کارپوهان په دې باور دي چې په دموکراتیکو ټولنو کې د سیاست او حکومتوالۍ په حوزه کې یواځینی معیار خلک دي باید عادلانه سولې ته د رسیدو په برخه کې د هغوۍ بنسټیزې آزادۍ په پام کې ونیول شي، له دې پرته به هڅې د ناعادلانه سولې لامل شي.

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي حسیني د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: لکه څنګه چې د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې تجربو څرګنده کړې ده چې د جګړې او تاوتریخوالیو پای باید د عدالت او برابرۍ لامل شي، له دې پرته به سوله ټینګه نشي. « که چیرې د سولې په خبرو کې د خلکو بنسټیزې  آزادۍ په پام کې ونیول شي نو سوله په خپله ټینکیږي، له دې پرته هر ډول هڅه امکان لري د جګړې د پایته رسیدو لامل شي خو کله هم عادلانه سولې ته نشو رسیدای چې له دې امله به په نوې بڼه د نوې جګړې لپاره لاره آواره شي. »

شبکه: د سولې د خبرو په اړه تر دې  دمه ستاسو ارزونه څه ده؟ ستاسو په نظر دا مذاکرات به تر کومه حده بریالي وي؟

سجادي حسیني: د دې ارزونې لپاره باید د دواړو لوریو کړنې په پام کې ونیول شي. د افغانستان حکومت د دغو خبرو د پیل لپاره درنه بیه پرې کړه چې د پنځو زرو زندانیانو آزادول وو، خو د دې اقدام په مقابل کې د مخالف لوري څخه مناسب ځواب ترلاسه نکړ او طالبانو نه یواځې تاوتریخوالي راکم نکړل بلکې ډیرېې هم کړل. دا ډله په مذاکراتو کې داسې مسایل مطرح کوي چې د افغانستان له عیني واقعیتونو سره اړخ نلګوي. کله چې د سولې جوړښت رامینځته کیږي باید د هغې په وجود کې هیڅ ډول نقص او عیب نه وي؛ ځکه هر عیب د دې لامل کیږي چې د سولې جوړښت ونړیږي ؛ له دې امله کله چې طالب بشري حقونو، دموکراسۍ او د ښځو حقونو ته بې پامي کوي او یواځې خپل پخواني باورونه مطرح کوي او د ترلاسه کولو لپاره ېې ټینګار کوي په دې معنی چې د سولې په لټه کې نه دي. د سولې په خبرو کې دغو مسایلو ته په پام سره د سولې خبرو بریا ته ډیره خوشبیني نشته، د دغو مذاکراتو دبریا لپاره باید دواړه لوري په ځانګړې توګه طالبان باید د ټولنې عیني واقعیتونه ومني او هغه مسایل په پام کې ولري چې د بشر په تاریخ کې آزمایل شوي او مثبته پایله ېې لرلې ده. د حکومت، ولسواکۍ او سیاست په حوزو کې نشو کولی چې خلک له پامه وغورځوو او حکومت وکړو، موږ نشو کولای چې د پرمختګ په هڅه کې اوسو خو د ټولنې نیمايي برخه چې ښځې دي له پامه وغورځوو.

 شبکه: د سولې د خبرو بریا لپاره څه کارونه باید ترسره شي؟

سجادي حسیني: که چیرې په دې لړ کې د افغانستان ملي ګټې مطرح وي سوله د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره ترسره کیږي، اوربند باید د لومړي ګام په توګه په پام کې ونیول شي. داسې نشو کولای چې د سولې خبرې پیل کړو خو اوربند ونکړو او د تاوتریخوالیو کچه هم ډیره کړو. دواړه لوري باید د خپلو یوشمیر غوښتنو څخه تیر شي او انعطاف ولري او د هغوۍ معیار هم خلک وي. لکه څنګه چې مې مخکې هم یادونه وکړه د سیاست او حکومت په برخو کې نشو کولای خلکو، د هغوۍ حقونو او برخلیک ته بې پامي وکړو، دې موضوع ته په پام سره مهم اقدام چې اساس ېې خلک وي، د سولې له هوکړې وروسته د ټول پوښتنې ترسره کول دي موږ باید په لنډ مهال یا اوږدمهال کې سولې ته لاسرسی پیدا کړو او د رایو دصندوقونو په لور ورشو؛ او د طالبانو غوښتنه چې وايي اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته ښه حکومت دی او همداراز د جمهوري غوښتونکو ادعا چې وايي ولسواکي د حکومت ښه بڼه ده دا مسایل د خلکو قضاوت ته وسپارو. زه فکر کوم چې پر ستونزو د لاس نه بري کیدو دلیل دادی چې موږ د خلکو ورک شوی معیار هیر کړی دی، له دې امله باید خلکو ته مراجعه وکړو.

 شبکه: د ښځو په تړاو د طالبانو چلند ته په پام سره، د سولې له هوکړې وروسته به په بیلابیلو برخو کې د ښځو د مشارکت مسله طالبانو ته د منلو وړ وي؟

 سجادي حسیني: امکان لري دا موضوع د طالبانو لپاره د منلو وړ نه وي چې دا د افغانستان د ټولنې واقعیتونو، د حکومت ولۍ چارو، علمي  مسایلو او تاریخي تجربو ته د طالبانو بې پامي څرګندوي چې د طالبانو دا بیګانګي به ستونزې رامینځته کړي. زما په نظر موږ باید په دې هڅه کې نه اوسو چې طالبان څه مني او څه نه مني، که چیرې په دې موضوع پسې اوسو روښانه ده چې طالبان له اسلامي امارت پرته بل څه نه مني، موږ باید په دې فکر وکړو چې څه شی د عادلانه سولې لامل کیږي او د سولې جوړښت پیاوړی کړو.

 شبکه: هغه څه ته په پام سره چې تاسو ېې یادونه وکړه د سولې له هوکړې وروسته به د ښځو وضعیت څه ډول وي؟ آیا د طالبانو د حاکمیت د پرړاو د تکرار کیدو امکان شته؟

سجادي حسیني: فکر نکوم چې داسې به وشي؛ موږ په هیواد کې نولس کاله د ولسواکۍ، بشري حقونو او دموکراسۍ تجربه لرو که څه هم چې دغو مسایلو په بیلابیلو برخو کې یولړ ستونزې لرلي او ډیر بریالي هم نه وو، خو بیاهم دغو مسایلو ډیرې ښېګڼې لرلي او مثبته پایله ېې درلوده. له همدې امله تیر ته ورتګ او د طالبانو د نظرونو سل په سلو کې عملي کیدل ناممکن دي. که څه هم چې په اسلامي جمهوریت کې د طالبانو په مدغم کیدو سره د لنډې مودې لپاره یوشمیر محدودیدونه وضع شي خو تیر تاریخ به کله هم تکرار نشي او هغه ښځې چې په بیلابیلو برخو کې سترې بریاوې لري په کور کیناستو ته اړې نشي.

 شبکه: له محدودیتونو مو منظور څه دی؟

 سجادي حسیني: د مثال په توګه اوسمهال د ښځو په وړاندې هیڅ  ډول خنډ نشته چې وغواړي قاضي او یا پولیس شي او یا هم مدني فعالیتونه ترسره کړي، خو په حکومت کې د طالبانو د مشارکت په صورت کې امکان لري د قضا او امنیتي برخو کې د ښځو په حضور محدودیتونه ولګول شي او پشاتګ ولرو خو زما په نظر دا به د لنډې مودې لپاره وي.

شبکه: د مذاکراتي ټیم د جنسیتي انډول په اړه مو نظر څه دی؟ ولې په داسې غونډه کې چې ښځو د برخلیک لپاره مهم دی د ښځینه استازو حضور کم دی؟

سجادي حسیني: زما په نظر باید په دې فکر وکړو چې کومه مفکوره په مطلوبه توګه د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي؟ امکان لري یو نارینه چې د بشري حقونو په اړه معلومات لري، د ښځو د حقونو، وړتیاو او هغه ظلمونه چې په ښځو کیږي هم په اړه معلومات ولري چې دا نارینه له هغې ښځې په مراتبو ښه دی چې د ښځو له حقونو او بشري حقونو معلومات نلري او نشي کولای له هغې دفاع وکړي. له همدې امله هغه څه چې مهم دی د فکر او لیدلوري له نظره د پلاوي ترکیب دی نه د جنسیت له پلوه. زما په نظر د مرکچي پلاوي د لږ شمیر غړو پرته  به هیڅ یو هم د بشري حقونو په اړ ه آن یوه مقاله هم نوي لوستې او د بشري حقونو د اسنادو په اړه به هیڅ پوهاوی ونه لري.

شبکه: په دې صورت کې د دولت پلاوي د کیفي پلوه پیاوړی نه دی؟

سجادي حسیني: نه، د کیفي پلوه ډیر ضعیف دی. یوه ستونزه چې موږ لرو داده چې په نظام کې ونډه غوښتنه ډیره ده، یو کس چې یو جریان پورې اړه لري فکر کوي په هرقیمت چې وي باید په حکومت کې ونډه ولري. د سولې د خبرو په اړه هم همداشان دی، په دې خبرو کې یواځې د څو مشخصو افرادو حضور ته پاملرنه شوې ده، په داسې حال کې چې یوشمیر دا کسان د فکري پلوه د جمهوري د استازیتوب وړتیا نه لري؛ زما په نظر کله چې د برخلیک مسله رامینځته کیږي باید فکر وکړو چې څوک د خلکو استازیتوب وکړي.

 د دغو څیړونکو په باور د یوشمیر هیوادوالو لکه عام وګړي، پوهان، سیاست چلونکي او سیاستمداران ستره ستونزه د هغوې منفعل حالت دی، چې له داشان چلند سره اغیزمنې سولې ته د رسیدو لاره آواره نشي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې