د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته، د ټولنې مختلفو برخو کې ډېر زیات بدلونونه راغلل، چې تعلیمي فرصتونو ته د ځوانانو هم د نجونو او هم د هلکانو لاسرسی یې ښه بېلګه ده. دغو فرصتونو دې وروستیو کلونو کې د لا ډېرو پرمختګونو او بریاوو لپاره زمینه‌ نوره هم ډېره کړې ده. بېلا بېلو زمینو په ځانګړې توګه دولتي ادارو او ټولنیزو برخو کې د ښځو حضور د دغو بریاوو یوه برخه ده، چې زیاتره یې ټولنه کې د ژورو بدلونونو په توګه یادوي او د هغوی په وینا، د دغو بریاوو خاوندان به د سولې خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو قرباني کېدل ونه مني.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د طالبانو غوښتنې څرګندوي، چې هغوی په هر مستعار نوم چې وي، د اسلامي امارت د بیا احیا غوښتونکي دي، خو ټولنه کې ژور بدلونونه راغلي او دغسې یو څه د افغانانو لپاره د منلو نه دي. «نشو کولی هغه ښځې چې لوړې زده‌کړې یې کړي او دولتي پوستونو کې دندې ترسره کوي، ټولنه کې فعالیت کوي یا خصوصي سوداګري لري، له پامه وغورځوو. همدارنګه نه شو کولی هغه ځوان نسل، چې د پوهنتون میلیونونه فارغان په کې دي او د بدلون په لټه کې دي، له پامه وغورځوو او هېڅ کوم دغه موارد ومنو.»

شبکه: تاسو ټولنه او سیاست کې د ښځو حضور په تړاو بدلونونو ته اشاره وکړه او ومو ویل چې د دغو لاسته راوړنو له پامه غورځول ورته د منلو نه دي، د طالبانو فکر ته په پام چې د ښځو په اړه یې لري، ستاسو په باور طالبانو سره د مېرمنو مخامخ کېدل به، که هغه د مرکه‌چي ټیم د غړیتوب په برخه کې وي او یا که د رسنیو د استازو په توګه، د هغوی پر لیدلوري به څه اغېزې ولري؟

رحماني: زما په باور طالبان په یوه ډول غافل‌ګیره شوي، خو دا چې اصلآ یې بدلون نه دی کړی، دغه موضوع ورته ډېره مهمه نه ده، نو هغسې چې اړینه وه انساني او مدني چلند یې نه دی کړی. زه فکر کوم تر هغه چې طالبان د ښځو په اړه د تېرو شلو کلونو ټولنیز، سیاسي او فرهنګي واقعیتونه ونه‌مني او تر هغه چې د خپلو باورونو په برخه کې یو ژور ایډیولوژیک بدلون رامنځ ته نه کړي، هغو برخو کې چې طالبان په کې د سولې له هوکړې وروسته د صلاحیتونو او قانوني مسوولیتونو خاوندان کیږي، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدو څخه وېره ولرو. بله خبره دا ده، چې زه د افراط پلوی نه یم، کله چې مونږ وایو جمهوریت، یانې خلک او ورپسې وایو اسلامیت؛ مونږ د نارینه او ښځو حوزو په برخه کې یو لړ قیودات لرو، په همدې دلیل فکر کوم، دغسې یوه ځای کې چې د خلکو، مدني ټولنې او یا د خبریالانو استازې په توګه کومه مېرمن حضور پیدا کوي، باید یوه معتدله او د نوي فکر لرونکې ښځه وي، ترڅو وښيي کله چې د اساسي قانون د عنایت وړ انسان په اړه خبرې کوو، هدف دغسې یو شخص دی.

شبکه: احتمالآ که چېرې د ښځو حقونو په اړه د طالبانو له خوا محدودیت مطرح شي، د حکومت دریځ باید څه ووسي؟

رحماني: فکر کوم هر هغه څه سره چې د ښځو انساني حقونه محدودوي، باید چلند وشي. مونږ د سولې تږي یو او طالبان د وژنو او ویجاړۍ غوښتونکي دي. سوله یوه مانا لري او هغه هم د ارامتیا رامنځ ته کول دي. خو که چېرې د ګورستان ارامه فضا رامنځ ته شي او استبدادي سوله راشي، نو غوره ده چې جګړه دوام وکړي. که چېرې طالبان د داسې نظام غوښتونکي دي، چې د سولې په نوم د ګورستان ارامي راولي، زما په ګمان دغه سوله ممکن نهایتآ تر پنځو کلونو پورې ځواب ووايي او وروسته یو ځل بیا کورنۍ جګړې رامنځ ته شي. ښه به وي چې طالبان د وخت واقعیتونه درک کړي او ومني چې یو نوی او ځوان نسل راغلی او نړۍ نه‌شي کولی طالبانیزم او د هغوی وحشت ومني. دغه ډله باید د سخت‌دریځۍ بر ځای د معتدلانه روح او اسلامي باورونو په اساس داسې یو حکومت رامنځ ته کړي، چې خلک یې په سیوري کې وکولی شي، د هوساینې او پر خپلو استعدادونو د باور کولو خوا ته لاړ شي.

شبکه: تراوسه چې د سولې خبرو کې څه پېښ شوي په اړه مو ارزونه څه ده؟

رحماني: زه فکر کوم چې طالبان په یوې ډېرې پېچلې لوبې کې، امریکا څخه اړین امتیازونه اخیستي او طبیعي ده، چې امریکایانو ته یې هم امتیازونه ورکړي دي. پرته له دې چې اوربند وشي یا کومه جدي هوکړه وشي، د ۵ زره تروریستانو خوشې کول، شاید هم تر ټولو ستر امتیاز یا ستره بیه ووسي، چې امریکا وکولی شول طالبانو ته یې ورکړي، خو کومې پېښې چې وشوې دا وې، چې طالبانو نور افغان دولت سره د خبرو نه‌پیلولو لپاره بله پلمه نه درلوده او لاس یې تش شو، خو لکه څنګه چې طالبان له پیل څخه د خبرو او سولې پلوي نه دي، عملآ به واقعي خبرو ته تن ور نه کړي. تقریبآ یوه میاشت یا ورڅخه کمه موده کیږي، چې دغه ډله په ډېرې سرسختۍ سره د خبرو پیل لپاره پر یو لړ شرطونو کلکه ولاړه ده، چې دغه شرطونه زمونږ د دولت لپاره د منلو نه دي.

شبکه: که د دغو شرطونو په اړه لږ ډېر توضیحات ورکړئ؟

رحماني: یوه مسله چې طالبانو مطرح کړې دا وه، چې د مذاکراتو بهیر کې بحثونه باید د حنفي فقې په مطابق مخ ته لاړ شي او د اقلیتونو او جعفري مذهبو حقونو ته د رسېدو بحث دې له هوکړې او کابل کې له تشکیل وروسته پیل شي، داسې حال کې چې دا د افغان دولت لپاره د منلو نه دي او که فرض کړو داسې یو څه پېښ شي، د شاوخوا ۷ اته میلیونه شیعه‌مذهبه نفوس حقونه به، چې د افغانستان اسلامي جمهوري اساسي قانون هم په رسميت پېژندلي، له پامه وغورځول شي. ایا داسې یو څه امکان لري؟ بل بحث دا دی چې طالبان تنوع او تکثر له منځه وړي، جمهوریت نه غواړي او داسې نظام غواړي، چې هماغه د اسلامي امارت دی، خو په یوه مستعار نوم. یوه بله موضوع هم دا ده، چې طالبانو تراوسه نه ده منلې، چې د ۵ زره طالب زندانیانو په خوشې کولو سره باید د اوربند خواته لاړ شي، برعکس هره ورځ ځانمرګي بریدونه او چاودنې ترسره کوي.

شبکه: مذاکراتو کې د دولت سرې کرښې باید کوم موارد ووسي؟

رحماني: د افغان دولت او افغانانو سرې کرښې مالومې دي؛ که مونږ خلکو څخه د هېواد اساسي قانون واخلو، فکر کوم توپیر نه لري، چې دلته دې یو شاهنشاهي، مطلقه یا مشروطه حکومت راشي یا د اسلامي امارت؛ په دې مانا چې یو جدي شاه‌تګ به وشي او دغسې یو څه د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي.

د ښاغلي رحماني په باور، کومه ستونزه چې د سولې خبرو په اړه شتون لري دا ده، چې طالبان له یوې خوا افغان دولت سره په خبرو بوخت دي او له بلې خوا، د هغوی بریدونه د زیاتېدو په حال کې دي او دغه وضعیت یو ډول دوه‌ګونی حالت څخه ښکارندويي کوي او عملآ جنګ دوام لري. دې سره د هغه په وینا، دا مهال د سیمې او سیمې څخه بهر ځینې قدرتونه د جمهوریت له ارزښتونو څخه دفاع کوي، چې د افغانستان لپاره یو مثبت ټکی دی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې