یو شمېر مدني فعالان وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ نشتون او ورسره همهاله د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدو ددغو خبرو په تړاو هیلې کمې کړې دي .

د بدخشان د مدني ټولنې د مجتمع رییس د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په م کې وایي مرکه کې وايي د سولې په مذاکراتو کې نه پرمختګ او د وژنو او تاوتریخوالي زیاتوالي یې هغه هیلې او تمې چې له دغو خبرو یې لرلې؛ په نهیلۍ بدلې کړې دي « زما په اند لازمه ده چې د افغان دولت ملاتړي هېوادونه په تېره بیا ملګري ملتونه او دغه راز د طالبانو ملاتړی هېوادونه د فشار د یوه اهرم په توګه د مذاکرې لوري پر  یوه اوربند هوکړې کولو ته اړباسي .د سولې د خبرو له پېل راهیسې تاوتریخوالی او وژنه خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده چې؛ دا د دښمنیو د زیاتېدو لامل کیږي . بحث د سولې پر سر دی او دا ایجابوي چې لومړی پر اوربند هوکړه وشي او وروسته د نظام په ګډون د نورو بحثونو پر لور ولاړشي.

شبکه: آیا سوله یوازې د جګړې د درېدو په مفهوم د منلو ده ؟

سائس: سوله د جګړې نشتوالی نه دی؛ داسې امنیت غواړو چې په هغه کې د ټولنې بیلابیل پاړکي د یو بل په منلو سره حضور ولري او د هغوی توپېرونه د یوه پرېکنده واقعیت په توګه ومنل شي چې په دې صورت کې به موږ ننګونه ونه لرو.موږ داسې امنیت غواړو چې ټولنیز او کاري خونديتوب او د بیان آزادي پکې وي.

شبکه:ستاسو په اند له داسې ډلې سره خبرې به چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په تړاو نه لري؛ خبرې کومې پایلې ته ورسېږي؟

سائس: طالبان ازمویل شوي دي په نظام جوړونه کې پاتې راغلي دي او د خپلېواکمنۍ پرمهال یې انساني ارزښتونو ته درناوی نه کاوه ؛ د هغوی د واکمنۍ پر مهال ښځو ته چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي هیڅ ونډه نه وه ورکړل شوې؛ د کار ؛ زده کړو او  ان د خاوند د ټاکلو حق یې نه درلود. که د طالبانو نظر اوس هم د تېر په څېر وي؛ څرګنده ده چې یوه داسې ترهګره او سخت دریځه ډله ده چې له ټولو انساني ارزښتونو سره نابلده ده او داسې ډله په سختۍ سره سولې او انساني  ارښتونو ته غاړه اېږدي.

شبکه: ستاسو په اند د ښځو په هکله د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی دی؟

سائس:  که طالبانو غوښتلای چې خپل تېر وغندي او په نویو نظرونو سره خبرو ته راشي؛ لږترلږه دخپل مرکچي پلاوي په جوړښت کې به یې دوو ښځو ته ونډه ورکوله او ثابتوله به یې چې د ښځو په هکله د هغوی نظر بدل شوی دی؛ پر دې بنسټ د ښځو په هکله د طالبانو په نظر کې کوم بدلون نه وینم .

شبکه: ستاسو په باور د دولت مرکچي پلاوی په تېره بیا د هغه ښځينه غړې د افغانستان د ښځو د استازيتوب وړتیا لري.

سائس: هغه ښځې چې د مرکچي پلاوي غړي دي؛ باشخصیته او پوهې دي؛ له دې ډلې مېرمن کوفي  او مېرمن ګیلاني د بیان ظرفیت ؛وړتیا او صلابت لري. زما په اند هغه نارینه چې په دې پلاوي کې دي هم پیاوړي اشخاص دي؛ ښاغلي منصور او محترم ناردي هغه کسان دي چې د هغوی د مذاکرې په وړیتا او ځواک باور لرم . .

شبکه:  د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په تړاو باید پر کومو موضعګانو ټينګار وشي؟

سائس:  په خپله له ښځو پرته بل هیڅوک حق نه لري چې د هغوی په استازیتوب خبرې وکړي .د حکومت او حکومتولۍ په تړاو د ښځو لید لوری توپېر کوي . هغوی باید په خپله د ځان د برخلیک لپاره پرېکړه وکړي . موږ نن ورځ ډېرې روڼاندې؛ مخکښې؛ تحصیل کړې؛ او سیاستوالې ښځې لرو چې هره یوه یې یو ځواک او یو بهیر دی او هغوی له پامه نه شو غورځولای .ښځې باید  له آزادۍ او په واک ؛ ټولنې؛ دولتي ادارو او اقتصادي فعالیتونو کې له خپل حضور نه د سرو کرښو په توګه دفاع وکړي؛ تر هغو چې ښځې په اقتصادي فعالیتونو کې ونډه ونه لري؛ افغانستان به هېڅکله د سوکالۍ او پرمختګ پر لور ولاړ نه شي.

شبکه: ستاسو په اند که طالبان د سولې د هوکړې لپاره د ښځو په هکله محدودیتونه مطرح کړي؛ باید ومنل شي؟

سائس: د مذاکرې دواړه لوري باید له ځانه نرمښت وښيي.که یوې لنډمهالې سولې ته هم رسېږو؛یو اندازه انعطاف ته اړتیا ده .د بیلګې په توګه د ښځو د تحصیل په برخه کې دا انعطاف شونی دی په داسې ډول وشي چې د لنډمهال لپاره د نجونو او  هلکانو ټولګي سره جلا شي.خو د زده کړو ؛ کار او د خاوند د ټاکلو په ګډون حقونه د ښځو طبیعي حقونه دي او باید له هغوی وانخیستل شي.

شبکه: په واک کې د طالبانو حضور به د مدني بنسټونو پر فعالیت څه اغېز پرېباسي؟

سائس: زما په اند په حکومت کې به د طالبانو په حضور سره نه یوازې مدني فعالیتونه په خطر کې وي؛ بلکې؛ نظام ؛ اساسي قانون ؛ د بشري حقونوارزښتونه ؛ د رسنیو آزادي او د ښځو آزادي چې په وروستیو نولسو کلونو کې رامنځته شوې له جدي خطر سره مخ شي.خو سره له دې هم په هېواد کې د پياوړو ښځو او تحصیل کړو ځواناونو  او د ګڼو ښوونځيو او پوهنتونونو شتوالي ته په پام سره؛ دا لېرې ګڼم چې په ټولنه کې د طالبانو نظر ومنل شي.

ښاغلی سائس په دې باور دی چې په افغانستان کې جګړه او سوه دواړه له بهره تپل کیږي او په هېواد کې د سولې د ټينګښت یوشرط دا دی چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه پکې د سولې او امنیت پلوي وي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې