یوشمیر فعالې میرمنې په دې باور دي چې د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه د ټولنې د سترې برخې په توګه ډیر مهم دی او باید کارنده ونډه ولري. د هغوې په باور که چیرې ښځې د سولې په خبرو کې ننداریز حضور ولري نو سولې ته رسیدل ناممکن دي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو ګوند بنسټ ایښودونکې او مشرې عادله بهرام نظامي  د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل، هغه میرمنې چې د ښځو په استازي توب د دولت په مرکچي پلاوي کې حضور لري پیاوړې ښځې دي، خو نشي کولای چې په مهمو او برخلیک ټاکونکو مسایلو کې ونډه ولري.

د مرکچي پلاوي ښځینه غړې په ژوره توګه په موضوع ګانو کې دخیلې نه دي، خو دیته په پام سره چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځینه غړې نشته د دولت په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور یو مثبت ګام دی. هیله لرم چې دا میرمنې وکولای شي د ښځو له حقونو په ښه توګه دفاع وکړي.

شبکه: آیا د کمي پلوه په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور د قناعت وړ دی؟

نظامي: په دې ډله کې د ښځو شمیر کم دی چې دا موضوع د منلو وړ نه ده، خو له همدې کوچنې ډلې څه د هیواد د ښځو دغږ پورته کیدو لپاره ملاتړ کوم. که همدا شمیر ښځې هم وغواړي کولی شي د ښځو له سیاسي او ټولنیزو حقونو دفاع وکړي، هغوې پیاوړې ډله ده که چیرې په مذاکراتي ټیم کې د ښځو شمیر زیات وای خو د ویلو لپاره ېې څه نه لرلی نو د ښځو کمیت بې ګټې وو.

شبکه: تر ډیره ښځې د سولې له خبرو څه غوښتنې لري؟

نظامي: زموږ غوښتنه داده چې د زدکړو او تحصیل څه محرومې نه شي او زموږ سیاسي او ټولنیز حقونه له پامه ونه غورځول شي. له ټولنیزو حقونو زما منظور دادی چې ښځې په ټولنه کې د فعالیت حق ولري، په ضمن کې په اقتصادي برخه که چیرې یوه ښځه سوداګره ده باید اجازه ولري چې خپل فعالیتونه پرمخ یوسي. په ټولیزه توګه ښځې باید له ټولو هغو حقونو چې نارینه ګان ېې په ټولنه کې لري برخمنې شي؛ ځکه د هیواد د پرمختګ لپاره د ښځو او نارینه ګانو ګډو هڅو ته اړتیا ده.

 شبکه: د سولې په خبرو کې باید د دولت لخوا کومې سرې کرښې مطرح شي؟

 نظامي: د تیرو څو کلونو لاسته راوړنې چې دموکراسي هم یوه برخه ده باید په دې خبرو کې د دولت سره کرښه وي. د ښځو تعلیم او تحصیل او په ټولنه کې د ښځو سیاسي او ټولنیز فعالیت هم هغه مسایل دي چې دولت باید هغه د سرې کرښې په توګه په پام کې ونیسي.

شبکه: ستاسو په نظر په حکومت کې د طالبانو مشارکت به تر کومه حده د ښځو د حقونو د فعالانو په کار اغیزه وکړي؟

نظامي: د ښځو د کار او تحصیل د حق په اړه ملي او نړیواله اجماع  شته او زه ډاډه یم چې د سولې د هوکړې په پایله او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ له مخې به ښځې له  خپلو حقونو محروم نشي. 

شبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو اندیښنې څه دي؟

نظامي: د افغانستان ټول وګړي په دې اړه اندیښنه لري. یوه موضوع چې د اندیښنې لامل ده د سولې د خبرو پرمهال د جګړو او د طالبانو د بریدونو ډیریدل دي. له  دې امله باید د سولې د اجندا په اړه هوکړې ته منظر اوسو او د داسې مسایلو رابرسیره کول چې د سولې خبرې زیانموي ډډه وکړو او پرځای ېې د سولې د خبرو بریا لپاره تبلیغ وکړو.

د آغلې نظامي په باور د افغانستان په جګړو کې ډیر لاسونه دخیل دي او روښانه ده چې د سولې د خبرو  د آجندا په اړه اختلافات شته، خو هغه ټینګار کوي چې د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره ښه ده چې دواړه لوري لومړی په یوه اوربند هوکړه وکړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې