدیرمیرزایی ته یو ستاین لیک چې د بشری حقونو داعلامیې د شپیتمې کلیزې د لمانځلو خپرونې د جوړو په خاطر ورکوی”.

په دې توګه هغو ستونزو ته په کتنې سره چې د بشری حقونو په وړاندې اوپه افغانستان کې د ښاریزو ارزښتونو بنسټیزه کولو په مخه کې شته ، در سنیو او دبشری حقونو ټولنو ترمنځ باید دوامداره او اړیکې مهمې دی او اړینه ده چې په دې اړه لازم ګامونه پورته شی.

ځواب دلته پرېږدئ