د غوښتنو د تفاوت ادعا، د ښاري او کلیوالو ښځو د اندیښنو توپیر او د اساسي حقونو په اړه د هغوې د تعریفونو تفاوت، داسې مسایل دي چې څه موده وړاندې د «روایت زنانه» د کمپاین د جوړیدو لامل شول. د دې کمپاین غړي وايي چې د هغوې یوه موخه له ټول هیواده د ښځینه روایتونو راغونډول دي څو د ښځو ګډ دردونه پیدا او له نورو سره شریک کړي.

د «روایت زنانه» زنانه د کمپاین غړې عطیه مهربان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د هغوۍ د کار پیل داساسي حقونو په اړه وو چې پوه شې آیا دا حقونه یواځې د کابل او د ولایتونو د مرکزونو اوسیدونکو ښځو ته اهیمت لري که ټولې ښځې په دې اړه اندیښنه لري. « یوه موضوع چې د طالبانو او آن د بهرنیو لخوا ورته لمن وهل کیږي داده چې د سولې د بهیر په اړه د ښځو اندیښنې، اعتراضونه او حرکتونه یواځې د ښاري میرمنو پورې محدودې دي او کلیوالې میرمنې داشان غوښتنې نلري او دا مسایل هغوې ته ارزښت نلري..»

شبکه: د دغو خپرو شویو روایتونو څخه مو څه پایله ترلاسه کړې؟

 مهربا: موږ د ښځو د اساسي حقونو لپاره کار کړی دی چې په هغې کې لومړی مسله د ښځو د تعلیم موضوع وه چې په پراخه کچه وستایل شوه. له هغه وروسته د کار کولو، مدني فعالیتونو، سیاسي مشارکت حقونه او د جګړې د قربانیانو حقونه زموږ د کمپاین موضوع ګانې دي. هغه څه چې مو تر اوسه ترلاسه کړي دي دادي چې ډیرې ښځې د تعلیم د حق خبره کوو، خو د سیاسي مشارکت او کار کولو حق لږ اوریدل شوي موضوعات دي؛ زموږ د ډلې په باور د دې چارې لامل دادی چې په ډیرو سیمو کې اصلاْ له ښځو سره په دې اړه خبرې ندي شوي او ډیری ښځې د سیاسي مشارکت او مدني فعالیتونو په مفهوم نه پوهیږي. په ټوله کې د هغو نظریاتو له مخې چې تر اوسه مو ترلاسه کړي هیڅ ښځې د سیاسي مشارکت او تعلیم د دحق په اړه بې اعتنايي نده کړې.

 شبکه: ډیری کسان په دې باور دي چې ښځې خپلو حقونو ته د رسیدو لپاره باید له دولت څخه جلا د خپلواکو غورځنګونو د جوړولو په لټه کې وي ستاسو په نظر د «روایت زنانه» کمپاین څومره کولی شي د یوه غورځنګ په توګه اغیزمن اوسي؟

 مهربان: یوه موضوع چې په تیرو اتلسو کلونو کې رامینځته شوې  د ښځو پورې اړوند د هڅو پروژه ېې کیدل دي. که څه هم د ښځو د حقونو په برخه کې مثبت کار شوی او له پامه غورځول کیدی نشي ، خو له بده مرغه په ​​ډیری مواردو کې دې چارې سره پروژه ېې عمل شوی دی، چې دا څرګندوي د ولایت په مرکز کې یوه ښځه د خپلو لومړنیو حقونو په اړه هیڅ نه پوهیږي. دا څرګندوي چې چلند تر کومه حده مقطعي او سطحي وو چې د ښځو په مېنځ کې هیڅ مسله نده یاده شوې. موږ لپاره امکانات موجود وو او د پیژندګلوي په بنسټ مو کولای شول پروژه واخلو، او خپل کارونه پراخ کړو او په ټولو ولایتونو کې کارمندان ولرو، دا هم نه ردوم چې په دې برخه کې د پروژو اخیستل ناسم کار ندی خو غوښتل مو د دې ترڅنګ زموږ کار رضاکاره اوسي او ټول وشي کولی پکې ګډون وکړي، او دا د یوه خپلواک حرکت په توګه پاتې شي، آن کله چې مو له رسنیو سره خبرې کولې هغوې متوجه شول چې له مالي امتیاز پرته کار کوو، له موږ ېې ملاتړ وکړ دې موضوع ثابته  کړه که چیرې د شخصي ګټو پرته په یوې مسلې کار وکړو د ټولنې لخوا به هم وستایل شو.

 شبکه: هغه روایتونه چې ترلاسه کوۍ چیرته خپریږي؟

مهربان: تر اوسه دا روایتونه د فیسبوک او ټویټر له لارې خپاره شوي دي، خو له دې امله چې ډیری ښځې د بیلابیلو لاملونو له کبله ټولنیزو رسینو ته لاسرسی نه لري، موږ له یوشمر ولایتي راډیو ګانو او په کابل کې هم څو راډیو ګانو سره کار کوو، د هغو روایتونو له ډلې چې موږ ته رارسیدلي دي یوشمیر روایتونه انتخاب کړو څو د «روایت زنانه» په نوم راډیوېې خپرونه کې خپاره کړو. زموږ د کار بله برخه په لوړه کچه او پیاوړو کسانو سره د مقاله لیکلو په برخه کې دی؛ موږ د بحث وړ موضوعاتو په اړه د هغوې ترلاسه شوې مقالې په معتبرو خبري سایتونو او رسنیو کې د خپریدو لپاره استوو.

شبکه: هغه کلیوالې میرمنې چې خپل روایتونه تاسو ته در استوي له کومو لارو تاسو ته لاسرسی پیدا کوي؟

مهربان: زموږ یوشمیر دوستان د خپلو شخصي اړیکو له مخې کولی شي دا روایتونه راغونډ کړي او موږ ته ېې راواستوي. 

شبکه: د یوې ښځې په توګه له داسې ډلې سره چې له ښځو سره ښه مخینه نه لري د دسولې خبرو ته څومره خوشبینه ېې؟

 مهربان: د طالبانو څو مصاحبې مې چې اوریدلي دي څرګندوي چې طالبان په افغانستان کې شویو تغییراتو ته متوجه دي. زما په نظر اوسني لوستي ځوانان د طالبانو د حاکمیت پرمهال وګړو سره اصلاْ د پرتلې وړ ندي، طالبان باید دې ټکي ته متوجه وي چې دا نوی ځواک نه د شاتک هوډ لري او نه د کنترول وړ دي، هیڅ څوک نشي کولای یو فکر کنترول کړي. د سولې خبرو په اړه په خواشینۍ چې د خوشحالې لپاره کوم څه نشته؛ کله چې د خبرو دواړه لوري په دوه میاشتو کې د خبرو په آجندا سره هوکړې ته ندي رسیدلي څرګنده نده چې د نظام د جوړښت په سر به څه ډول هوکړې ته ورسیږي. متاسفانه زه دې مسلې ته ډیره خوشبینه نه یم.

شبکه: ستاسو په نظر په حکومت کې د طالبانو مشارکت به د ښځو پر فعالیت څه اغیزه وکړي؟

 مهربان: په خواشینۍ سره چې اوسمهال هم په بد وضعیت کې یو او ښځې خپلو ډیرو حقونو ته لاسرسی نلري او په ځینو مواردو کې د خپلو حقونو په اړه معلومات نلري. بحث دادی که چیرې د نظام جوړښت د طالبانو په ګټه بدلون وکړي، د ښځو ځای ټاکل شوی دی؛ لکه څنګه چې اوسمهال د طالبانو ترکنترول لاندې سیمو کې ښځې نه تعلیم کوي او نه کار کولی شي، په هرحال په نظام کې د  طالبانو حضور به د ښځو په وضعیت ناوړه اغیزه ولري.

 شبکه: یوشمیر په دې باور دي چې کیدای شي دا اغیزې لنډمهاله وي او د ښځو د هڅو په پایله کې به طالبان هغه د یوه واقعیت په توګه ومني، ستاسو په نظر د داسې څه انتظار لرلی شو؟

مهربان:  موږ په تذکرو کې د مور د نوم د لیکلو په اړه تجربه لرو؛ پنځه کاله وخت ضایع شو څو دا مسله د حکومت لخوا ومنل شوه، خو د څو محدودو کسانو د اعتراض له امله د مور نوم لیکل په تذکرو کې اختیاري شول، کله چې په هغه نظام کې چې تر سیوري لاندې ژوند کوو او له هغې دفاع کوو موږ سره دا ډول چلند کوي، د سولې وروسته حکومت کې هم د ښځو بریاو ته ډیره هیله مند کیدای نشو.

 شبکه: ستاسو په نظر پر امنیتي مسایلو سربیره نور کوم مسایل د ښځو د پرمختګ مخه نیسي؟

مهربان: د ښځو یوه ستره ستونزه د ټولنې ښځو په ضد مفکوره لرل دي، د افغانستان د ټولنې یوشمیر نارینه ګان کله چې یوه ښځه له لنډو جامو سره ویني او د هغې د وژلو هوډ نکوي دلیل ېې دادی چې قانون ورته اجازه نه ورکوي. زما په نظر آن د قانون مجریان چې کله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو په اړه د قانون له مخې پریکړه کوي په خپله هغه شخص پرې باور نلري د ټولنې تفکر ډیر افراطي دی او موږ باید د هغې د بدلون لپاره کار وکړو.

شبکه: آیا پر ښځو د محدودیت لګولو په بیه د سولې هوکړه تاسو ته د منلو ده؟

 مهربان: که طالبان  په واک کې له شریک کیدو وروسته ښځو ته د کارکولو اجازه ورنکړي او یا هم وغواړي چې ځایونه مشخص کړي چې ښځې باید چیرې کار وکړي او چیرې ونکړي دا په هیڅ ډول د منلو نه ده. له طالبانو سره زموږ د جګړې یو لامل همدا وو، خلکو جګړه کړې او وژل شوي دي، د هغو کسانو وینه چې د دغو ارزښتونو لپاره قرباني شوي دي څه کیږي؟ زما په نظر اصلي تصمیم نیونکي د هغو قربانیانو کورنۍ دي چې په همدې لاره کې قرباني ورکړې.

شبکه: که د سولې خبرې د یو فرصت په توګه په پام کې ونیسو، ښځې له دغه فرصته  څه ګټه پورته کولی شي؟

مهربان: که د سولې په اړه هوکړه وشي، یو ښه کار چې د ښار  میرمنې کولی شي دادی چې له کلیوالو میرمنو سره اړیکې ټینکې کړي. نن موږ د امنیت د نشتوالي له امله له کلیوالو میرمنو سره اړیکې نلرو، د یو بل له درده خبر نه یو  او نه پوهیږو چې په هلمند، کندهار، جوزجان او فاریاب کې یوه میرمن څه زغمي؛ ځکه د خبرو لپاره فرصت نشته، ښايي د سولې هوکړه دا زمینه مساعده کړي چې د ښارونو او کلیو میرمنې ګډې ډلې جوړې کړي او د هغو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي چې تر اوسه ېې په اړه ندي غږیدلي.

شبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو اندیښنې څه دي؟

مهربان: یوه موضوع چې په ځلونو د افغانستان په تاریخ کې تکرار شوې داده، هر کله چې ښځو پرمختګ کړی او یو ځای ته رسیدلي دي یوه پیښه رامینځته شوي ده چې اړې شوي هرڅه له صفر نه پیل کړي. اوس هم زما اندیښنه داده چې د سولې هوکړه به یواځې لنډمهاله اوربند وي او د دې لامل به شي چې هرڅه له لاسه ورکړو او باسواده نسل د هیواد پرېښودو ته اړ شي.

د آغلې مهربان په باور، تر اوسه په هیواد کې د ښځو د ستونزو په وړاندې د مبارزې لپاره هیڅ خپلواک غورځنګ ندی جوړ شوی او هرڅه د ښځو د  حقونو د دفعالانو په نوم د ځای ځای حرکتونو په ترسره کولو خلاصه کیږي. آغلې مهربان وايي، چې د افغانستان ښځو یا د مهمو مسایلو په اړه کار ندی کړی او یا لکه څنګه چې لازمه وه په اړه ېې جدي عمل ندی کړی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې