د افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د افغانستان د مدنی ټولنی اوبشری حقونو شبکې پیغام په هیواد کې دولسمشرۍ ټاکنو په اړه

آزادی، دالله تعالی ( ج ) له لوری یو لوی نعمت او د بشری حقونو یو اړین ارزښت دی. دموکراسی،د آزادۍ کارول او ټاکلو په معنا ده. د انتخاب آزادی د بشری حقونو یوله ترټولو مهومو عنصرونو څخه دی. په دی ورځو کې زموږ په ګران هیواد کې د آزادۍ او دموکراسۍ مستحق وکړی دخپلې یو سترې هیلې یعنې د ولسمشر دټاکلو ، دترسره کیدو شاهد دی.دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په ډیرې خوښۍ سره په هیواد کې ددې تاریخی ورځې ستاینه کوی، او لاندې ټکې اعلانوی.

•  ټاکنې د نظام مشروعیت مطرح کوی. په ټاکنو کې هرډول درغلی د نظام مشروعیت تر پوښنتې لاندې راولی او په افغانستان کې د ملت کیدو او د دولت کیدو د له منځه تلو لامل کیږی. له دې امله دافغانستان د مدنی تولنې اوبشری حقونو شبکه په ټاکنوکې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړی ترڅو د ټاکنو پرمهال له هرډول درغلی له دترسره کولو څخه دې ډډه وکړی.

• دټاکنو په ورځ له ښو اخلاقوڅخه کار اخیستل، د وګړو بشری حقونو ته احترام، ددیموکراسۍ فرهنګ ته احترام ددې لامل کیږی ترڅو خلک په انتخاباتو باور وکړی اوهغه له ترټولو مهم سیاسی ،اقتصادی او ټولنز عامل په توګه په رسمیت وپیژنی. له دې امله دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له ټولو کاندیانو ، انتخاباتی کمپاینونو او دهغوی له تبلیغ کونکو څخه غواړی ترڅو د خلکو رایو ته احترام وکړی او له هرډول تاوتریخوالی څخه چې د ټولنې د ذهنیت د مغشوش کید لامل کیږی مخنیوی وشی. د درغلۍ په وړاندې اعتراض دافغانستان د هر وګړی حق دی،خو اعتراض باید د ټولنې دوګړو ټولنیز او فردی امنیت ته زیان ونه رسوی.

•  دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له ټولو ملی او نړیوالو څارونکو څخه غواړی ترڅوخپل نظرونه د ټاکنو په اړه ، جمعی رسنیو له لارې ، په ساده ژبه ژر ترژره د افغانستان خلکو ته مطرح کړی. افغانستان په حساسو شرایطو کې دی. له نړیوالو تجروبو په ځانګړې توګه دګاونډیو هیوادونو له تجربو څخه په ګټه اخیستلو، ملی او نړیوالو څارونکو راپور ورکول باید په موقع بې له ځنډ او شفافه توګه دهیواد وګړو په خدمت کې ورکړی، ترڅو هرډول غلط تعبیر او دغلطو تفاهمونو مخ نیوی وشی.

• دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه ، له ټولو امنیتی ځواکونو او د افغانستان په جګړه کې له ټولو ښکیلو خواو وو څخه غواړی ترڅو دخلکو ټاکنو او دغې ورځې ته د هیواد په ټولنیزې او سیاسی فضا کې درناوی وکړی او له هرډول تاوتریخوالیو او جګړوڅخه دی مخنیوی وکړی. د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دې باور ده ، چې سیاسی قدرت ته رسیدل یواځې او یواځې د سیاسی مبارزو او کمپاینونو له لارې وشی،نه د جګړې او تاوتریخوالی له لارې نو له دی امله ټاکنې دغه فضا ټولو سیاسی ځواکونو ته رامنځته کوی او ټول سیاسی ځوکونه باید دغه مهم اصل ته درناوی وکړی.

• د رسنیو آزادی ، دوګړو لپاره دمدنی حقوقونو یو له مهمو بنسټونو څخه ده. دافغانستان د مدنی ټولې او بشری حقونو شبکه له ټولو دولتی او خصوصی رسنیوڅخه غواړی ترڅو د افغانستان ملی ارادې ته درناوی وکړی او د فرهنګ ، د وګړو سیاسی حق او د بشری حقونو ارزښتونو راوج کولو ته په هیواد کې پیل وکړی.

• د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دې باور ده چې زموږ د هیواد وګړی دیو تاریخی ازمایښت په درشل کې دی. په ټاکنو کې ګډون د دیموکراسۍ او بشری حقونو فرهنګ رواجولو لپاره یو ستر تمرین دی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د رسنیو لپاره د پروګرامونو په جوړولو، دمقالو او لیکنو په خپرولو ،دکمپاینونو په جوړولو ، د کارنده خبرو اترو ، سمپوزیمونو او روزنیز پروګرامونه د ټاکنو په اړه د هیواد په لر اوبر کې خپله برخه ترسره کړې.د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونوشبکه دخپلو غړو ټولنو سره یوځای په ټاکنو کې د فعالې ونډې په لرلو سره هیله منه ده ترڅو دغه ورځ د آرامۍ او امنیت په فضاکی ترسره شی.

به امید تعمیم دموکراسی در کشور
په هیواد کې د دموکراسۍ د هیلې په ټینګیدو سره

د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

د۱۳۸۸ کال د زمری ۱۹، چې برابره ده د ۲۰۰۹ زیږدیز کال د اګست ۱۰
کابل، افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ