یوشمیرې میرمنې چې په نظامي برخه کې فعالیت کوي وايي،  نظامي میرمنې د  داسې کسانو په توګه چې د هیواد د ساتلو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي. د سولې له هوکړې وروسته هم باید د فعالیت حق ولري.

د ملي دفاع وزارت د انسجام او جندر د برخې  مدیرې ډګروالې کبری د مدني ټولنې او بشري حقونو سره مرکه کې وویل، چې نظامي ښځې د جګړې اصلي قربانیانې دي له دې امله له هغوې باید د کار او فعالیت حق سلب نه شي بلکې د هغوې د ظرفیت د لوړیدو لپاره کار وشي. 

 شبکه: ولې په نظامي برخه کې ښځو ته اړتیا شته؟

ډګروال کبری: په نظامي برخه کې ښځو ته د نارینه ګانو په څیر اړتیا ده؛ ځکه د پوځ په ډیرو برخو کې نارینه نه شي کولی  له ښځو پرته دنده ترسره کړي. اوسمهال هم په ځانګړو قطعاتو کې ښځې دندې ترسره کوي.

شبکه: د داسې شخص په توګه چې ډیره موده مو په نظامي برخه کې کار کړی، په نا امنه فضا کې د کارکولو څه تجربې لرۍ؟
ډګروال کبرا: په دی برخه کې د دندې ترسره کولو پرمهال مې ستونزمن وظایف ترسره کړي دي باید ووایم چې زموږ دنده شپه او ورځ وه، زما یوه ستونزه دا وه چې کله به ېې ماته ویل چې د تګ راتګ لاره دی تغییره کړه ځکه ګواښ موجود دی په اصطلاح زما راپور ورته رسیدلی وو خو یو دا ګواښ هم عملي نه شو.

 شبکه: د طالبانو دریځ ته په پام سره که چیرې سوله راشي آیا نظامي ښځو ته به د فعالیت اجازه ورکول شي؟

 ډګروال کبری:  که چیرې ریښتیې سوله ټینګه شي، د هغوۍ فعالیت به دوام وکړي، زما په نظر د طالبانو په مینځ کې هم  د لوړې سطحې لرونکي کسان شته. په خپل کاري پړاو کې می له یو طالب څخه اوریدلي وو چې مور ېې د وسلو کارول ورته ښودل، دا په دی معنی چې ښځې هم د طالبانو په لیکو کې فعالیت کوي خو طالبان ېې نه څرګندوي.

 شبکه: ستاسو په نظر هغه ښځې چې په مرکچي پلاوي کې حضور لري کولی شي په سمه توګه له ښځو استازیتوب وکړي؟

ډګروال کبری: هغه ښځې چې د افغان ښځو په استازيتوب قطر ته د سولې خبرو لپاره تللي دي فکر نه کو د افغان ښځو سم استازیتوب وکړي.

 شبکه: د سولې له مذاکراتو ستاسو غوښتنه څه ده؟

 ډګروال کبری:  زما غوښتنه داده  چې په هیواد کې سراسري سوله ټینګه شي څو ټول وکولای شو د هیواد د آبادۍ لپاره کار وکړو.

 دا نظامي میرمن وايي اوسمهال یوشمیر لوړ منصب لرونکې پوستونه ښځې پرمخ بیايي او په دې برخه کې د هغوۍ د فعالیت لپاره فضا هم مناسبه ده. هغه ټینګار کوي چې د سولې له هوکړې وروسته به ښځې هم وکولای شي په ټولو برخو په ځانګړې توګه نظامي برخه کې فعالیت وکړ.

د ښځو او سولې په اړه مرکې