د مدني ټولنې یو شمېر  فعالان په دې باو دي چې  د افغانستان ښځو په تېرو شلو کلونو کې ډیر پرمختګونه لرلېدي او که په واک کې د طالبانو په ګډون سره د هغوی لپاره هیڅ محدودیت د منلو نه دی.

د بدخشان د مدني ټولنې منشي کیکاووس شجاع تکساري د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې طالبان باید ومني چې د افغانستان  اوسنۍ  ښځې له تېر سره توپېر لري . « په تېرو شلو کلونو کې د  ښځو پرمخ  د تحصیلي بنسټونو دروازې خلاصې وې او د هېوادوالې  پر دې برخې ظرفیت جوړونه شوې ده. د افغانستان ښځو په دې  موده کې ډېرې بریاوې خپلې کړې دي او اوس نه غواړي چې ځانونه د خپل کور په چاردېوالۍ کې را اېسار کړي. د ښځو غږ باید واورېدل شي او د سولې په مذاکراتو کې د هغوی حضور باید معنی داره وي .

شبکه: ستاسو ارزونه له هغه څه چې د سولې په خبرو کې تېر شوي دي څه ده ؟

تکساري: سره له دې چې د سولې د خبرو له پېلېدو نسبتا اوږده موده تېرېږي؛ لاهم د راروانو مذاکراتو لپاره اجنډا نه ده ټاکل شوې؛ او د ا د افغانستان  د خلکو لپاره اندېښمنوونکی ده. ټول هېوادوالو د سولې تږي دي او هیله من دي چې مذاکرات اغېزناک وي او دا خبرې اترې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل شي. خلکو تل عدالت غوښتنه کړې او له جګړې او نا امنیو یې خپله کرکه څرګنده کړې . هیله من یم چې په دوحه کې مذاکرات د هوکړې لامل شي او موږ سولې ته ورسېږو.

شبکه:  ستاسو په نظر له داسې ډلې سره چې ښه مخینه نه لري؛ په تېره بیا د ښځو په برخه کې؛ خبرې کومې پایلې ته رسېدلی شي؟

تکساري:  دا د خبرو اترو په ښکېلو لورو پورې تړاو لري . په همدې حال کې طالبان باید دې باور ته ورسېږي چې په هېواد کې پرمختګ او پراختیا د ښځو په حضور پورې تړلې ده . د افغانستان ښځې  په تېره بیا هغه مېرمنې چې په بیلابیلو برخو کې یې فعالیت لرلې دی له سولې وروسته حکومت کې خپل مقام ته اندېښنې دي او په هيڅ ډول دوه لسیزې مخکې وخت ته ستنېدل نه غواړي . زما په باور ښځې باید د سولې په خبرو کې فعاله او معنی داره ونډه ولري څو له خپل دریځ او حقونونه  دفاع وکړي.

شبکه: آیا د دولت مرکچي پلاوی په تېره بیه ښځينه غړې یې د افغانستان د ښځو د استازیتوب وړیتا لري؟

تکساري: په دې بهیر کې د ښځو ګډون باید د رای اخیستنې پر بنسټ وای څو مرکچي پلاوي تر هرڅه مخکې د خلکو باور له ځانه  سره لرلای او هېوادوال په تېره بیا ښځې ډاډمنې شوې وای چې دا مېرمنې د سولې په خبرو کې د ښځو د معنی داره استازیتوب وړتیا لري. د ښځو ښه او معنی داره استازیتوب د ښځو په زړورتیا او جرات پورې اړه لري. ښځې د طالبانو په دوره کې له هیڅ ډول مشارکته برخمنې نه وې او باید  ولیدل شي د سولې له هوکړې وروسته حکومت کې په ټولنه کې کوم ځای او مقام ترلاسه کوي. د ښځو د اندېښنو  یو لامل په واک کې د طالبانو یوځای کېدل او ددې اندېښنې لېرې کېدل د خبرو په پایلې پورې تړاو لري .

شبکه: که په پام کې وي چې د سولې د هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په تړاو لنډمهالي محدودیتونه مطرح شي؛ ستاسو په نظر د منلو وړ دي؟

تکساری: ښځو تل په خپلو اعتراضونو کې څرګنده کړې ده چې باید په ټولنه کې معنی داره حضور ولري او په هېڅ ډول شرایطو کې زیانمنونکي نه وي.دا دښځو غوښتنه ده او هغوی په هېڅ ډول تېر ته ستنېدل نه مني . په  عین حال کې  د  افغانستان  ښځې کولای شي د ښځو د حقونو د ملاتړو بنسټونو او نورو هغو بنسټونو له آدرسه چې د ښځې لپاره کار کوي؛ عدالت غوښتنه وکړي.

شبکه: څه تضمین شته چې د سولې د هوکړې د لاسلیک په صورت کې؛ طالبان پرخپلو ژمنودرېږي؟

تکساري:  د سولې د هوکړې په صورت کې باید څارونکي بنسټونه او ملګري ملتونه پر وضعیت څارنه وکړي او ټول ددې هوکړې د پليتابه او عملي کولو لپاره ژمنې وکړي. په هغه صورت کې چې سرغړونه وشي؛ څارونکي هېوادونه او هغوی چې منځګړيتوب کوي ؛ مسوول دي او باید د ژمنو د عملي کېدو لپاره ګام پورته کړي.

شبکه: د امریکا د ټاکنو پایلې ته په پام سره  ؛ د سولې د خبرو د پایلو په تړاو ستاسو اټکل څه دی؟

تکساري: لا روښانه نه ده چې ښاغلی بایډن  به د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو  ښاغلي ټرمپ ته ورته تګلاره ولري او کنه ؛ د نوموړي نظر په دې تړاو چې آیا مذاکرات دوام ولري او که نه لا څرګند نه دی؛ په ټوله کې د افغانستان د جګړې او سولې په تړاو د بایډن دریځ نه دی څرګندی شوی .خو هیله من یم چې د سولې خبرې په یو ډول  پایلې ته ورسېږي څو په هېواد کې  سوله رامنځته شي.

ښاغلي تکساري ايي ؛ د خلکو غوښتنه داده چې په هېواد کې اوربند ټينګ شي څو د هغه په شتوالي کې خبرې مطلوبې پایلې ته ورسېږي. نوموړی زیاتوي پایلې ته د سولې د مذاکراتو رسېدل په دواړو لورو پورې تړاو لري؛ که د دواړو لورو موخه د سولې او  امنیت ټينګښت وي ؛ خبرې به پایلې ته ورسېږي. خو که د هغوی غوښتنه پر یوبل د خپلو غوښتنو تبل وي ؛ مذاکرات به مطلوبه پایله ونه لري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې