د اهل تشیع د شخصیه احوالوقانون د تصویب او توشیح په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د اهل تشیع د شخصیه احوالوقانون د تصویب او توشیح په اړه
د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه

په دې ورستیو کې د افغانستان ملی شورا، داهل تشیع شخصیه احوالو په نوم یو نوې قانون تصویب کړ، چې د ولسمشر حامد کرزی له لوری توشیح شو.ددغه قانون طرحه ،تصویب او توشیح دملی او نړیوالو غبرګونونو را پاریدو لامل شو.

دغه قانون په داسې شرایطو کې تصویب شو. چې یو زیات شمیر مدنی ټولنو، دبشری حقونو فعالینو، روڼ اندو او دهیواد متنفذینو ددغه قانون د پلی کولو ناوړه اغیزو په اړه خپلې جدی اندیښنې څرګندې کړې.

•  ددغه قانون تصویب او توشیح د اسلام مبارک دین او د بشری حقونو له منل شویو صولو سره چې دواړه دښځواو میندو حقونوته سخت احترام لری ، سره په ټګر کې ؤ.

•  ددغه سند تصویب او توشیح په افغانستان د قانون دحاکمیت به ناتوانه بدن یوه بله ضربه ده، ځکه د قانون حاکمیت د ټولنې ریښتینو اصولو پربنسټ، د انسانی ارزښتونو په لومړی توب، دټولو ارادې ته لومړی توب ورکول، د اصلاحاتو دوام او د اساسی قانون پر موازینو ولاړ دې.

•  ددغه قانون توشیح اوتصویب دافغانستان دولت له ټولو نړیوالو ژمنو،او نړیوالو بشری قوانینو، له هغې ډلې څخه د نړیوال مدنی او سیاسی حقونو کنوانسیون اودښځو پروړاندې د هرډول تاوتریخووالی پرضد دمبارزې کنوانسیون خلاف دې. دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان حکومت د بشری حقونو په اړه خپل دوره یی راپور د ملګرو ملتونوسازمان ته سپارلی او په هغې کې یوځل بیا بشری حقونو ته د خپلو ژمنو په اړه ټینګار کړی.

•  ددغه قانون تصویب به د افغانستان د پارلمان په ونډه ناوړه اغیزه وکړی، ځکه د ایدیالوژېکومعیارونو پربنسټ او په فرقه یی ډول دقوانینو تصویب ، دپارلمان مؤثریت او ظرفیت وړتیا په جدی توګه تر پوښتنې لاندې راوړی.

•  ددغه قانون تصویب اوتوشیح په ټولنیزو،اقتصادی،سیاسی اوفرهنګی برخوکې دښځو پرفعاله ونډه نامناسبه اغیزه کوی، دښځو په ونډې د محدودیت لګول،د افغانستان ملی اقتصاد له مهمو ستونزو سره مخامخ کوی.

•  ددغه قانون پلی کولو اوتصویب، له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې دملاتړ پرلیدلوریو،ناوړه اغیزه کوی او د افغانستان د بیارغونې په برخه کې خنډونه رامنځ ته کوی او هغه ستر فرصت ته چې افغانانو ته لاسته ورغلې ځیان رسوی.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد د پارلمان له ټولو غړو څخه په درناوی غواړی ترڅو ددغه قانون د بیاکتنې لارې دی وڅیړی او له مدنی، دینی، ټولنو روڼ اندو ، حقوق پوهانو، سیاسیی حزبونو او اقتصادی سکتور سره په تفاهم کې په دې اړه لازم عمل وکړی.

د افغانستان دمدنی تولنې او بشری حقونو شبکه، دملی شورا له غړو څخه غواړی، ترڅو د قوانینوپه تصویب او تدوین ، کې له مدنی ټولنو، د بشری حقونو ډلو او افغان کارپوه روڼ اندو سره کارنده بحثونه جوړکړی او د نورو هیوادونو په شان د قوانینو په تصویب کې عامه نظرونه او ملی ګټې په پام کې ونیسی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دې باور ده، چې د قوانینو طرحه او تصویب سترملی مسؤلیت او نړیوالو حقونوته د افغانستان خلکواو دولت ژمنتیا ښکارندوی دی.موږ دافغانستان له ملی شورا څخه غواړو،ترڅو د ګټورو او سالمو قوانینو په تدوین کې، دینی مقدساتو اودافغانستان اساسی قانون ته چې دملت دارادې ښکارندویی کوی داحترام په ساتلو سره زیات دقت وکړی او له بیړنیو پریکړو څخه دې ډډه وکړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دپارلمان،مدنی ټولنو، روڼ اندو او کارپوهانو ترمنځ دهرډول ګټورو خبرو اترو پلی کولو ته خپل تیاری څرګندوی.

په افغانستان کې قانون ته د احترام د تعمیم او په ټولو برخو کې د قانون د حاکمیت په هیله

ځواب دلته پرېږدئ