د عکس اخیستو له ستونزې د مخپټو کسانو تر خطره؛ د بدخشان ښځې له ټولنیزو دودونو سره لاس او ګریوان دي
د دودیزو ټولنو جوړښت، په ځانګړې توګه تندلارې تفکرات د ښځو د فعالیتونو په وړاندې له خنډونو شمیرل کیږي. د افغانستان ټولنه هم د افراطي افکارو په لرلو د ښځو د تحصیل او فعالیتونو په وړاندې د ستونزو لامل بلل کیږي.
په بدخشان ولایت کې د ښځو د مشارکت د ولایتي دفتر استازې آصفې کریمي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هغوې په بدخشان کې د ښځو د حقونو فعالانو په توګه له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او ډیر خنډونه ېې په وړاندې شته.
شبکه: مهرباني وکړئ د دغو ستونزو په اړه لږ معلومات راکړئ.
کریمي: په بدخشان ولایت کې کار کول ډیر ستونزمن دي؛ ځکه د دې ځای خلک بیلابیل نظرونه لري. د ښځو د حقونو د فعالانو یوه ستونزه داده که وغواړي یو فعالیت ترسره کړي او د فعالیت له شرح سره په ټولنیزو شبکو کې خپل عکس خپور کړي د هغوۍ تصویر د «بد» شخص په توګه کارول کیږي، زه خپله هم په دې برخه کې تجربه لرم؛ په دې وروستیو کې مو په یوې ولسوالۍ کې د پوهاوي یو پروګرام جوړ کړی وو، د پروګرام له پایته رسیدو وروسته مخکې له دې چې زه مرکز ته ورسیږم زما تصویرونه په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي وو او یوشمیر کسانو د نظرونو په برخه کې سپکې سپورې لیکلې وې، دا سمه ده چې زما کورنۍ به له دې موضوع سره ستونزه ونلري، خو ډیرې کورنۍ خپرو لوڼو ته دا اجازه نه ورکوي چې خپل عکسونه په ټولنیزو پاڼو کې خپاره کړي له همدې امله د یوشمیر میرمنو لپاره په ټولنیزو پاڼو کې د هغوې د عکسونو خپریدل د فعالیتنو د مخنیوي لامل شوي دي، که څه هم چې د نورو په باور د عکس ستونزه کوچنۍ ده، خو ډیر شمیر ښځو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانو له دې امله چې د هغوئ د ټلفون شمیره او یا هم عکسونه خپاره شوي دي له دندې لاس اخیستی دی. بلخوا په دې وروستیو کې دلته د حزب التحریر په نوم یوه ډله فعالیت کوي چې یو افراطي فتکر لري. دا په فیض آباد ښار کې زموږ د ستونزو یوه بیلګه ده او دا شان ستونزې د هرې ورځې په تیردو ډیریږي، یو مورد چې په دې وروستیو کې ډیر پیښ شوی دی هغه دادی چې مخپټي کسان یوشمیر ښځې د هغوې د جامو د ډول له امله ګواښي. په بدخشان کې د ښځینه فعالانو د فعالیت په وړاندې ستونزې مخ په ډیریدو دي او ډیر شمیر ښځې په دې ولایت کې له فعالیته منع کړي دي.
شبکه: په بدخشان کې د ښځو حقوقي وضعیت څه ډول دی؟
کریمي: بدخشان یو لیرې پروت ولایت دی. د فیض آباد په مرکز کې وضعیت عادي دي او یوه اندازه باسوادې ښځې چې شته تر یوه حده د حقوقي مسایلو په اړه پوهاوی لري، خو په ولسوالیو کې وضعیت اندیښمنونکی دی. په یوشمیر ولسوالیو کې که څه هم چې ښونځی شته د نا امنیو له امله نجونې په کم عمر کې له زدکړو پاتې کیږي، په دغو ولسوالیو کې ښځې د حقوقي مسایلو په اړه پوهاوی نلري او فکر نکوم یوشمیر د پوهاوي پروګرامونه چې په دې برخو کې عملي کیږي اغیزمن وي. یوشمیر ولسوالۍ له مرکزه اووه ورځې لاره لري او هلته ورتګ هم ستونزمن دی. فکر کوم په دغو ولسوالیو کې به ښځې اصلاْ پوه نه وي چې په نړۍ کې څه تیریږي او ښايي آن د خپل ولایت د نوم په اړه هم پوهاوی ونلري. د دې وضعیت لومړی لامل امنیتي ستونزې دي؛ د امنیتي ستونزو له امله له زدکړو د نجونو پاتې کیدل د بې سوادۍ لامل کیږي او طبعي ده چې څوک له سواده محروم وي د خپلو حقونو په اړه هم پوهاوی نلري.
شبکه: تاسو د ښځو د پوهاوي د لوړیدو لپاره څه پروګرامونه لرئ؟
کریمي: موږ د ښځو سولې او امنیت په برخه کې کار کوو. که چیرې پوه شو چې په یوې ولسوالۍ کې وضعیت داسې دی چې کولی شو هلته سفر وکړو، یوشمیر د پوهاوي پروګرامونه هلته ترسره کوو. کله نا امنۍ د دې لامل کیږي چې په ټولو ولسوالیو کې پروګرامونه عملي نشي. څه موده وړاندې ټاکل شوې وه د شهدا ولسوالۍ ته ولاړ شو یوه اونۍ مو انتظار وکړ څو د هغې ولسوالۍ د امنیت ډاډ راکول شيی، خو په خواشینۍ سره چې هلته په ورتلو بریالي نشوو؛ ځکه د امنیت تر څنیګ بله موضوع چې زموږ د فعالیتونو مخه نیسي په ځینو ولسوالیو کې د ښځو د پروګرامونو په اړه د خلکو حساسیت دی؛ معمولان هغه کسان چې د ښځو لیدو لپاره ولسوالیو ته ورځي هغوۍ ته د کافر په سترګه ګوري. یوشمیر نور دودیز مسایل چې د بدخشان ولایت په لیرو پرتو سیمو کې موجود دي اجازه نه راکوي چې د ښاري ښځو په توګه هلته سفر وکړو ځکه د دغو سیمو نارینه ګان فکر کوي چې ښايي موږ د هغوۍ د ښځو نظرونه بدلوو.
شبکه: دیته په پام سره چې د سولې خبرې دوام لري، ستاسو په نظر د سولې هوکړه به په بدخشان کې د ښځو په وضعیت څه اغیزه وکړي؟ هغه ستونزې چې تا ېې یادونه وکړه تر څه حده به اوارې شي؟
کریمي: زه په لومړي سر کې د سولې مذاکراتو ته باورمنده وم، خو طالبانو خپلو بریدونو ډیرولو سره ثابته کړه چې غواړي له دې لارې دولت د خپلو غوښتنو په اړه مثبت ځواب ویلو ته اړ کړي. اوس د بدخشان ولایت په څو ولسوالیو کې جګړه ده او دا د دې څرګندونه کیږي چې طالبان هیڅ خبرې ته ژمن نه دي. په هر حال امکان لري د طالبانو په راتګ سره په ښځو محدودیتونه ولګول شي؛ ځکه د دې ډلې تفکر ټولو ته څرګنده ده او په تیرو لسیزو کې خلکو ته ځان ثابت کړی دی چې دا ډله په افغانستان کې له ټولو شویو پرمختګونو په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې مخالفت لري. کله چې طالبان وايي چې نجونې د میړه د انتخاب حق لري دا په دې معنی ده چې طالبان باور لري چې د ښځو یواځینۍ اړتیا میړه کړل دي، په داسې حال کې چې د زدکړو او کار حق اساسي غوښتنې دي چې موږ مطرح کړي دي او پر هغې ټینګار کوو. په ټول کې زه په دې باور نلرم، ښايي د خبرو په لړ کې یو موقت اوربند ټینګ شي، خو کله هم هیله منده نه یم چې طالبان به راشي او موږ سره دې یوځای کار وکړي.
شبکه: ستاسو په باور د سولې په مذاکراتو کې د ښځو حضور څومره د طالبانو په دریځ اغیزه کولی شي؟
کریمي: که چیرې د ښځو استازي داسې کسان وي چې وکولای شي له مقابل لوري سره خپلې غوښتنې مطرح کړي او په پیاوړي استدلال سره هغوۍ ته قناعت ورکړي، ډاډه یم چې طالبان به دې پایلې ته ورسیږي چې د افغانستان ښځې د تیر په څیر نه دي او هغه ښځې نه دي چې د حاکمیت پرمهال ېې له هرڅه محرومې ساتلې وې. د ښځو استازې باید دا ځل د تیر ځل په څیر ننداریز حضور ونلري. هیله منه یم دا ځل د مرکچي پلاوي ښځینه غړې په منطقي خبرو سره مذاکرات پرمخ یوسي څو طالبان پوه شي چې ښځې هم په مذاکراتو کې د ګډون صلاحیت او وړتیا لري او غوښتنې باید واوریدل شي.
شبکه: ستاسو په نظر د سولې هوکړه به د ښځو په ځانګړې توګه د بدخشان د ښځو په وضعیت څه اغیزه وکړي؟
کریمي: طالبان باید پوه شي چې د افغانستان ښځې د شلو کلونو مخکې ښځې نه دي چې وکولای شي هره خبره پر هغوۍ تحمیل کړي. اوسنۍ ښځې هره یوه له ډیرو ستونزو سره بریاو ته رسیدلي دي او په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي. په دې کې شک نشته چې په واک کې د طالبابو په شریک کیدو سره به په ښځو یو لړ محدویتونه ولګول شي، خو د دافغانستان وګړي دا نه مني چې څوک دې هغوۍ ته قید او شرطونه جوړ کړي، د افغانستان ښځې د پوهاوي داسې مرحلې ته رسیدلي دي چې اجازه ورنکړي څو د هغوې د ژوند او یا تحصیل لپاره شرطونه وړاندې کړي.
شبکه: ډیرې کسان په دې باور دي که چیرې نړیواله ټولنه د سولې د هوکړې د ژمنو تضمین وکړي، نو کیدای شي د سولې له تړون وروسته حکومت وضعیت ته هیله مند اوسو، آیا تاسو هم داشان فکر کوئ؟
کریمي: که نړیوالې ټولنې داشان اراده درلوده باید کلونه وړاندې دا کار کړی وای څو خلک دومره نه وای قرباني شوي. د طالب زندانیانو د خوشې کیدو په قضیه کې څه ضمانت موجود وو؟ د هغې لپاره یوه لویه جرګه هم جوړه شوه او ټول د سولې د ټینګ لپاره هیله مند وو خو هیڅ مثبته پیښه رامینځته نشوه یواځې جګړه او تاوتریخوالي ډیر شول.
آغلې کریمي وايي، هیڅ هیله نشته چې نړیواله ټولنه به د سولې د خبرو پایلې تضمین کړي. هغه وايي د سولې د راتلو لومړی شرط د جګړې بندول دي چې تر اوسه په افغانستان کې دا مسله نه ده عملي شوې له همدې امله په هیواد کې تلپاتې سولې ته د رسیدو هیله مندي هم ډیره نشته.