یو شمېر فعالې مېرمنې په دې باور دي چې په ټولنه کې بېلابېل مسایل د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډونه ګڼل کېږي او دوی مجبورې دي چې ددغو خنډونو د له منځه وړلو لپاره په بېلابېلو برخو کې مبارزه وکړي.

فرخنده زهرا نادري، د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي: په ټولنه کې د ښځو د وروسته پاتې والي او نه پرمختګ لاملونه بې شمېره دي او له همدې امله ښځې د لازیات پرمختګ لپاره له بېلابېلو خنډونو سره مبارزې ته اړتیا لري. «له بده مرغه زموږ په ټولنه کې داسې توند لاري شته چې په یو ډول د طالبانو په شان نظریات لري، خو د وسلې اخیستو ځواک یې نه دی لرلی، البته په دې ډله کې یوازې نارینه نه دي، بلکې په هغوی کې ښځې هم شته. له بلې خوا، له ښځو اوزاري استفاده روانه ده. ددغو اندېښنو د لېرې کولو لپاره باید موږ په یو وخت په څو سنګرونو کې وجنګېږو.»

شبکه: هغه څه ته په پام سره چې تاسو وویل او له هغې ډلې سره د سولې مذاکراتو ته په پام سره چې د واکمنۍ دوره یې د افغان مېرمنو لپاره د تاریخ تر ټولو بده دوره وه، آیا دا خبرې به مثبته پایله ولري؟

نادري: زه فکر کوم، موږ ددې حق نه لرو چې خپل دولتي مسوولین تایید کړو او یوه بله سیاسي ډله رد کړو. موږ دداسې هېواد اوسېدونکي یوو چې خلکو یې کابو دوې لسیزې مخکې په ډول ډول طریقو ځانونه له لاسه ورکړي دي، د بېوزلۍ تر ټولو لوړه کچه لري او دا په داسې حال کې دي چې له هېواد سره میلیونونه ډالره مرستې شوې دي. موږ نشو کولای تل د خپلو اختلافاتو د اواري لپاره له نړۍ مرسته وغواړو، بلکې باید دا زده کړو چې څه ډول ځانونه اصلاح کړو. باید پوه شو چې یوازې مقابل لوری ددې وضعیت مسوول نه دی، بلکې موږ هم مسوولیت لرو. دا چې یوه ډله ښه او بله بده معرفي کړو زموږ د کمزورۍ او د بشري حقونو مسایلو ته د نه پاملرنې ښودنه کوي. په هر صورت د سولې سفر له هسکو ټیټو سره مل دی او زه د طالبانو په هکله لږترلږه دې ته هیله منه یم چې ډېری طالبان د همدې خاورې بچیان دي او د یوې عقیدې لپاره مبارزه کوي او ښايي د افغانستان د نوي نسل په وړاندې د مسوولیت احساس وکړي او سولې د ټینګښت لپاره ژمنه وکړي.

شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه د طالبانو پر هغې تګلارې چې د ښځو مخالف دي اغېزه کولای شي؟

نادري: موږ یوې ملي اجماع ته اړتیا لرو ترڅو د نظام، د اساسي قانون د ارزښتونو، برابرۍ او ټول ګډون والي ښه انځور طالبانو ته وښيو. په اوسني وخت کې د نیمګړتیاوو په لړ کې مهم څه چې موږ یې لرو دا دي چې ښځې کولای شي د خپلو حقونو لپاره عدالت غوښتنه وکړي. ما چې کله په حکومت کې کار پیل کړ، غوښتل مې له هغو بحثونو او مبارزو وراخوا چې په پارلمان کې مې کړې وې، نوی باب پرانیزم او هغه دا و چې باید په دولت دارۍ او حکومتولۍ کې ښځو ته له جنسیتي مسلو اخوا وکتل شي.

شبکه: ستاسو په نظر د دولت مرکچي پلاوی، په تېره بیا ښځینه غړې یې د مېرمنو استازیتوب او د دوی له حقونو دفاع کولای شي؟

نادري: ما په ځلونو ویلي او بیا هم تکراروم چې د دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړې، د هېواد په کچه ظرفیت لرونکې مېرمنې دي. دوی لوی مسوولیت پرغاړه لري او د نظام او خلکو له خوا یې ملاتړ کېږي. هیله منه یم چې دوی له پخوا زیات او په لازیاته انرژۍ عمل وکړي او دا مسوولیت په یوه فرصت بدل کړي، موږ هغوي ته تمه لرو او پوهېږو چې له طالبانو سره د مذاکرې لپاره لازم ظرفیت او تجربه لري. افغانان باید دې موضوع ته پام وکړي چې نه یوازې د مرکچي پلاوي له ښځینه غړو بلکې نارینه وو هم دفاع وکړي، په دې شرط چې د پلاوي غړي په مذاکراتو کې د هېواد ګټو ته پام وکړي. زه ډاډمنه یم چې د مرکچي پلاوي غړي تجربه لروونکي او د پوهې لوړه کچه لري، د پلاوي ځوانان د مرکچي پلاوي د نورو غړو له تجربو ګټه اخیستی شي. هرڅه د پلاوي د غړو ترمنځ په وحدت او یووالي پورې اړه لري.

شبکه: د یوې فعالې مېرمنې په توګه، فکر کوئ چې په واک کې د طالبانو ونډه به د ښځو پر فعالیت څه اغېز وکړي؟ که د ښځو د حقونو په اړه محدودیتونه رامنځته شي، ستاسو لپاره د منلو وړ دي؟

نادري: طالبان باید پوه شي، هغو کسانو چې د دوی د واکمنۍ پرمهال ژوند کړی په هېڅ توګه د یوه ښاروند په توګه نه وو، تر ډېره د داسې رعیت په شان وو چې په یوه مطلقه سلطنت کې ژوند کوي، هغه هم داسې سلطنت چې قانون یې په وهلو تعریفاوه. په هغه وخت کې نه یوازې ښځې، بلکې نارینه هم مجبور وو څه چې طالبانو ویل پرې عمل وکړي، آن د جامو بڼه هم ددې ډلې له خوا ټاکل کېده. که طالبان د ښځو او بېلابېلو لږکیو حقونه ونه مني او ټول ګډون والی ونه مني، ښځې او قومي او مذهبي لږکي باید د خپلو حقونو لپاره عدالت غوښتنه وکړي، دوی په ګډه اغیزناک کېدای شي. د سولې یوه برخه د ارزښتونو منل دي، طالبان باید ارزښتونه ومني، دا زموږ لپاره د منلو وړ نه دي چې دا ډله په واک کې د ګډون لپاره د ښځو حقونو ته بې پامي وکړي.

شبکه: د هغه څه په اړه چې تراوسه د سولې په خبرو کې شوي ستاسو ارزونه څه ده؟

نادري: له ډېرو کلونو راهیسې موږ د سولې خبره کوو او په دې لاره کې موږ ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د سولې بهیر په ټولنه نړۍ کې له ننګونو سره مخامخ وي، هر څومره چې د جګړې وخت زیاتېږي په هماغه کچه سولې ته رسېدل پېچلی کېږي او لامل یې عقدې، دردونه او بې وزلي ده. په افغانستان کې یوازې دوه لسیزې جګړه بسنه کوي چې سولې ته لاسرسی پېچلی شي، دا خو لاپرېږده چې په هېواد کې د څو لسیزو جګړو اغېزې په پام کې ونیسو چې پر څو نسلونو یې اغیزه کړې ده. جوته ده چې دا ټول نسلونه د سولې په اړه بېلابېل نظریات لري او غوښتنې یې هم مختلفې دي. باید ولیدل شي چې څه ډول ددغو نظرونو ترمنځ سمون رامنځته او د سولې د بهیر پېچلتیا کمولای شو.

شبکه: ستاسو په نظر څه ضمانت شته چې طالبان د سولې له هوکړې وروسته پر خپلو ژمنو ودرېږي؟  

نادري: نړیواله ټولنه باید په جدیت او ژمنې سره چې لري یې باید دا تضمین پرغاړه واخلي، د افغانستان د امنیت موضوع د نړۍ له امنیت سره تړاو لري.

مېرمن نادري وايي، د هېواد چارواکي باید د سولې له لارې رامنځته شویو فرصتونو ته پام وکړي او په دقیقه توګه ننګونې وارزوي.

هغه زیاتوي، ددې وخت رارسېدلی چې دوی له سیاسي پوهې په استفادې په هېواد کې د تر ټولو مهمې پېښې لوبغاړي وي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې