یوشمیر ټولنیز فعالان وايي، چې د سولې په هوکړه لیک کې د ښځو اساسي حقونه باید تضمین شي، له دې پرته به دا هوکړه لیک لازم اعتبار ونه لري.

د «نه به خشونت» موسسې رییس فهیم فرواک له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې ویلي، یو مهم مورد چې د سولې په هوکړه کې باید تضمین شي د ښځو د حقونو محفوظ پاتې کیدل دي که چیرې دا موضوع د سولې په مذاکراتو کې په پام کې وه نه نیول شي، د سولې د هوکړې اعتبار ته به زیان ورسیږي. هغه وايي « د افغانستان له ښځو د تاریخ په اوږدو کې د سیستماتیک ظلم د زغملو له امله باید ځانګړی ملاتړ وشي او د هغوۍ اساسي حقونه لکه زدکړه، د کار حق او سیاسي مشارکت د سولې په هوکړه لیک کې تضمین شي، که چیرې دا حقونه په مذاکراتو کې له پامه وغورځول شي نو د سولې هوکړه لیک به چندان اعتبار ونلري او دا هوکړه به د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره ونه لري.»

شبکه: د سولې په خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟ تر څه حده کیدای شي هیله منونکې پایله ولري؟

 فرواک: دا خبرې درې عواملو پورې تړلي دي؛ لومړی متغیر په امریکامتحده ایالاتونو کې حاکمه اداره ده، دویم متغیر د سیمې د هیوادونو اغیزه ده او دریم متغیر د مذاکراتو د دواړو لوریو ګټې دي. د امریکامتحده ایالاتونو ټاکنو عملاْ د سولې په خبرو اغیزه کړې او مذاکرات په ټپه ولاړ دي، د دولت د مذاکراتي پلاوي یوشمیر غړي کابل ته راستانه شوي دي او دا چې په دوحه کې څه تیریږي او یا نه تیریږي مشخصه نه ده، ځکه د مذاکراتو په اړه معلومات نه خپریږي. هغه څه چې د سولې د بهیر په اړه لیدل کیږي، د جګړو او تاوتریخ والیو ډیریدل دي چې د دې وضعیت عامل د سیمې د هیوادونو استخبارات دي چې د خپلو ګټو په هڅه کې دي، د بیلګې په توګه یوشمیر دا کړۍ له طالبانو سره په همغږۍ د ا فغانستان په دولت د فشار راوړو هڅه کوي څو په دې توګه د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو د امتیازاتو وزن ډیر کړي. بلخوا دواړه لوري د سولې په خبرو او د جګړې په ډګر کې د امتیازاتو د ډیریدو په هڅه کې دي.  اوس د سولې خبرې تازه پیل شوي او د سولې خبرو ته هیله مندي کولی شو د دې شعر په ویلو خلاصه کړو.  «الهی چنان کن سرانجام کار/ تو خوشنود باشی و ما رستگار»

شبکه: له داسې ډلې سره چې له ښځو سره د چلند ښه مخینه نه لري د سولې د خبرو کول به په سیاسي او ټولنیزه برخه کې څه اغیزه ولري؟ آیا ستاسو په باور ښځې به یولړ د یولړ منفي بدلونونو منلو ته اړې کړای شي؟

 فرواک: د افغانستان د ښځو اړتیاوې او لیدلوري په دوه برخو ویشل کیږي؛ لومړی د هغو ښځو نظر چې د دولت مخالف او موافق دي او د خپلو زامنو د روغې جوړې لپاره هیله لري، دا ښځې د جګړې په دواړه جبهو کې د خپلو زامنو په تړاو اندیښنه لري او یواځې غواړي چې سوله راشي، هغوۍ چمتو دي هر ډول تغییر ومني او په بدل کې سوله او د خپلو زامنو ژوند ترلاسه کړي. دویمه ډله هغه ښځې دي چې راتلونکي ته نظر لري؛ غواړي زدکړې وکړي او په بیلابیلو برخو کې لاسته راوړنې ولري، د بیلګې په توګه هیله لري نوم ېې د ریاضي د مشهورې عالمې مریم میرزاخاني او د سوداګرې په برخه کې د حضرت محمد (ص) د میرمنې بې بي خدیجې د نوم ترڅنګ وویني او د هیواد په ودانولو کې ونډه واخلي. له طالبانو سره د خبرو پایله د ښځو دغو دوه ډلو ته توپیر لري؛ دا پایله کیدای شي لومړۍ ډلې ته مثبته او هیله مند یم چې دویمې ډلې ته منفي نه وي. د لومړۍ ډلې میرمنې کولی شي بدلونونه ومني، خو دویمه ډله ښځې هغه نه مني، هغوې اوسمهال هم د هغو ستونزو په مقابل کې مبارزه کوي چې د دوې په لاره رامینځته شوي دي او هوډ لري چې په هر ډول شرایطو کې له مبارزې لاس وا نخلي.

شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو ګډون کولی شي د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي؟ آیا فکر کوۍ چې طالبان به په خپل دریځ کې بدلون رامینځته کړي؟

 فرواک: هغه ښځې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي په ترکیب کې شامل دي پیاوړې میرمنې دي.  هغوې په لوړو کاري برخو کې دندې ترسره کړي دي او د هیواد له ټولو اقوامو استازیتوب کوي،  د خپلو خلکو په اړه ښه پوهاوی هم لري، د فکر، استدلال، غږ او فصاحت لرونکي هم دي او د افغانستان ند ښځو د راتلونکي په اړه فکر کوي، د هغوۍ وړتیا او استدلال کولی شي د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي.

شبکه: ستاسو  په نظر د دولت مذاکراتي ټیم په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د مرکچي پلاوي غړي دي د ښځو د استازیتوب او د هغوې د حقونو د دفاع توان لري؟

 فرواک: په دې مذاکراتو کې د ښځو شمیر کم دی، خو  له کیفي پلوه ېې حضور بد نه دي، د جګړې د ډګر په خلاف هغه څه چې د خبرو په میز کې اهمیت نه لري کمیت دی. د ښځو د هغو وړتیاو سربیره چې مخکې مې یادونه وکړه، د پلاوي د نورو غړو د همکارۍ په اړه ډاډه یم. له شک پرته چې د جګړې دواړه لوري خپلې آجنداګانې لري او د دولت مرکچي پلاوی هم ښځې او هم نارینه یوه آجندا پرمخ وړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د هیواد د ټولنې د ټولو برخو استازیتوب کوي او د خپلې ټولنې د اړتیاو په اړه پوره معلومات لري او په ښه توګه کولی شي د افغانستان د وګړو له آزادیو او حقونو دفاع وکړي. هیله مند یم چې د خبرو بندون مات شي.

شبکه: که چیرې د ښځو په حقونو محدودیتونه ولګول شي آیا دا تاسو ته د منلو وړ ده؟

فرواک: سوله باید د فرصتونو د محدودیدو لامل نشي، بلکې باید د فرصتونو پراختیا ته لاره آواره کړي. په تیرو شلو کلونو کې میلیونونه مسلکي ځوانان له پوهنتونونو، تعیمي مرکزونو او ښونځیو فارغ شوي دي، داسې نسل چې نسبتاْ په ولسواکه فضا او د ولسواکۍ په ارزښتونو کې ستر شوی دی او د ژوندانه بیل اعتقادات او متقاوته بڼه لري. د افغانستان مرکچي پلاوی د دغه نسل استازیتوب کوي، په حقیقت کې طالبان په قطر کې یواځې له مذاکراتي پلاوي سره مخامخ نه دي بلکې د افغانستان د نوي نسل د میلیونونو وګړو د ژوند له بڼې او تفکر سره مخامخ دي.

شبکه: د امنیتي مسایلو او د طالبانو پر مخالفت سربیره چې د ښځو د پرمختګ خنډ دي، نورې کومې ستونزې د ښځو د پرمختګ په وړاندې خنډونه بلل کیږي؟

 فرواک: بیسوادي او بې وزلي دوه سترې ستونزې دي چې د ښځو لپاره ستونزې رامینځته کړي دي. د افغانستان دولت باید د بیسوادۍ د لمنځه وړو لپاره ستراتیژیک پروګرامونه په پام کې ونیسي. همداراز د کارموندنې په برخه کې هم باید پراخ پروګرامونه عملي شي. که چیرې  ښځې باسواده شي او دندې ترسره کړي او د عاید د مستقلې منبع خاوندانې شي، د هغوۍ د ستونزو ډیره برخه آواریږي؟

 شبکه: په واک کې د طالبانو شریک کیدل به د مدني فعالیتونو په فعالیت څه اغیزه وکړي؟

فرواک: زما اټکل دادی چې د سولې له هوکړې وروسته راتلونکی نظام به هم دموکراتیک وي؛ په دې صورت کې د افغانستان مدني ټولنه چې شل کلنه تجربه هم لري تر پخوا هم پیاوړی عمل وکړي. په ټولو هیوادونو کې چې د تاوتریخوالیو له پړاوه د سوله ایز راتلونکي په لور د ورتلو په مرحله کې دي د مدني ټولنې مسوولیت ډیر دروند دی. مدني ټولنه په ټولو دموکراتیکو ټولنو کې په مستقله توګه عمل کوي په داسې حال کې چې له خلکو او دولت سره نیږدې اړیکې هم لري خو په پریکړو او چلند کې خپلواک عمل کوي. د مدني ټولنو د بنسټونو خپلواکي، د بیان آزادي او د تجمعاتو او غونډو جوړولو آزادي باید د سولې له هوکړې وروسته نظام کې تضمین شي او دې ارزښت ته زیان ونه رسیږي.

شبکه: څه ضمانت شته چې طالبان دی د سولې له هوکړې وروسته په خپلو ژمنو عمل وکړي؟

فرواک: هره هوکړه د اجرايي ضمانت د لرلو مستلزمه ده، کیدای شي دا موضوع د مذاکراتو مهمه برخه وي، په ډاډ سره ویلی شم چې هم د دولت مرکچي پلاوی او هم د طالبانو پلاوی به دا مهمه موضوع هیره نکړي. د ضمانت موضوع باید د آجنډا په موضوعاتو کې شامله وي چې باید په اړه ېې بحث وشي او په اړه ېې خلکو ته معلومات ورکول شي.

د ښاغلي فرواک په باور، د سولې پایله باید  ښځو ته د زدکړو، دندو د پیدا کیدو او مدني ـ سیاسي فعالیتونو د پراختیا لامل شي. هغه هیله څرګندوي چې د سولې له هوکړې وروسته  فضا آن د طالبانو د کورنیو د غړو، ښځو او ماشومانو ته هم د معیاري زدکړو، کاري زمینو او د سوکاله ژوند لاره آواره کړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې