هغه چې د حقوقو پوهنځي د قضا او څارنوالۍ په څانګه کې زده کړې کوي؛ وایي دا څانګه یې یوازې د لیوالتیا له امله نه ده غوره کړې ؛بلکې د یوې ښځې په توګه یې د ټولنیزو ارزښتونو او حقونو په برخه کې د ښه درک لپاره د هغې د انتخاب پرېکړه کړې ده .مریم مرادي چې په ټولنه کې د ښځو لپاره له ځينو ستونزو سره سره یې دا څانګه انتخاب کړې ده؛وایي د هېواد په نرواکې فضا کې یې په ټولنیزو؛ او حکومتي کچو کې ښځو ته د ارزښت نه ورکولو او د مېرمنو د ځورولو پر ستونزو له پوهېدو سره سره  په دې څانګه کې د زده کړو پرېکړه کړې ده . « د لویانو په وینا ؛ ښځې به په هغې ټولنه کې چې پر وړاندې یې ستونزې ډېرې وي؛ ډېره وده وکړي. په هره اندازه چې پرانسانانو د تپل شوي فشار کچه زیاته وي ؛ په هماغه اندازه  به یې د بریالیتوب او ځلېدو کچه زیاته وي.

مېرمن مرادي زیاتوي؛ په دې څانګه کې په زده کړو سره غواړي د قضا او څارنوالۍ په برخه کې د مشارکت کچه لوړه کړي. ځکه ددې په باور په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د مشارکت د کچې د ټيټوالي یو لامل لوړو تحصیلي درجو ته د هغوی نه رسیدلي دي.

که څه هم د خپلې تحصیلي څانګې او په دې برخه کې د کارکولو په تړاو ډېرې هیلې لري او هیله منه ده چې یوه ورځ یې دا دا ټولې هیلې پوره شي؛ خو وایي په حکومت کې د طالبانو د حضور د وېرې له امله تر اوسه نه ده توانیدلې ؛ له پوهنتونه  له فارغېدو د وروسته کلونو په تړاو پرېکړه وکړي. « په حکومت کې د طالبانو حضور به د ښځو پر برخلیک اغېزې ولري؛ ښايي بیا هم د خپل حکومت د دورې په څېر ښځې له سیاست او ټولنې په بشپړ ډول حذف کړي«نوموړې زیاتوي هیله منه ده چې د سولې مرکچي پلاوی د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو حقونه او ارزښتونه او دغه راز د هغوی لاسته راوړنې بابېزه ونه ګڼي. د مېرمن مریم په وینا ښځې هم باید د خپلو حقونو لپاره عدالت غوښتنه وکړي.

مېرمن مرادي وایي د طالبانو په نظر ؛ کله چې یوه ښځه ځواکمنه کیږي؛ له خپلو حقونو خبرېږي او په  پایله کې د عدالت غوښتنې ځواک پيدا کوي او بې عدالتي نه مني او همدا دلیل دی چې دا ډله تل له ټولنې د ښځو د لېرې کولو په لټه کې ده .نوموړې زیاتوي چې د طالبانو دا ایډیولوژي ورته په لویې ننګونې او اندېښنې بدله شوې ده او په دې باور ده چې دا لیدلوری به بدل نه شي.

د مېرمن مریم په باور د ښځينه قاضیانو شتوالی د یوې ټولنې اړتیا ده او هغوی باید په ټولنه کې د خپل ځای د تثبیتولو لپاره څه اوس او څه د سولې له مذاکراتو وروسته هڅه وکړي. «لکه څرنګه چې وینو په هره برخه کې د ښځو شتوالی د هغې برخې د ودې اوپرمختګ لامل کیږي. کله چې ښځه د قضا په برخه کې زده کړې کوي ؛ د ځان او نورو له حقونو خبرېږي او هڅه کوي چې نورې ښځې هم وپوهوي او د هغوی لیدلوری بدل کړي. ښځې باید په خپله د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي څو په قضايي برخه کې هغوی ته  له ۲۵ تر ۳۰ سلنې ونډه ورکړل شي. بل خوا د مېرمن مرادي په وینا په ټولنه کې ډيرې ستونزې؛ناخوالې او زیانونه ښځو ته ورپېښ دي او ښځینه قضیان له ښځو نه د ښه درک له امله کولای شي په ښه بڼه د هغوی له حقونو دفاع وکړي .

مېرمن مرادي وایي ښځوته چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي او د سولې ډېری ګټې هغوی ته ورګرځي؛ د سولې په بهیر کې زیات اهمیت نه دی ورکړل شوی او دا د افغانستان د ښځو لپاره د منلو وړ نه ده .

د ښځو او سولې په اړه مرکې