یو له هغو موردونو چې د مدني ټولنې اوښځو د حقونوفعالانو د سولې په خبرو کې د بحث وړ مهمې اوبنسټیزې مسالې په توګه پرې ټتینګار کړی دی ؛ د هېوادوالو د اساسي حقونو موضوع ده . ددغو فعالانو په وینا د سولې خبرې باید بشري حقونو ته د درناوي پربنسټ وي.

مدني فعال عمر احمد پرواني د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې د خلکو د اساسي حقونوساتل  باید د دولت سره کرښه وي او خبرې اترې باید د هېوادوالو د نه انکار وړ حقونو پر منلو ولاړې وي. « د هېوادوالو د اساسي حقونو ساتل چې په اساسي قانون کې راغلي دي؛  د بیان او فکر د آزادۍ ؛ د زده کړو د حق او د کار د انتخاب لپاره راغلي دي. فکر کوم تر دې بشپړ سند نشته چې بشري حقونو ته درناوی د خبرو بنسټ وي.

شبکه: اوسني وضعیت ته په پام سره د سولې له خبرو ستاسو ارزونه څه ده ؟

پروانی: خبرې اترې په خپل نفس کې ډیرې ښې دي؛ د ټوپک او وینې تویدنې پرځای له مذاکراتو ګټه اخیستل ښه اقدام دی . بل خوا طالبانو ته هم  باید فرصت برابر شي څو خپلې غوښتنې شریکې کړي ؛ ان که خبرې پایلې ته ونه رسېږي هم؛ هیله من یو چې د هغو تجربې د دواړو لورو په چلند او باورونو کې بدلون رامنځته کړي .

شبکه: په سولې بهیر کې دښځو حضور پر دغه بهیر څه اغېز لري؟

پروانی:   د دولت د مرکچي پلاوي په ترکیب کې د ښځو په تېره بیا د باسواده او باسلیقه هغو حضور هغه هم په داسې حالت کې چې د طالبانو په پلاوي کې هیڅ مېرمن نشته دوه پيغامه لرلای شي؟ لومړی داچې ښځې د افغانستان د نیمايي وګړو په توګه باید په دغو خبرو کې حضور ولري او بل داچې د طالبانو په پلاوي کېد ښځينه استازې نشتوالی د هغوی لپاره یو منفي ټکی دی او ښيي چې هغوی د هېواد د نفوس نیمایي برخه په داسې حد کې نه ګڼي چې په دغه راز غونډو کې ګډون وکړي او له خپلو حقونو دفاع وکړي.په هر صورت ښځينه استازې کولای شي د خپلو حقونو او آزادیو په برخه کې پر خپلو غوښتو او راغلو بدلونونو طالبان و پوهوي او هغوی ته دا پیغام ولېږدوي چې د افغانستان ښځې په داسې حد کې  دي چې وکړای شي د نارینه وو ترڅنګ د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي او په لوړ غږ سره له خپل او د خپلو همډولو له حقه دفاع وکړي . دا ښه کار په نیک فال نیسم .

شبکه: ستاسو په نظر مرکچي پلاوی د ښځو د حقونو لپاره ظرفیت او لازم چمتوالی لري؟

پروانی: که مرکچي پلاوی د سولې د وزارت ؛ د ملي روغې جوړې د عالي شورا او لسګونه نورو مدني بنسټونو په سلامشوره چې په رضاکار ډول د ښځو لپاره کار کوي مخته ولاړ شي؛ ډېر اغېز به ولري .د مرکچي پلاوي غړي له څو تنو پرته چې د سلیقې له مخې ټاکل شوي دي ؛ داسې کسان دي چې په مذاکره کې پیاوړي دي؛ د هېواد د سل کاله په تېره بیا وروستیو څلورو لسیزو پر تاریخ  پوهېږي او په تړاو یې پوره معلومات لري او د هغوی پر پوهې حساب کولای شو؛ سره له دې که هرڅه د مذاکرې په ډلې پورې منحصرې وي ؛ فکر نه کوم  دا کافي وي ؛ د پلاوي غړي باید له نورو همکارو ادارو سره همغږي ولري.

شبکه: ستاسو په اند د طالبانو حضور به په ټولنه کې د ښځو پرفعالیت څه اغېز ولري؟

پروانی:  په واک کې د طالبانو حضور په دوو سندونو او دوو غبرګونونو پورې تړاو لري ؛ له دوو سندونو موخه لومړی د طالبانو  او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی سند او دویم هغه سند دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او  طالبانو ترمنځ لاسلیک کیږي . دوه ډوله غبرګونونه هم  یو د مذاکراتو په لړ کې د مدني ټولنې غبرګون دی  او بل د هوکړې له لاسلیک وروسته غبرګون . داهغه څه دي چې روښانه کوي طالبان به په ټولنه کې د ښځو پر رول څه اغېز ولري . که موږ د مدني ټولنې د فعالانو په توګه چوپ پاتې شو؛ مطمئنا چې د طالبانو تندلارې او محدودوونکې غوښتنې به پرځای شي.زما په نظر د مقاومت او د آزادي غوښتونکو ترمنځ د یوالي په صورت کې به  دومره اغېز ونه لري ؛ ځکه اوس هغوی له ښاري میلیوني چاپېریال سره مخ دي؛زرګونه تنه هېوادوال ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري او په ټولنه کې رسنۍ هم فعالیت لري .خو که مذاکرات په سم ډول  مخته ولاړ نه شي او موږ هم غبرګون ونه ښیو ؛ ددې امکان شته چې بېرته محدود شو د وروستیو کلونو د لاسته راوړنو لویه برخه له پامه وغورځول شي.

شبکه: ستاسو په اند څه تضمین شته چې طالبان د سولې له خبرو رووسته پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

پروانی: د طالبانو په څېر یوې اور پکې ډلې لپاره چې د خلکو د ځپلو مخینه لري هیڅ تضمین نشته . لودېځ هېوادونه په تېره بیا امریکا په سیاسي مسایلو کې مذاکره کوونکو لورو ته د ژمنو په ورکولو سره په ډيری موردونو کې کولای شي مرسته وکړي او دا چاره په آسانۍ سره شونې ده . خو سره له دې هغه څه چې د آزادیو د ساتنې ضامن دي ؛ تر ډيره د ټولنې د فعالو ځواکونو پوهاوی او یوالی دی چې ښکېل لوري تر مدنی فشارونو لاندې راوستلای شي . باالاخره هرڅه په موږ پورې تړاو لري ځکه نړیوالې ټولنې په ډيری موردونو کې څوګوني چلند لرلی دی .

د ښاغلي پرواني په وینا ؛ افغان حکومت توانیدلی دی چې د هغه څه پر وړاندې چې د امارت طرحه وه ودرېږي او د سولې هغه طرحه چې په خپله د امریکا په منځ کې  یوه  سیاسي ننداره وه ؛ له جمهوریت نه د دفاع په دريځ سره وننګوي او د خلکو په تېره بیا د مدني ټولنې اراده داده چې د امارت پر وړاندې له جمهوریته دفاع وکړی او آګاهانه انتخاب ولري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې