د سولې خبرو کې د دولت د مرک‌چي پلاوي ټیم کې د ښځو د استازو حضور له هغو موضوعاتو دی، چې د ډېرو په باور کولی شي د مذاکراتو پر کیفیت او پایله یې جدي اغېز ولري. ځینې شنونکي په دې باور دي، چې د سولې خبرو کې د ښځو حضور به مقابل ټیم ته دغه واقعیت ولېږدوي، چې افغان ښځې تر پخوا ډېرې مخ ته تللي او هېڅ کله هم شاه‌تګ نه کوي.

د سولې د مطالعاتو استاد عبدالهدي اشرفي خراساني د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره (تر دې وروسته «شبکه») خبرو کې وايي، ښځې هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د اصلي زیان‌لیدونکو په توګه کولی شي، په نړیواله سطحه د عدالت غوښتنې رسا غږ ووسي او د سولې خبرو کې د هغوی حضور مقابل ټیم ته دغه پیغام رسوي، چې افغان ښځې د طالبانو د حاکمیت دورې بیا راتلل نه مني. «په حقیقت کې د ښځو حضور مخالف ډلې ته ښيي، چې افغان ښځې پوره پوهاوی لري او د طالبانو د امارت دورې ته نه ورګرځي، بلکې ښځې چې څومره پرمختګ یې کړی ورته په پام، سیاسي واک او اقتدار کې د مشارکت غوښتونکي دي او داسې یوه باخبره ټولنه غواړي چې وکولی شي، نارینه‌وو سره اوږه په اوږه د پرمختګ لپاره هڅې وکړي، زما په نظر دا به قطعآ اغېز ولري.»

شبکه: د سول خبرې څنګه ارزوئ؟

اشرفي خراساني: په هر صورت کې زمونږ ټولنه سولې ته اړتیا لري او هیله‌مند یم هرڅنګه چې وي یوې تل‌پاتې سولې ته ورسیږو. په مقدماتي ډول او په اصطلاح د سولې روزولو او سولې کولو پړاو کې د خبرو پیل د قناعت وړ دی. همدا چې د جګړې دواړه ښکېلې خواوې د نښتو پر ځای د خبرو مېز ته ناست دي، یوه بریا ده او د ټول هېواد په کچه د سراسري سولې زېری ورکوي.

شبکه: د سولې خبرو کې د طالبانو پر لیدلوري د ښځو د حضور اغېز موضوع ته په پام، که چېرې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره، د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ محدودیتونه مطرح شي، ایا د منلو وړ به وي؟

اشرفي خراساني: زما په نظر امکان شته چې ځينې محدودیتونه رامنځ ته شي او مونږ باید سولې ته د رسېدو لپاره دغه بیه ورکړو، خو نه، د کار او زده‌کړو په برخه کې هېڅ څوک نه‌شي کولی ښځې محدودې کړي؛ ځکه دغسې یو څه دین کې نه‌شته. زما په نظر ځينې محدودیتونه چې د ټولنې د رسم‌ او رواج په چوکاټ کې مطرح کیږي، که ومنل شي د خبرو د دواړو خواوو د هوکړې احتمال زیاتیږي، چې د ښځو او د مدني ټولنې او د بشري حقونو ډلو پر راتلونکې به هم بې‌اغېزې ونه‌وسي. په ټوله کې مې مطلب دا دی، چې نه باید دغې موضوع ته هغومره جدي پام وشي او باید د دواړو خواوو واقعیتونو په درک سره، یو له تجربې ډک لیدلوری وکارول شي. لکه څنګه چې مې مخکې وویل، د تحصیل او کار په برخه کې هېڅ ډول محدودیت نه عملي کیږي، ځکه هېڅ ډول قانوني او شرعي ملاتړ نه لري، خو د ځینو ټولنیزو دودونو او د ټلویزیوني خپرونو په برخه کې ممکن یو لړ ملاحظې شتون ولري.

شبکه: د سولې خبرو کې ښځو پورې اړوندو په کومو موضوعاتو باید ډېر ټینګار وشي؟

اشرفي خراساني: زما په نظر که چېرې هغه ښځې چې مذاکراتو کې حضور لري، له قانون او شریعت څخه سم درک ولري، نه‌باید ورڅخه زیات څه وغواړي. طبیعي ده هغه څه چې قران ښځو ته ټاکلي، په واقعي ډول د یوې ښځې د ټولو فردي، ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي ازادیو په مانا دي. دغه ښځې پاید متقابلو ډلو ته ووایي، چې مونږ داسې شریعت غواړو چې د یوه خاصر ټبر او افراط پاله نظر ونه‌لري. که چېرې طالبان وايي، چې د ښځو حقونه په پام کې نیسي، باید د اصلي شریعت په مطابق یې عملي کړي، نه د داسې شریعت په مطابق چې د افراط پاله او د سعودي عربستان د لیدلوري پلوو ډلو په ذهن کې دی؛ ځکه دوی سخت‌دریځي لیدلوري لري، چې په اصل کې دین‌دارۍ سره ورته‌والی نه لري. ښځې نه باید خپلو حقوقو څخه عرفي تفسیر ومني او باید ټینګار وکړي، چې هېڅ کله هم خپلې فردي او انساني ازادۍ د قوم‌پاله کسانو او خاصو کړیو د رسم او رواج نه قرباني کوي؛ ځکه د دغو ډلو لیدلوري نه له قانون سره جوړجاړی لري او نه هم شریعت سره. بلکې یو سخت‌دریځی لیدلوری دی، چې د ښځو د ځلېدو مخه نیسي.

شبکه: واک کې د طالبانو حضور به د مدني ټولنو پر فعالیتونو څه اغېز وکړي؟

اشرفي خراساني: یو څه باید ومنو او هغه دا دي چې د اعتقاداتو او ښځو او مدني ټولنې او بشر حقونو له له نظره، نسبت خپلو مخالفو ډلو ته د دغې ډلې کړنلاره، یوه منفي کړنلاره ده. هغوی نه یوازې د دغو ډلو د پرمختګ او ځلېدو مخه نیولې، بلکې د خپل لیدلوري مخالف خوځښتونه یې له منځه وړي، چې دغه تفسیر د هېڅ‌چا لپاره د منلو وړ نه دی. شاید هم امریکا او افغان دولت سره خبرو ته د طالبانو حاضرېدل په دې مانا وي، چې د هغوی په لیدلوري او ارزښتونو کې بدلونونه راغلي دي.

شبکه: طالبانو دغه بدلون په کومو مواردو کې څرګند کړي دي؟

اشرفي خراساني: که چېرې هغوی لومړیو ګامونو کې داسې ونه ښيي، چې بدلون یې کړی، شاید یوه سیاسي لوبه ووسي، ځکه ممکن د طالبانو یو دمي تغییر د هغوی د ملاتړو ډلو ترمنځ د دوی محبوبیت له منځه یوسي او د هغوی سیاسي او ټولنیز ارزښتونه سقوط وکړي؛ په دې دلیل هغوی ګام په ګام مخکې ځي، ترڅو نه یې د پخوانیو کړنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي او نه هم یودمي د پرمختللو ارزښتونو په لوري روان شي. هغوی به په تدریجي ډول د افغانستان د قوانینو ارزښتونه چې اسلام سره تړلي دي، ومني. په دې صورت کې هغه څه چې زه یې وړاندوینه کوم دا دي، چې اوسني طالبان شاید هم یو څه نرم لیدلوری ولري او که داسې نه وي، حکومت کې د دغې ډلې په مشارکت سره نه یوازې دا چې مدني فعالان په عادي ډول خپل سیاسي او ټولنیز ژوند ته دوام نه‌شي ورکولی، بلکې امکان شته چې د هېوادوالو هم د ښځو او هم د نارینه‌وو قانوني او شرعي ازادۍ له منځه لاړې شي او ټولنه د یوه قشر په تنګ‌نظرۍ کې راګیر شي، چې له افراط پالنې، ځانمرګي او بدبختۍ پرته به نورې پایلې ونه لري.

شبکه: د سولې مذاکراتو د پایلې په تړاو ستاسو تر ټولو لویه اندېښنه څه ده؟

اشرفي خراساني: زما تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، هغه چارواکي چې د واک پر څوکیو ناست دي، دغه بهیر به د خپلو شخصي او د خپل ټبر د تعریف شوو ګټو لپاره، بن‌بست سره مخ کړي او هېواد کې به د سولې د ټینګښت زمینه له منځه یوسي. د خبرو پر مېز د ښکېلو خواوو راټولېدل ښه فرصت دی، او هغه کسان چې د واک په راس کې دي، بیا هم په خپلو ځان غوښتنو او د عوامو‌تېراېستو او پوپولیستي باورونو په چوکاټ کې، خلک وغولوي او په یوه ډول دغه بهیر د خپلو شخصي او فردي ګټو تضمین لپاره بن‌بست سره مخ کړي، یوه نه بښونکې تېروتنه به یې کړي وي. کوم کسان چې د خلکو د استازو په توګه د سولې خبرو کې حضور لري، باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ورکړي، که داسې وکړي ډاډه اوسئ، چې د سولې بهیر به یوې پایلې ته ورسیږي.

د ښاغلي اشرفي خراساني په اند، د مرکه‌چي ټیم لپاره د ملي ګټو لومړیتوب مسلې ترڅنګ، د بېلا بېلو مسایلو په برخه کې خپل سخت‌دریځې کړنلارې څخه د طالبانو شاه‌تګ لپاره، نور عوامل چې کولی شي افغانستان کې د سولې بهیر بریالیتوب سره مرسته وکړي، دې برخه کې د نړیوالو سیاستوالو د ارادې شتون دی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې