په داسې ټولنه کې چې ځینې نارینه ګان په ښځو او د هغوی په وړتیاو باور نلري او په ځینو برخو کې د دوی حضور ناسم ګڼي، د ښځو پاملرنه داسې برخې ته راجع کیږي چې نور یې “د نارینه” کار بولي. هغه وايي کورنۍ او ملګري هم په دی برخه  کې د هغه له زدکړو سره مخالف وو. زهرا نبی زاده دغو نیوکو او اعتراضونو ته پاملرنه نه کوي او هوډ کوي هغه لاره غوره کړي چې خپله ېې ورسره مینه ده. هغه وايي: کله چې مې د دې برخې زدکړه پیل کړه ټول راسره مخالف وو آن زما دوستان او کورنۍ راسره مخالف وو، او تل به ېې ویل چې ښځه باید انجیرنیري ونه لولي او یا به ېې ویل چې په دی برخه کې کار کولی نه شي، په اصل انجینیري په افغانستان کې د نارینه ګانو مسلک په څیر بلل کیږي له همدې امله  دښځو تحصیل مخالفت هم دي.

آغلې نبي زاده وايي، چې د انجینیرۍ په اړه د خلکو کم او کله ناسم معلومات د دی لامل کیږي چې د انجینیرۍ څانګه د خلکو په ذهنونو کې یواځې د نارینه ګانو مسلک وبلل شي، هغه وايي خلک فکر کوي چې انجینیرۍ یواځې فزیکي چارې دي؛ په داسې حال کې چې انجینیري یواځې فزیکي فعالیت نه بل ذهني هغه هم لري.

آغلې زهرا، د خپل مینې وړ برخه کې په بریا سره د خپل تحصیل په پایته رسولو سره د خپلو دوستانو او کورنۍ فرضېې غلطې ثابتې کړې. دا دریم کال دی چې هغه د انجینیرې په توګه له یوه خصوصي شرکت سره دنده ترسره کوي.

هغه وايي، یوشمیر ښځې  په ټولنه کې د هغوې د وړتیاو په اړه د منفي ذهینیت له امله کاري فرصتونه له لاسه ورکوي. “زه پخپله په داسې شرایطو کې ډیر نه وم ، مګر هغه ستونزېچې ډیری ښځینه انجینرانې ورسره مخ دي دا دي چې دوی په اسانۍ سره د کار لپاره نه منل کیږي؛ “یو دلیل یې دا دی چې د شرکت ځینې چارواکي پدې باور دي چې په دې برخه کې کار کول ګران دي او دا یوازې د نارینه وو لپاره ځانګړي شوی، لنډه ، دا چې دوی په دې برخه کې د میرمنو په وړتیا باور نلري او هغوۍ ته دنده نه ورکوي”

 آغلې نبي زاده وايي، چې نجونې کولی شي د یوشمیر بنسټونو په روزنیزو پړاونو کې په ګډون سره خپلې وړتیاوې ثابتې کړي، خو ډیری نجونې دغه فرصت ته هم لاسرسی نه لري. د یوې میرمنې په توګه ، په ښار کې کله ناکله  له تاوتریخوالي څخه ډاریدل، د کار ګرو میرمنو حالت، په ښار کې د خلکو د عامو ستونزو یوه برخه ده  چې هغه هم د محدودیتونو سره مخ ده. “لکه څنګه چې ما مخکې وویل ، “خلک فکر کوي چې دا په بشپړ ډول د نارینه ګانو دنده ده. د ګوتو په شمار خلک یوه ښځه د انجینری په توګه مني، نو موږ ولایتونو ته د خپلو دندو ترسره کولو لپاره سفر نشو کولی او آن په کابل کې ډیرو سیمو ته زموږ ورتګ ناممکن دی.”

 بل ټکی چې آغلې زهرا ورته د اندیښنې په سترګه ګوري دادی چې د سولې له خبرو وروسته به هغه منفي ذهن چې د انجینیرې په توګه د ښځو د کارکولو په اړه په ټولنه کې شته دی به لا پیاوړی شي. هغه د  سولې خبرو د پایلو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره  وویل: که څه هم  خلک په ځانګړې توګه میرمنې لاهم په هیواد کې د امنیتي وضعیت له امله په ویره کې ژوند کوي ، که چیرې میرمنې د سولې خبرو وروسته کار کولو حق څخه بې برخې پاتې شي او په ټولنه کې د حضور حق ونه لري نو دا چاره به دښځو په زیان وي.. “د سولې د خبرو پایله هم څرګنده نه ده. موږ هیله لرو چې ریښتیني سوله ټینګه شي ترڅو موږ وکولی شو په ټولنه کې له ویرې پرته کار وکړو. “که دا شان ونه شي او موږ لاهم په ناامني کې ژوند وکړو، وضعه به تر پخوا ډیره خرابه شي .”

 اغلې نبی زاده د سولې د خبرو په اړه خپلې غوښتنې په لاندې ډول څرګندوي: “موږ غواړو چې سوله تامین شي ترڅو موږ سوله هم تجربه کړو. “زموږ بله غوښتنه د ښځینه انجینرانو او شرایطو لپاره د کاري زمینې برابرول دي ترڅو موږ وکولی شو بیلابیلو والیتونو کې کار وکړو.”

آغلې نبي زاده  وايي هیله لري چې د سولې خبرو اترو وروسته به وضعیت داسې نه وي چې هیوادوال ونه شي کړای خپلې علمي تجربې وکاروي او په هغه نظام کې چې طالبان هم شریک وي  له خپلو ټولو زدکړو او وړتیاو لاس په سر شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې