د ښځو حقونه له هغې ډلې د کار، تحصیل او سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مشارکت حق هغه مسایل دي چې د ښځو د حقونو مدافعانو په باور د سولې په مذاکراتو کې د دولت مرکچي پلاوي لخوا د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیول شي. د یوشمیر مدني فعالانو په باور یاد شوي مسایل د ښځو ښکاره حقونه دي باید د سولې په خبرو کې په اړه چنه ونه وهل شي.

 ورځپاڼه لیکونکې روبینا جلالي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د ښځو طبعي حقونه داسې مسایل نه دي چې چنې وهلو ته اړتیا ولري، دا هغه حقونه دي چې دین هم ښځو ته ورکړي دي.

 د تحصیل حق، د کار حق  او د سیاسي مشارکت حقوق هغه موضوع ګانې دي چې اصلا د بحث وړ نه دي، ښايي په ښونځيو او پوهنتونونو کې د جنسیتي تفکیک په اړه ملاحظات شتون ولري چې هغه هم د هغو ټولنو د تجربو په بنسټ چې پکې حجاب او جنسیتي تفکیک اجباري وو مطوبه پایله ېې نه ده لرلې.

 شبکه: آیا هغه ښځې چې د دولت په مرکچي پلاوي کې دي کولی شي له یادو حقونو دفاع وکړي؟

شهابي: د مرکچي پلاوي د ښځینه غړو په اړه کوم معلومات چې زه لرم ډاډه یم چې هغوې په سیاست کې د کار کولو تجربه او پوهه لري او کولی شي د ښځو له حقونو دفاع وکړي. په دې اړه چې امکان لري جوړجاړی وشي هم اندیښنه نه لرم؛ ځکه هغه کسان چې زموږ په استازیتوب قطر ته تللي مسوولیت منونکي دي. هیله منده یم چې د سولې خبرې مثبته پایله ولري.

 شبکه: د سولې مذاکرات تاسو څنګه ارزوئ؟

شهابي: زما په نظر اوس د سولې خبرو په اړه نظر ورکول له وخته مخکې دي؛ ځکه تر اوسه دواړه لوري د خبرو په آجندا هوکړې ته نه دي رسیدلي. د مدني فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعانو لپاره د اندیښنې وړ یوه موضوع داده چې د طالبانو ایدیولوژي د بدلون وړ نه ده، په بل عبارت که چیرې د هغوې ایدیولوژي تغییر وکړي نور طالبان نه دي؛ دا په داسې حال کې ده چې د جګړو د حل لپاره مذاکرات ترسره کیږي، باید د جګړې دواړه لوري باید د خپلو یوشمیر غوښتنو تیر شي. فکر کوم چې د خبرو په پای کې باید یو څه له لاسه ورکول شي ځکه موږ مذاکرې ته حاضر شوي یو او دا مو منلې چې په یوشمیر برخو کې به انعطاف منونکي یو. اخوا د رسنیو له لارې خبر شوو چې په هرات ولایت کې د امر په معروف او نهي له منګر یوه ډله فعاله شوې ده او دا د طالبانو له مشارکته مخکې دریځ نیول دي چې د اندیښنې وړ خبره ده.

 شبکه: که چیرې طالبان په قدرت کې شریک شي آیا د ښځو د حقونو فعالان کولی شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؟

شهابي: زه د طالبانو په اړه هیڅ خوشبینه نه یم؛ ځکه د دې ډلې ټول دریځونه روښانه ده او له کلونو راهیسې د خپلو موخو لپاره جګړه کوي، خو باید یوشمیر سیاسي، ټولنیز او نړیوال میکانیزمونه موجود وي څو هغوې مقید کړي چې په حکومت کې د مشارکت پرمهال د هغه  څه په اندازه چې ترلاسه کوي یوه اندازه مسایلو څخه تیر هم شی، خو په مجموع کې له داسې ډلې سره چې کلونه جنګیدلې او ځانمرګي بریدونه ېې کړي ژوند کول منطقي نه بریښي.

 شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د ښځو په حقونو محدودیت وضع شي د دولت  مرکچي ټیم دریځ باید څه وي؟

 شهابي: ټول پوهیږو چې ښځې کله هم د جګړو د پیل لامل نه وې خو د جګړو ډیره قرباني ښځو ورکړې. سلګونو ښځو په افغانستان کې له سرپرست پرته د خپلو ماشومانو د تحصیل او تعلیم لپاره هڅه کړې او اوسمهال ډیری هغه ماشومان ډاکټران او انجینیران دي. داشان ښځې به کله هم راضي نه وي چې د هغوې د زیار پایلو باندې معامله وشي. ښځې باید د سولې د خبرو قرباني نه وي؛ دا د منلو وړ نه ده چې د سولې په خبرو کې د یو شمیر سیاسي ډلو چوکۍ او امتیازات وساتل شي خو د ښځو حقونه قرباني شي. موږ د دې لپاره چې طالبانو ته وپوهوو چې نور نشي کولای ښځې قرباني کړي عدالت غوښتنه کوو. امکان لري د ښځو یوشمیر لاسته راوړنې زیانمنې شي، خو حاضرې نه یو چې اساسي مسایل له پامه وغورځوو. طالبان هم پوهیږي چې اوسنی افغانستان د تیرو کلونو افغانستان نه دی او اوس نشي کولای د خپل حاکمیت پرمهال عملي شوي قوانین دلته عملي کړي، طبعي خبره ده چې په حکومت کې د دې ډلې د ادغام په اړه اندیښنې شته او امکان لري یولړ محدودیتونه رامینځته شي، خو له نیکه مرغه ډیر شمیر افغان میرمنې باسواده دي او د دې ستونزې په وړاندې  به مبارزه وکړي.

شبکه: آیا په ښځو کې د داشان مبارزې ظرفیت وینۍ؟

شهابي: په هماغه اندازه چې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده، په هماغه اندازه د آزادۍ غوښتنې مطالبه هم پراخیږي. هیله مند یم چې د سولې خبرې ښځو ته کم زیان ورسوي، که چیرې د هوکړې ځینې برخې زموږ په ګټه نه وې د هغوې د اصلاح لپاره به مبارزه وکړو.

 شبکه: د سولې خبرو کوم فرصتونه او هیلې رامینځته کړي دي؟

 شهابي: د سولې د خبرو پیل هیله منونکی وو؛ ځکه له څلویښتو کلونو ډیره موده کیږي چې په هیواد کې جګړه روانه ده او دا چې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ دواړه لوري حاضر شوي چې د یوه میز تر شاه کیني او سره خبرې وکړي خلک ېې تر ډیره هیله مند کړي دي. زما په نظر یواځې د ټوپک ډز بندي سوله نه ده که چیرې له ښځو سره چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي سوله ونه شي، نو جګړه به عملاْ پایته ونه رسیږي. آغلې شهابي وايي، دیته په پام سره چې هیواد له څلویښتو کلونو راهیسې  په جګړه کې ښکیل دی، اټکل نه کیږي چې په لنډه موده کې سوله ټینګه شي، خو بیا هم خلک هیله مند دي چې د سولې مذاکرات مثبته پایله ولري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې