د سولې په خبرو کې د ښځو په تړاو د احتمالي محدودیتونو منل کېدل یوه هغه موضوع ده چې د دغو خبرو له پېلېدو د ښځو په برخه کې د فعالو دولتي او نادولتي ادارو د مسوولانو او کارکوونکو په یوې لویې اندېښنې بدله شوې ده . یو شمېر مېرمنې وايي چې افغان ښځو په تېرو کلونو کې د هغه څه د ترلاسه  کولو لپاره چې اوس یې لري؛ مبارزه کړې ده او امکان نه لري چې د هغوی په حقونو معامله وشي .

د هلمند د ښځو چارو رییسه وجیهه مقدس رسولي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي؛ دولت ښځو ته ډاډ ورکړی دی چې د هغوی له حقونو به دفاع کوي او هغوی دې په دې تړاو اندېښنه نه کوي . خو که چېري د مېرمنو د حقونو د معاملې پرېکړه وشي؛ ښځې به یې پروړاندې ودرېږي. « امکان نه لري چې ان یو ګام هم شاته ستنې  شو؛دولت ته اجازه نه ورکوو چې ان زموږ د حقونو پر یوې برخې هم معامله وکړي او په هېواد کې داسې سوله رامنځته کړي چې د هېواد د نیمايي نفوس حقونو ته پکې پاملرنه ونه شي «

شبکه: آيا د مرکچي پلاوې ښځينه غړې د ښځو د حقونو د دفاع وړتیا لري ؟

مقدس رسولي:  هغه مېرمنې چې د افغانستان د ښځو په استازیتوب د سولې په خبرو کې حضور لري؛ که په جدي توګه د ښځو د حقونو  او د هغوی د تېرو لاسته راوړنو دفاع وکړي؛ حتما به خپل اغېز ولري. بله موضوع داده چې زما په اند نارینه هېڅکله د ښځو په استازیتوب د هغوی له حقونو دفاع نه شي کولای؛ ځکه د ښځو ستونزې او درد چې هغوی یې زغمي؛ یوازې یوه ښځه درک کولای شي؛ نو له  همدې امله دا غوره وه چې له بیلابیلو ټولنیزو کچو او بیلابیلو ولایتونو نه ښځو د سولې په خبرو کې حضور لرلای . له دې ټولو  سره سره هیله من یو چې څو استازې هم وکړای شي د ښځو له حقونو او لاسته راوړنو پرېکنده دفاع وکړي څو د هېچا حقونه ضایع نه شي.

شبکه: په ښځو  پورې پر اړوندو کومو موضعګانو باید ټینګار وشي .

مقدس رسولي:  د افغانستان ښځې اوسمهال په دوو برخو کې لویې لاسته راوړنې لري؛ لومړی د زده کړو او  تحصیل په برخه کې چې په لویو ښوونیزو مرکزونو کې د هغوی پراخ حضور دا خبره تاییدوي او بله د کار برخه ده چې په ډيرو برخو کې د ښځو فعالیت دا خبره ثابتوي. دا لاسته راوړنې په ډېرو مبارزو سره ترلاسه شوي دي او باید له پامه ونه غورځول شي.د ښځو د کار او زده کړو حق چې اسلام هم د هغوی لپاره په پام کې نیولی باید وساتل شي؛ دا زموږ سرې کرښې دي.بله موضوع دا ده چې د افغانستان په جګړه کې ډیری کورنیو د خپلې کورنۍ یو نارینه غړی له لاسه ورکړی چې باید د هغوی پاتې کسانو په تېره بیا بې سرپرسته ښځو ته پاملرنه وشي او هغوی  ته دا اجازه ورکړل شي څو د سولې په خبرو کې خپل نظر او  اعتراض شریک کړي.انتقالي عدالت باید پلی شي؛ هغو لورو چې زیان یې رسولی باید د قربانیانو له کورنیو بښنه وغواړي او په راتلونکي حکومت کې باید کونډو ښځو ؛ بې سرپرسته ماشومانو او د وژل شویو امنیتي سرتېرو د کورنيوغړو ته پاملرنه وشي؛ ځکه هغه څه چې موږ یې اوس لرو د هغوی د قربانیو پایله ده.

شبکه: په تېرو دوه لسیزو کې په هلمند ولایت کې د ښځو په وضعیت کې څه بدلون رغلی دی ؟

مقدس رسولي: په تېرو دوه لسیزو کې په افغانستان په تېره بیا په سویل لوېدیځ زون کې د ښځو په برخه کې ډیر بدلونونه راغلي دي؛ د بېلګې په توګه پنځلس کاله وړاندې په دارالمعلمین کې ان یوې ښځينه محصلې حضورنه درلود. خو اوسمهال هرکال ترې لسګونه ښځې فارغېږي. په تېر کې مو د هېواد په دې برخه کې پوهنتون نه درلود. خو اوسهال سلګونه نجونې  د لیسانس په کچه فارغېږي او د ټولنې په بیلابیلو برخو کې کارکوي . ښوونکې؛ ډاکټره او  قابله له مهمو اړتیاوو دي چې په تېر کې  له هغو بې برخې وو او اوس زیاتې ښځې په دې برخه کې کار کوي. بل پرمختګ مو چې درلود د ښځو د ځانګړې څارنوالۍ جوړېدل دي . په ټولیز ډول ویلای شو چې د هلمند ښځو په تېرو دوو لسیزو کې ډیر پرمختګونه لرلې دي .

شبکه: په حکومت کې به د طالبان راګېډېدل د ښځو پرفعالیتونو څه اغېز ولري؟

مقدس رسولي: افغانستان یو اسلامي هېواد دی؛ نو له همدې امله یې قوانین داسلامي شریعیت د لارښوونو پرخلاف نه دي. طالبان باید پوه شي چې د ښځو فعالیت د اسلام د لارښوونو پرخلاف نه دی او په واک کې په راګېډېدو سره باید د هغه مخالفت ونه کړي او اپوټه باید ښځو  ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي او په بیلابیلو برخو کې کار وکړی.موږ نه غواړو چې په افغانستان کې  داسې نظام واکمن شي چې ښځې یوځل بیا په کورونو کې را اېسارې شي او د زده کړو او فعالیت اجازه ترې واخیستل شي.کله چې هغه څه چې موږ یې غواړو د دین له پلوه روا دي؛ طالبان هم باید هغه ومني او له هغو حقونو چې اسلام  ښځو ته ورکړي دي ؛ دفاع وکړي ؛ نه دا چې هغه د ځان په ګټه تفسیر یې وکړي. د ښخو حقونو ته چې د افغانستان د نفوس نیمایيي برخه جوړوي؛باید پاملرنه وشي او د هېوادوالو دا برخه باید د ټولنې او سیاست په ګډون د ټولنې په بیلابیلو برخو کې مشارکت ولري .

شبکه:  د سولې د خبرو په  هکله ستاسو تر ټولو لویه اندېښنه څه ده ؟

مقدس رسولي: د تاریخ له مخې  طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال له ښځو سره نا انساني چلند لرلی دی  او موږ نه غواړو چې دا دوره بیا تکرار شي.ښځې پر خپلو حقونو پوهېدلې او په کلونو یې د هغو لپاره مبارزه کړې ده؛که په پام کې وي د طالبانو دوره تکرار شي؛ ښايي ښځې یې پر وړاندې ودرېږي څو یې څوک له خپلو حقونو بې برخې نه کړي.

شبکه: د هغو ژمنو تضمین چې د سولې په خبرو کې کیږي؛د  کومو کسانو او ډلو پرغاړه دی؟

مقدس رسولي:  ما په څو پروګرامونو کې  همدا پوښتلې دي چې آیا افغان حکومت دا وړتیا لري چې د سولې په خبرو کې لاسلیک شوې ژمنې تضمین کړي؟ دا موضوع د افغانستان د ټولو خلکو لپاره څرګنده ده او تاریخ ته هم د سر په ورښکاره کولو سره پوهېدلای شو چې ژمنې لږ عملي کیږي. که طالبان په ریښتیا د افغانستان دي؛ باید د ګاوندیو هېوادونو د لاسوهنو پر وړاندې له افغان حکومت سره یوموټي شي او په پایله کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. بل خوا نړیواله ټولنه او د سولې په خبرو کې ښکېل هېوادونه هم  باید د ژمنو عملي کېدل تضمین کړي.

مېرمن مقدس رسولي وايي د دولت مرکچي پلاوی باید د ښځو د حقونو په تړاو محتاط وي او هڅه وکړي چې خبرې په داسې ډول مخته یوسي چې په ټولنه کې د ښځو لپاره د نور فعالیت او پرمختګ لاره هواره شي .

د ښځو او سولې په اړه مرکې