د  سولې د مذاکراتو له پېلېدو سره همهاله د  تاوتریخوالو زیاتوالی په تېره بیا د ملکیانو وژنه د دولتي چارواکو او هېوادوالو په یوې اندېښنې بدله شوې ده. د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست مسووولان وایي چې دا اندېښنه به هغه مهال له منځه ولاړه شي چې د سولې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي .

د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین د مدني ټولنې او د بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي ؛ دوی د سولې په خبرو باور لري؛ خو په دې تړاو اندېښنې هم شته . « سره له دې چې د سولې مذاکرات روان دي؛ هره ورځ د چاودنې ؛ ځانمرګي برید ؛ ترور او ټولنیزو  سرغړونو شاهدان یو؛ موږ د افغانستان خلک سولې ته سترګې پر لار یو ؛ داسې سولې ته چې د ورغلې لارې لږ سلنه یې هم نه ده وهل شوې.

شبکه: په دې صورت کې د سولې د خبرو د پایلو  په هکله ستاسو وړاندوینه څه ده ؟

یقین: دغو خبرو ته هیله منه یم او په هغو باور لرم ؛ خو له یوې خوا د خبرو په پرمختګ کې ځنډ او له بلې خوا د تاوتریخوالي او نا امنۍ زیاتوالی اندېښمنوونکی دی  او موږ ته دا پوښتنه راولاړېږي چې ولې دا خبرې نه دي توانيدلي پر وضعیت اغېز وکړي؛ په تېره بیا په دې وروستیو کې چې خلکو ته شرایط لا سخت شوي دي .

شبکه: که دسولې خبرې د یوه فرصت په توګه په پام کې ونیسو؛ ښځې څه ګټه ترې اخیستلای شي؟

یقین: که چېري په ټولنه کې سوله وشي؛ امنیت به ټینګ شي په دې صورت کې د پرمختګ لار هم هوارېږي او خلک په تېره بیا ښځې کولای شي د خپلو ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وکړي او دغه راز خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره عدالت غوښتنه وکړي؛ سمه ده چې ښځې په سولې بهیر کې ونډه لري؛ خو دا مشارکت بسندوی نه دی او هغوی له رامنځته شوي فرصت نه په ګټې اخیستنې سره په بیلابیلو سیاسي بهیرونو کې خپل مشارکت زیاتولای شي .

شبکه: په مذاکراتو کې د ښځو د حضور نفس د ښځو په تړاو د طالبانو پر لیدلوري تر کومه بریده اغېز لرلای شي.

یقین: ښځې کولای شي له هغو حقونو سره سم چې قانون او شریعت هغوی  ته په پام کې نیولي دي؛ په دغه راز برخلیک ټاکوونکو غونډو کې ګډون وکړي . که هغوی وکړای شي په ټولنه کې د ښځو د حضور په هکله په پیاوړي منطق او استدلال سره د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي؛ د طالبانو پر  لید لوري اغېز لري . په دې غونډه کې د ښځو حضور څه  د خلکو د استازو په توګه او څه د ښځینه خبریالانو په توګه چې د غونډې په لومړیو ورځو کې  هلته ولاړې؛ د دین او قانون په اډانه کې د افغانستان د ښځو د آزادۍ نښه ده .  

شبکه:  آیا د دولت په مرکچي پلاوي کې ښځینه غړې د استازیتوب وړتیا لري؟

یقین:  هغه ښځې چې هلته دي د هېواد وتلې څېرې ګڼل کیږي؛ که څه هم موږ تمه لرله چې په دې ترکیت کې ښځو ته ډېره ونډه ورکړل شي. په ټوله کې سره له دې چې د مرکچي پلاوي د ښځينه غړو شمېر کم دی؛ خو پیاوړې شخصیتونه دي؛ او د ښځو د  حقونو دفاع کولای شي.

شبکه: که د سولې بیه د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ محدودیتونه وي؛ آیا دا تاسو ته د منلو وړ ده ؟

یقین:  په هېڅ وجه د منلو وړ نه ده . موږ چمتو نه یو چې هغه حقونه چې شریعت او قانون موږ ته په پام کې نیولي دي او هغه لاسته راوړنې چې په وروستیو کلونو کې مو لرلې دي ؛ قرباني کړو ؛ موږ دا په آسانۍ نه دي ترلاسه کړي چې په آسانۍ یې له لاسه ورکړو . د افغانستان ښځې به اجازه ورنه کړي چې سوله د ښځو دحقونو او آزادیو د له پامه غورځولو او یا په هغو کې د کمښت او کموالې په بیه رامنځته شي . که سوله د ښځو د حقونو او لاسته راوړنو په نه پام کې نیولو سره وشي؛د ټولنې نیمایي برخه به له کاره ولوېږي او په دې بڼې سره به ټولنې د فعالیت توان ونه لري .

شبکه:په واک کې به د طالبانو حضور د ښځو پر آزادۍ او  فعالیتونو څه اغېز ولري؟

یقین:  په واک کېد طالبانو د ګډون په صورت کې د ښځو حضور یوه هغه موضوع ده چې په مذاکراتو کې یې په هکله  بحث کیږي.دغه راز به پر یوځينو نور مسایلو لکه د ښځو د  لاسته راوړنو د نه له لاسه ورکولو او په سیاسي ؛ ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې د هغوی د مشارکت په هکله هم د سولې په خبرو کې بحث وشي . ډاډمن یو چې زموږ استازې  په دغو خبرو اترو کې ددغو موضوګانو په مطرح کولو سره له موږه دفاع کوي او دا موضوع په څرګنده بیانوي چې د سولې د هوکړې او په واک کې د طالبانو د ګډون په صورت کې به ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي .

شبکه: له امنیتي ستونزو او د ښځو په تړاو د طالبانو له لید لوري پرته؛په ټولنه کې څه شي د ښځو  د پرمختګ مخه نیسي؟

یقین: د ټولنې دودوونه د ښځو د پرمختګ پروړاندې نور خنډونه دي. زموږ ټولنه یوه نرواکۍ ټولنه ده او د ښځو خوندېتوب پکې تامین نه دی . ډېر مسایل لکه د ښوونځي له وخته د لوړو زده کړو تر دورې او بیا ټولنې ته تر راوتو پورې د لارو او واټونو پر سر ځورونې د ښځو پر وړاندې نور خنډونه دي . یوه بله ستونزه د کورنیو اقتصادي کمزورتیا ده چې د یوه محدودیت په توګه د ښځو  دپرمختګ مخه نیسي .

شبکه: په بغلان کې په ټولیز ډول د ښځو وضعیت څرنګه دی ؟

یقین: په بغلان ولایت کې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي ؛یو شمېر هغه چې له ولسوالیو ښار ته راغلي دي ؛ سرپناه نه لري او ځينې هم له زده کړو بې برخې دي.په روانه میاشت کې په بغلان کې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت شوي دي چې د قتل د اوو پېښو په ګډون بیلابیلې پېښې پکې شامې دي. د تاوتریخوالي او تښتونې پېښې د تېر کال په پرتله تر یوه بریده کمې شوي دي . په تېرو کلونو کې د صحرايي محکمې یوه یا دوې پېښې هم وشوې؛ خو له نیکه مرغه په دې وروستیو کې مو په دې برخه کې کومه قضیه نلرله .

شبکه:ه دغه ولایت کې دښځو سوداګریز فعالیتونه او دغه راز ښوونیزو او روغتیایي امکاناتو ته د هغوی لاسرسی په کومه کچه کې دی؟

یقین: موږد سوداګرو ښځو یوه تولیدې ټولنه لرو چې په اډانه کې یې شاوخوا ۴۰۰ سوداګرې ښځې راټولې شوي دي. دغه راز په هرو درېیو میاشتو کې یو ځل د ښځو د تولیدي محصولاتو نندارتونونه جوړوو.  د ښوونې په برخه کې د ښار په مرکز ؛ ولسوالیو او کلیو کې ستونزې شته؛ له دغو ستونزو یوه دا ده چې په ځينو موردونو کې د ښځینه استادانو د نشتوالي؛ او کله هم د ښوونځيو د لرېوالې او یا د ټولنې د دودونو له امله کورنۍ خپلې نجونې دزده  کړو لپاره ښوونځيو ته نه شي لېږلی.د روغتیايي مرکزونو کموالی او یا د هغو د ناکافي امکانات د بغلان د خلکو په تېره بیا د ښځو ستونزې ګڼل کیږي؛ که څه هم دا امکانات د تېرو کلونو په پرتله  ښه شوي دي.

شبکه: ستاسو په اند د سولې له هوکړې وروسته به د ښځو وضعیت ښه شي؟

یقین: موږ ډاډ من یو چې د سولې په خبرو کې د دولت مرکچي پلاوی چې د افغانستان د خلکو استازېتوب کوي؛ د قضیې ټول اړخونه او خواوې سنجوي او د داسې مسایلو پر سر هوکړه کوي چې دافغانستان د وګړو په تېره بیا د ښځو په زیان نه وي.

مېرمن یقین وایي د سولې د خبرو په تړاو یوه اندېښنه دا ده چې د سولې د هوکړې په صورت کې د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیتونه ولګول شي او هغوی ونه شي کړای لکه نن په بیلابیلو برخو کې حضور ولري. نوموړې زیاتوي؛ هیله منه ده چې ډېر ژر په هېواد کې سوله رامنځته شي او ښځې ترپخوا زیات په بیلابیلو برخو کې حضور او فعالیت ولري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې