د کاپیسا ولایت د مدني ټولنې رییس حشمت الله اسحاق زاده د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: مدني فعالانو د سولې له خبرو مخکې خپل پیغام له حکومت سره شریک کړی دی. په مشورتي لویه جرګه کې چې د خلکو د نظرونو راغونډولو لپاره جوړه شوې وه، ټولیز پیغام دا وو چې په لومړي  ګام کې باید اوسنی نظام چې د ترلاسه  کیدو لپاره ېې زرګونه ځوانان شهیدان شوي دي وساتل شي څو د هیوادوالو پاتې لاسته راوړنې هم په خپل ځای وساتل شي.

 شبکه: ستاسو په نظر په قدرت کې د طالبانو مشارکت به د هیوادوالو په حقوق بشري فعالیتونو څه اغیزه وکړي؟

اسحاق زاده: زما په نظر موږ باید  اجازه ورنکړوو چې افغانستان په شاتګ وکړي. باید مدني فعالانو او هغو کسانو ته چې رضاکاره فعالیتونه ترسره کوي مناسبه فضا چمتو شي. آن په واک کې د طالبانو د مشارکت پرمهال هم باید مدني فعالیتونه پراخ شي، همدا مدني فعالان دي چې د خلکو غږ پورته کوي، خو سربیره پر دی هیوادوال په ځانګړې توګه ښځې په دی اړه اندیښنه لري. د سولې مرکچي پلاوی د افغانستان د خلکو او حکومت په استازي توب ټاکل شوی دی چې باید په جدي توګه په دی اړه بحث وکړي څو د سولې له هوکړې وروسته مدني فعالیتونو ته مناسبه فضا رامینځته شي نه دا چې د فعالیتونه ېې محدود شي.

 شبکه: تاسو د ښځو فعالیتونو ته اشاره وکړه، ستاسو په آند د سولې په خبرو کې باید کوم مسایل چې د ښځو لپاره مهم دي پرې بحث وشي؟

اسحاق زاده: په څو تیرو کلونو کې د ښځو د زدکړو او ټولنیزو فعالیتونو لپاره ښه فضا رامینځته شوې ده، له همدې امله هغه مسایل چې باید پرې بحث وشي د ښځو لپاره د تحصیل او د کار حقونه دي.

 شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د ښځو په فعالیتونو محدودیتونه ولګول شي آیا دا تاسو ته د منلو وړ ده؟

اسحاق زاده: د ښځو د حقونو په اړه هیڅ ډول محدودیت د منلو وړ نه دی، برعکس باید ښځو ته د فعالیتونو فضا پراخه شی. ټول هغه حقونه چې په اساسي قانون کې ښځو ته په پام کې نیول شوي دي باید  محفوظ پاتې شي، نه دا چې پرې محدودیت ولګول شي، که چیرې دا شان محدودیتونه ولګول شي نو د ټولنې نیمايي برخه له کاره لویږي.

 شبکه: ستاسو په نظر څه ډاډ شته چې طالبان به د سولې له هوکړې وروسته په خپلو ژمنو عمل وکړي؟

 اسحاق زاده: د دغو ژمنو د عملي کیدو تضمین د نړیوالې ټولنې کار دی. له بلخوا طالبان باید د هوکړې د یو لوري په توګه خپلو تعهداتو ته ژمن اوسي او د خلکو او هیواد ګټو په اړه فکر وکړي هغوۍ باید تضمین وکړي چې په راتلونکي کې ښه پروګرامونه تطبیق کوي. زما په نظر تر ټولو ښه تضمین د دواړو لوریو ترمینځ تعهد دی چې عملي شي.

 شبکه: د سولې د مذاکراتو په اړه ستاسو وړاند وینه څه ده؟

اسحاق زاده: زموږ خلک له جګړې ستړي شوي دي او ټول د سولې غوښتونکي دي. هیله مند یم چې د سولې خبرې به ښه پایله ولري او نړیواله ټولنه هم فشار راوړي څو د سولې خبرې مثبتې پایلې ولري او په هیواد کې دایمي سوله او اوربند ټینګ شي.

دا مدني فعال وايي، چې د جمهوري نظام تر څنګ نور موارد هم شته چې د سرې کرښې په توګه باید د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي. د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې،  په بیلابیلو برخو کې د ښځو اغیزمن حضور مهم ټکي دي. د ښاغلي اسحاق زاده په باور د سولې په خبرو کې ټول مسایل باید له خلکو سره شریک کړای شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې