د مدني ټولنې یوشمیر فعالان وايي که څه هم چې تر اوسه د سولې د خبرو پایلې له خلکو سره شریکې شوي نه دي، خو د سولې د خبرو پیل ښه اقدام او د خلکو یوه مهمه اړتیا وه.

د افغانستان د مدني ټولنې د انستیتیوت اجرايي رییس ذاکر ستانکزي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: خلک له جګړې ستړي شوي دي او د سولې د خبرو پیل له دی وضعیته د وتو غوره لاره ده. هغه زیاتوي موږ د یو مصرفي هیواد په توګه له سولې پرته بله لاره نه لرو د سولې خبرې په نیک فال نیسو او هیله مند یم چې ښه پایله ولري.

شبکه: د سولې خبرو ښځو ته څه هیلې او امیدونه راژوندي کړي دي؟

ستانکزی: زما په نظر په دی خبرو کې تر ټولو مهم رامینځته شوی فرصت دادی چې ښځې په مستقیمه توګه کولی شي د ښځو په اړه موضوعاتو باندی له مخالف لوري سره خبرې او بحث وکړي.

 شبکه: ستاسو به نظر د مرکچي پلاوي ښځینه غړې باید له مقابل لوري سره کوم مسایل شریک کړي؟

ستانکزی: زما په نظر هغوې باید د تیرو کلونو د لاسته راوړنو او خپلو حقونو په ساتلو ټینګار وکړي.  همداراز ټول مذاکراتي پلاوی باید عدالت ته د لاسرسي، د لږکیو او د جګړې د قربانیانو حقونو او بیان آزادي ته د رسیدو لپاره بحث وکړي. زما په نظر دا ټول موارد باید سره کرښه وي.

 شبکه: په قدرت کې د طالبانو د ګډون په صورت کې به آیا ښځې اوسنۍ آزادۍ ولري؟

ستانکزی: دا موضوع د وړاند وینې وړ نه ده،  خو هیله مند یم چې طالبانو په دې اړه خپل دریځ کې بدلون رامینځته کړی وي، څو ټول هیوادوال هم نارینه او هم ښځینه خپلو حقه حقونو ته لاسرسی ولري.

 شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د ښځو په حقونو محدودیتونه ولګول شي آیا دا تاسو ته د منلو وړ ده؟

ستانکزی: په تیرو کلونو کې مو ډیرې لاسته راوړنې لرلي لکه د ملي او نړیوالو قوانینو تصویب او عملي کیدل، چې زما په نظر دا ټول ډیر مهم دي نو آن د دغو قوانینو له یوې برخې له پامه غورځول له سم کار نه وي.

 شبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو اندیښنه څه ده؟

 ستانکزی: د سولې د خبرو په اړه زما لومړۍ اندیښنه داده که چیرې دا خبرې مثبته پایله ونه لري، نو د دواړو لوریو په زیان دی. دویم دا چې روښانه نه ده چې د سولې د خبرو بریا لپاره دواړه لوري تر کوخه حده له خپلو غوښتنو تیریږي.  د دی ترڅنګ زما بله اندیښنه له افغانستانه د سولې له هوکړې وروسته د نړیوالۍ ټولنې د ملاتړ دوام په اړه ده؛ زما په نظر که چیرې د سولې خبرې مثبته پایله هم ونه لري موږ د نړ یوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرو.

 ښاغلی ستانکزی زیاتوي، د مدني ټولنې فعالان د طالبانو او امریکا متحده ایالاتونو ترمینځ د سولې د خبرو له پیل راهیسې منسجم شوي وو، څو  د افغانستان د خلکو اندیښنې او غوښتنې  مرکچي پلاوي ته ورسوي. هغه زیاتوي چې د مدني ټولنې غړو یو میکانیزم رامینځته کړی دی  څو د هغې له لارې هیوادوال ډاډ ترلاسه کړي چې د سولې بهیر ټولشموله دی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې