د ننګرهار ولایتی شورا، په ختیځ زون کې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکی له کړنو ستاینه وکړه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د ننګرهار ولایتی شورا، په ختیځ زون کې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکی له کړنو ستاینه وکړه

د ۲۰۰۹کال ۳-۵ نیټه د ننګرهار ولایت ولایتی شورا د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې له کارونو څخه ستاینه وکړه.

د ننګرهار ولایتی شورا ستاین لیک په هغه غونډه کې چې د بشری حقونو روزنیزمرکز له لوری د افغان ښځو لپاره جوړه شوې وه د الحاج فضل رحیم عبدالرحیمزی لخوا په ختیڅ زون کې، دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ته ورکړل شوه.

په دغه غونډه کې د مدنی ټولنو یو زیات شمیر استازو، د بشری حقونو فعالینو،د دولتی ادارو استازو او د ګذر وکیلانو ګډون کړی ؤ.

ددغې غونډې په یوبرخه کې د ننګرهار ولایتی شورا غړی الحاج عبدالرحیمزی،داسې وویل:

” ما تر اوسه په درېو روزنیزپروګرامونو کې، چې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له خوا په لاره اچول شوې ؤ ګډون کړې، چې ګټور او عالی ؤ، خو د ننګرهار ولایت ټلویزیون او نور راډیو ګانو له لارې هغه خپرونې چې د شبکې لخوا اود ډاکټر نعمت الله همدرد په ملتیا ترسره شوی په ولایتی شورا کې ما او زما همکارانو ډیر څه اوریدلی نو له ادې امله مو پریکړه وکړه ترڅو دغه ستاین لیک په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی ډاکټر نعمت الله همدرد ته وردکړو، او له دی لارې خپل ملاتړ د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له ګټورو خپرونو څخه خپل ملاتړ اعلانوؤ. له دغه ستاین لیک سره د ننګرهار ولایتی شورایو رسمی مکتوب هم ضمیمه دې چې یو کاپی یی دولایت مقام او بل یې دافغانستان اسلامی دولت د محلی ارګاونونو ادارې ته استول شوې.

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، تر دې دمه د قدر وړ کارونه ترسره کړی، چې د ستاینې وړ دی او د لوی خدای له دربار څخه ددغې ټولنې مسولینو ته لازیاتی بریاوی غواړو.

موږ درې لسیزې په نفرت ،تاوتریخوالی او جګړو کې تیرې کړی، چې ډیرمعنوی زیانونه موږ ته رسیدلی. نو له دې امله دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو له شبکې څخه دا هیله لرو ترڅو په ختیځ زون کې لا زیات پروګرامونو په پام کې ونیسی، ترڅو د بشری حقونو فرهنګ پراختیا پیداکړی او د قانون حاکمیت رامنځته شی. “

وروسته په ختیځ زون کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی ډاکټر نعمت الله همدرد، د ننګرهار ولایتی شورا له غړو څخه په مننې سره وویل:

“د افغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه بشری حقونو ته یوه ژمنه ټولنه ده. د دغې شبکې ټول فعالیتونه د دقیقی ستراتیژۍ له مخې چې د غړو ټولنو له خوا جوړیږی پلی کیږی.

په روان کال کې موږ دهیواد په بیلابیلو سیمو کې له هغې ډلې څخه په ختیځ زون کې هم ګټور پروګرامونه به ولرو. دننګرهار له ولایتی شورا څخه مننه کوم چې د افغانستان مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې کارونه یې وستایل”.

ځواب دلته پرېږدئ